د نه زور زیاتي د نامتو لارښو د پاچا خان د تلین په درشل کې

لیکوال : پروفیسور عبدالخالق رشید

385

د نه زور زیاتي د نامتو لارښو د پاچاخان د تلین په درشل کې

 

 

د پاچاخان عدم تشدد ،

د پښتنو د ټولنیزې اوفکري  ودې لوی عامل

…  زما مذهب رښتیا ، مینه ، محبت او د خدای د مخلوق خدمت دی

پاچاخان

ښایې داهم دډیرکسانو لپاره دیوې معما ځای ولري ، ښایي ډیریې ونه مني چې پاچاخان دخپل فلسفې  لید له مخې په یوه مدني ټولنه باندې ورګډشو، کیدای شي تاسې ته به دهندپه نیمه وچه کې دپښتنو اند اوژوند هم داسې ښکاره شي لکه دافغانستان دپښتنو په شان ، همدغه ټکی کله کله داتیروتنه هم رامنځ ته کوي چې زیاتره افغانان دپښتونخوادپښتنو په اړه هم دافغانستان دافغانانو په شان فکرکوي ، ان کله کله خو داهم پسې وایی چې دوی نورهغه څه ، هغه ارزښتونه چې افغانان یې لري له لاسه ورکړي ، مانا داچې په نوي ډول پښتنوکې یې شمیري .

زما لپاره  ددغه بحث په ترڅ کې همدغه ټکي  په ځانګړې توګه دپاملرنې وړټکی دی، په دې مانا چې دغه لید په خپله پښتنې ټولنه کې په ټولنیزلحاظ دټولنیزې قانونمندۍ له مخې په دووبرخو(پرمختللې)اود( پرمختګ په حال ) یا وروسته پاتې باندې ویشلې ده، چې لومړی سستم په کوزه اودویم په بره پښتونخوا باندې اطلاق کیدای شي .کوزه پښتونخوا له شکه پرته داقتصادی اوټولنیز سستم له مخې دهندد نیمې وچې په سستم کې راځي ، ددغې سیمې پښتون ذهنیت د افغانستان له هغه سره په هراړخیزه توګه توپیرلري، وګورﺉ داکوزني پښتانه دي چې دنوي تمدن له ښیګړوسره له نژدی یوې نیمې پیړۍ راپه دیخوا آشنادي اود ژوند تګلوری یې پرهغه خوا باندې په طبعي توګه روان اوعیارشوی دی، ښاري ژوند اودنړیوال کلتوراغیزله ډیرپخواڅخه پردغو خلکو باندې سره له دې چې موږ یې د ناخپلواکو وروڼوپه نامه سره یادوو برلاسی شوي او دټولنیزخوځون لوري یې دنوي عصرپرلور په هراړخیزه توګه روان دي، زده کړه، دنوي تمدن له ځانګړنوسره آشنایې، ښوونځی اوپوهنځي اوس په کوزه پښتونخواکې دهرپښتون دژوند له اړینوځانګړنوڅخه بلل کیږي ،اوداهماغه هڅه وه چې پاچان دهغو لپاره دخپلې انساني فلسفې له مخې په خوراجراآت اومیړانې سره لاره پرانیسته،ا وداهغه پیل وچې دهغه په ارزښت باندې تراوسه پورې پښتون په تیره افغان پښتون لاهم یا  نه پوهیږي او یاداچې ځان نه پوهوي همداده چې  پاچاخان دغې موضوع ته داسې اشاره کوي :

((  زه په مشن سکول کې دخپل هیډ ماستر وګرم اودهغه د ورور ډاکتر وګرم نه ډیرمتاثرشوي وم،دهغوی قربانیو راباندې ډیراثرکړی و، زماهم داخیال پیداشوی وچې ددې قام او وطن خدمت مې وکړی،په دغوورخوکې زمونږ دقام دجهالت په وجه ډیربدحالت و، نه دحکومت له خواڅه انتظام و اونه دقام له خوا دتعلیم کولو هیڅ انتظام نه و اوکه په کوم کلي کې به پرایمري سکول وهغې ته هم ملایانو څوک نه پریښودل نوما غوښتل چې دپښتنودبچودتعلیم دپاره په ملک کې اسلامي مدرسې جوړولو کوښښ وکړم او خپل ژوند به په دې خدمت کې تیروم . په ۱۹۱۰ ع کې ما اومولوي عبدالعزیز صاحب یوه مدرسه په اتمانزو کې جوړه کړه  او دنورو مدرسو جوړولو دپاره مو په نوروعلاقوکې دوره شروع کړه ، دخلکو توجه مې دعلم طرف ته کړه او دپښتنوپه زړونوکې مې دعلم دضرورت احساس پیداکړ اودغه شان مو  ورو  ورو په مختلفو علاقوکې دمدرسو جوړول شروع کول  اوپه لږ وخت کې مو ډیرې مدرسې جوړې کړې. زموږ کلي ته نژدې دمفتي آباد نه خلک راغلل چې ته راشه مونږ دلته یوه مدرسه جوړوو، زه ولاړم خلک مې راټول کړل دعلم دښیګړو په باره کې مې ورته خبرې وکولې ،په دې کې یوملا راغی چترالی ( چترال زموږ داتمازو دکلي په میره کې یوه بانډه وه ) ملابه یې ورته ویل، دده سره ټوپک هم واوکتابونه هم  ورسره وو . مونږ سلامشوره کوله خبرې موکولې  ، ملاصاحب پاڅیدو او ویی ویل چې زه داتعلیم چې عبدالغفارخان شروع کړی دی  نه منم  اونه دا تعلیم دی اوهغه ویل چې په دې مدرسوکې چې کوم کتابونه لوستل کیږي نوپه هغه کې دي چې : (ایک کتا بهونکتاهې) یعنی یوسپی غاپي او په بل کې لیکلي چې  یعنی یوعټ انځر دا څه دی ؟  داعلم دی ؟  نوزه راغلی یم  چې دده سره فیصله کول غواړم چې په کتاب راسره فیصله کوي که په ټوپک ؟  ماورته وویل چې ته ښه پوهیږې چې زه دټوپک کارنه کوم اودغلته چې اتمانزو ته ځې زما یو تربوردی چې محمد خان یي نوم دي هغه ته دټوپک نوم واخله نوپخپل ځان به پوه شې چې ته څومره  سړی یې ، ملاصاحب علم خدای او رسول په موږ مسلمانانو فرض کړی دی اوچه  تاسوخلک ددې انګریزي مدرسونه منع کوئ نو په کاردی چې هغو له پخپله خود تعلیم انتظام وکړئ نوچې تاسو هم ورله څه انتظام نه کوئ اوموږهم د دوی د خدمت نه منع کوئ نو ددې قام دې خدای مل شي … )) . [جدو جهد ۶۷ مخ ]

 د مدني ټولنې جوړول اوپه هغې کې دمدنې ټولنې مقررات په پام کې نیول اوس دپښتونخواکې په ښاري ژوند کې په یوې منظمې ټولنیزې قانونمندۍ باندې اوښتي دي ان چې ددغو ارزښتونوله مخې اوس ددوی اړیکي له لویدیزوټولنوسره تړل شوی، ددوی د ژوند یوه مهمه برخه په مستقیمه اوغیرمستقمه توګه اوس له لویدیزژوند او پرمختګ څخه اغیزمنه ده ، چې داګردې نښې نښانې اودغه پرمختګ ددغو پښتنودژوند پرټولو برخوباندې خپله څرګنده اغیزه اوټاکونکی رول  لرلای شي . زه پردې باوریم چې له دغه شان حرکت سره اړوند دپاچاخان اودهغه دهلوځلواغیزپه مستقیمه توګه دپاملرنې وړدي، په دې چې دپاچاخان فکري تمایل په رښتینی توګه نوردنولسمې پیړۍ دلومړیو کلونو تمایل نه و،هغه تمایل چې پښتنوهلته یوازې دواکمنی اوبرلاسي لپاره فکرکاوه اویایې پرسیمه باندې دخپل تیرخوبونه لیدل،نه، دې دپښتون فکري تمایل دودې اوسمونې لپاره دشلمې پیړۍ په ترڅ کې داسې لکه اروپایې سمونوالي (ریفورمستان ) ودرید، دده لویه ستونزه  له خپلې ټولنې اوخپل عصرسره داده چې دی نه شي کولای خپلو لوړوغوښتنوته دیوه مرکزي سستم اوواکمنې دمرکزیت ترسیوري لاندې کاروکړي، ځکه یې دفکري تمایل اغیزپه پرپښتنې ټولنه باندې په کمزوري اوکمرنګي ډول سره ډیر ورو ورو راڅرګند شو.

دا د پاچا خان فکري تمایل وچې پښتون ته یې دنوی فکر شعور ورکړاودغه ځواک یې په آرامی اوسولې سره ددې جوګه کړچې ځان دې د هغه وچ  اوسرزوري پښتنې قالب څخه راوباسي هغه چې  دپیړیوپه اوږدوکې دپښتنود وروسته والي لامل شوی و.

یوشمیرخلک ښایې ووایې چې دپښتنو دغه نوي خوځون په پاچاخان پورې اړه نه لري  خو زه وایم چې داپه تمامه پرپاچاخان اودهغه په دغه بهیرپورې اړه لري ځکه چې دغه نظریه په خپله له یوه سوله ییزحرکت اویوه ځانګړي زما ني واټن سره ملګرې وه، چې دپاچاخان په عصرکې یې آني اغیز په ظاهري توګه  ډیرکمزوری ښکاریده خو له دې سره سره بیاهم دغه بهیررامنځ ته شواو وده یې وکړه ،کټ مټ کار ګاندي په هندکې رامنځ ته کړ،که داخبره وکړو چې دهندپه اوسنې فکري وده باندې دګاندی د افکارواغیزنه و اویا نشته، فکرکوم دابه یوه تیروتنه وي، بله داچې که داخبره نه وای نو نن خو به یوه هندي هم دګاندي نوم په خوله نه وای اخیستی .

  ځکه نوددغې خبرې ویل اړین دي او باید په ډاګه وویل شي چې  دپاچاخان فکري تمایل اومبارزې په پښتني ټولنه کې یو داسې پاڅون رامنځ ته کړچې له پیړیوپیړیو وروسته یې دغه ټولنه داسې وخوځوله چې په پایله کې یې پښتون ټولنیزجوړښت ته دیوه نوي ژوند اوتمدن ویاړهغه چې پښتنودلودي اوسوري واکمنیوله راپرزیدو وروسته  په معنوي او فرهنګی لحاظ لاسه ورکړی و، پاچاخان داسې یوحرکت بیا دنوي عصراونوي تمدن په زړه کې راوټوکاوه، ځکه نو دا ویلای شو چې پاچاخان اوسني پښتون را ویښ کړاوننی نسبي ټولنیزپرمختګ یې دده دتعلیماتواوفکري تیورۍ له برکته دی.

ده دلومړي ځل لپاره په خپل عصرکې دنومیالي پښتون ټولواکمن شیرشاه دپښتون پوهنې تیوري دعمل ډګرته په سیاسي، تعلیمي اواقتصادي برخوکې را ویسته شیرشاه پښتنوته ویل چې : ” پښتنو قبیلویت پریږدئ  قومیت خپل کړئ ” چې له بده مرغه زیات شمیر  پښتنو تراوسه هم پردغه آرباندې عمل ونه کړ، برعکس هندوانو  پرهمدغه اصل عمل وکړ،ترقي یی وکړه ، دتمدن په وړاندې یی دجهل اوتورتم ملاتړ ونه کړ،خو پښتنوپه ځانګړې او مسلمانانو په عامه توګه له بي غورۍ څخه کارواخیست همداوه چي نن یی ځان دنړۍ په کچه  دهرڅه ان تراتوم پورې خاوند کړ.

پاچا خان چې څه کړي او یایې څه ویلي هغه دده دپراخې څیړنې او مطالعې ثمره ، تجربه او پایله ده  پرهغه مهال چې دی دحج په خاطر منځني آسیا ته لاړ،هلته ده ډیرې خبرې چي دهند په نیمه وچه کې هغه نا آشنا وې واوریدې،ده پردغه مهال د ښکیلاک رښتنې څیره په ډیره ښه توګه داسې چې داڅیره نه ګاندي لیدلې وه او نه هم نهرو ولیده ، دده لپاره، دده دټولنې لپاره ،یوشمیرشیان وو چې دده پرمبارزه باندې دهغو ځانګړی اغیز وکله چې دی بیروت ته رسیږي، هلته  دښکیلاک یوبلې بڼې ته ځیرشوی،هغه بڼه چې دده له چا پیریال سره په ارتباط کې دپاملرنې وړده ، دی دغه لیدنه او اوریدنه داسې زموږپه وړاندې ږدي او لیکي: ”  دبیروت په یوهوټل کې مې دیوه مسلمان عرب سره خبرې شوې،هغه راته وې چې زه دلته دیوې کومیټې دپاره راغلی یم چې هغه کومیټه دفرانس حکومت ددې لپاره مقررکړېده چې په دې خبره غوروکړي چې تش تعلیم درعایا دپاره مفید نه دی، دې سره صنعت اوحرفت هم په کاردی، زه حیران شوم چې دفرانس په دې ملک کې لس کاله لادحکومت شوي نه دي اوبیا  د دوی دصنعت اوحرفت ورسره فکراو خیال دی اوپه هندوستان کې دانګریزدپاچایی تقریبآ دوه سوه کاله وشوغریب رعایا هره ورخې دصنعت اوحرفت چغې وهي لیکن څوک پرې غوږ قدرې نه ږ دي  ” [ جدوجهد ۳۳۰ مخ ]

  پاچا خان ښوونه او روزنه دانساني روزنې  مهم راز او رمزباله ، په دغه برخه کې دی په رښتیا هم دپیغامبردهغه حدیث ډیرکلک پلوی  او پیروهغه چي ویلي وو چې : (علم زده کړه که څه هم په چین کې وي )،همداوه چي په دغه ترڅ کې دهغو انساني هڅو اوکوښښونو درناوی کاوه هغه چې  داوسني نړۍ انسان هغه ته اړتیا درلوده ، ښایی ډیرخلک پاچاخان ته په بیلابیلولارو لوی انسان ، لوی خدمتګار او لوی لارښود ووایی خو څه چې دی پرهغه باندې باورلري او هغه غواړي هغه انسان روزنه او دهغه زده کړه ده، همداده چې دده پراند وژوند باندې دغه اصل درنه اغیزه درلوده اودایی دپښتون نوي نسل ته لوی او د زړه له کومي میراث پاتې شو، دده په ژوند کې لوی انسانان هغوی دي چې انسان روزي اوهغه لارښونه کوي، په دغه ترڅ کې دی پرهغو معنوي لارښونوباندې هم ویاړي هغه چې دخدای په کتا بوکې ېې یادونه شوې ده : ” زمونږ بورډنګ ته مخامخ دپرنسیپل چې مسترهورنومیده بنګله وه ، هغې کې زمونږ هیډ ما ستر وګرم صاحب اودهغه ورور ډاکتر وګرم صاحب په مشن هسپتال کې وو اوسیدل، دواړه وروڼه دانګلستان دیولوی سړي زامن وو،دواړه یې مشن ته بخښلي وو،په کومه مینه اواخلاص چې دې دواړو وروڼو دخلکو خدمت کاوه زه یی بیان نه شم کولی، زه هغه وخت وړوکی وم خو څه نا څه په دې خبرو پوهیدم. مستروګرم به چې کومه تنخوا اخیستله دهغې نه به يې زموږ بې وزلو پښتنو هلکانو ته وظیفې ورکولې، یوه ورځ زما پښه ګزک شوې وه، ډاکتر وګرم خبرشو ، راغی زه یې خپلې بنګلې ته بوتللم اوبه یې ګرمې کړې، زما پښه یې  ووینځله او بیایې زماپه پښه پټۍ ولګوله، رښتیا خبره خوداده چې زمونږدرسول په قول ( خیرالناس من ینفع الناس ) باندې دوی عمل کړی دی. وایه زمونږ چې ناس یعني دخدای مخلوق خو پریږده دخپل قام ، ورورو اوعزیزخدمت کولو ته تیارنه یو په اورکې رانه ولاړ وي اوځکه خو خدای خواراو ذلیل کړي یو،ما کې چې دانسانیت ، قوم پرستۍ ، وروروۍ ، عزیزولۍ او وطن دوستۍ اودخدای دمخلوق دخدمت کومه جذبه پیدا شوې ده په هغې کې زما  ددې استاذ وګرم ډیرلاس دی،ما به دا فکرکوو چې دوی دکوم ځای نه راغلي دي ، زمونږ دقامه نه دي زمونږ په مذهب نه دي دلته راغلي دي اوزمونږ دبچو خدمت کوي اوغریبانوته دخپلې ګیډې برخه ورکوي او زموږ خپل وطن دی ،زمونږ خپل بچي دي، زمونږدخپل قوم دي او مونږ دهغوی دپاره هیڅ نه کوو بیابه مې دې خپل قوم او ملک طرفته خیال لاړنوما به دې ته ډیرفکرکوه چې زموږ خانان ، نوابان ، ملایان  او تعلیم یافته خلک سره ددې چې مونږ یوقوم، یو روڼه اویومذهب یو خو داجذبه راکې نشته چې ددې خپل غریب قوم دبچو سره امداد وکړو په مشن سکول کې نیمه ګنټه دانجیل د درس دپاره (وال دی ګریو) نومي یو پرنګي وهغه به راته دانجیل درس وایه او وعظ به یې هم راته کاوه،زه وړوکی وم په دې خبره  دومره نه پوهیدم ځو ثمین جانخان زمانه یو جماعت مخکې وهغه پرې پوهیده ماته به یې ویل چې زه د (وال ډي ګریو) وعظ ته غوږ نه نیسم په غوږوکې ګوتې ږدم ځکه چې په ما تاثیرکوي هسې نه چې بل څه چل راباندې وشي  ” [ جدوجهد  ۳۱ مخ ]

له بده مرغه چې موږ تراوسه هم پاچاخان، دهغه فکري تمایل اوتجربه چې زموږ دژوند اوافغاني ارزښتونودژغورنې اولارښونې ترټولومعقوله او یوازنۍ لاره ده ونه څارله، هغوی چې دپاچاخان نظریه یې په خپل عملي ژوندکې دخپلې لارې مشال وبلله هغوی، خپله لاره ومونده اوهغوی چې له دغې لارې بې لارې شول اوځان یې دځان غوښتنې اوخپل باورغوښتنې په لومواوځنځیرونوکې ښکیل کړ، دهغوی میښې لاهم نرګټې زیږوي، لاهم دجهالت په تیارو کې دناپوهۍ ننګه کوي اوله مقدساتوپه ناخبرې کې دحورواوغلمانوپه نیت پرځانوباندې بمونه تړي، انسان اوانسانان تباه کوي. پاچاخان کله هم پښتون پردغه لاره جنت ته نه دي هڅولي اونه یې په تلپاتې درسونوکې داسې وحشت څوک لیدای اولوستای شي .

د پاچا خان فکراویاد دې تلپاتې وي .

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.