هغه خبری چې ډیری ورته په سوچ کې دي

سید عبید الله نادر

406

د طالبانو جاهلانه ټینګار او پر له پسي د یو موجه دلیل په نه وړاندی کولو سره د انجونو د ښونځیو د بندیدو په خاطر د دوی له خوا  دا ثابتوي چې دوی په بشپړه صورت سره استقلالیت نه لري  او د بله طرفه دا ښایي چې دوی د ترهګرو سره خپلې اړیکې نه دي پری کړي  ځکه د ترهګرو د روزلو لویه منبع زمونږ  ګاونډي ملکونه او د هغوي استخبارات دي او ګاونډي استخبارات همداسي یوې طبقې ته ضرورت لري، چې بیسواده بی تعلیمه ،او د دنیا او مافیها څخه بی خبره وي ، دوی داسي خلک ژر او ډیر په آسانه د دي کسب او کار د پاره نیولی شي.

د بله خوا د طالبانو کړنو ته چې تر ننه پوري چې مونږ په ژور نظر ګورو ،په دوی باندی د راتلونکی تاریخ قضاوت ته هیڅ راز اړتیا نشته ، یاني تاریخ پوهان دي ځان پرې نه ستړی کوي ،دوی له همدا اوسه په هر قدم کې بیباکه ،بی سنجشه، او متزلزل روان دي ،او خپل تاریخ ته پام نه ساتي ،د دوي بله د مسخرې خبره دا ده ، چې ټول پرې خاندی ، چې ملا هیبت الله چې په اصل کې شتون نه لري ، او خپل فرمانونه ورکوي ،د ده د بی مفهومه او د ملي روحییی پر ضد فرمانونو څخه دا جوته کیږي ،چې ملا هیبت الله په اصل کې شتون نه لري او دا فرمانونه د یو استخباراتی شبکي څخه ورکول کیږي ،او ملا هیبت الله دا هسی یو ریشخند نوم دی ، او د ملت په ږیره په اصطلاح ملنډې وهل دي ،خو دا فرمانونه د (آس ، اس ، آی ) د استخباراتی شبکو څخه صادریږي ،یا د یو بیګانه استخباراتی دستګاوو او شبکو څخه ورکول کیږي ،چې د ملی روحیی سره هیڅ سمون نه خوری ،بلکه ټول فرمانونه یې د ملی روحیی پر ضد دي ،او دا د دې ښکارندویی کوی ، چې ملا هیبت الله درک نه لري او دا هسی یو نوم دی.

لدې با بته د خلکو په ذهنونو کې ډیری اندیښنې راوړلالیږي، که دې، په ریښتیا موجودیت یا شتون درلودلای او د پوهی خاوند وای ،نو د ده کم از کم یو فرمان خو باید د ملی روحیی سره سمون خوړلای او برابر وای ،اوس خو چې مونږ وینو د ده هر فرمان د دښمن په ګټه دی، نو د ملا هیبت الله نشتون هم ثابتوي ،د ټولو رسنیو په قول او د سترګو لیدلی حال چې په ټولو ټلویژینونو او ځبریدنکو موسسو له خوا دا خبر خپور شوي او تأیید شوی، چې په قندهار کې نام نهاده ملا هیبت الله یوې لویي غونډې ته وینا کوي ، خو د ملا خلکو ته شا وي دا په څه معنی یانې خلکو ته یې شاه اړولي وي دا شاه اړول په څه معنی ده ،د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله داسي نه دي شوي،چې یو زعیم ، رهبر یا یو پادشاه ځان پټ ساتلی وي ،او د وینا پر مهال یې شاه خلکو ته اړولي وي ، یا د خپلو خلکو لیري او پټ وي ،د ریشخند وهلو په سلسله کې دا هم یو بل راز ریشخند وهل په دي ملت باندی دي ،دې موضوع ته چې سړی ځیر شي او ژور سوچ ورته وکړي ،نو دا جوته کیږي ، او دا خبره د هر چا ذهن ته لویږي ، چې د بهرنې استخباراتو خو به ضرور لاس وي ،او دستور هم د بهرنې استخباراتو وي ،په دې کې هیڅ شک نشته ، ځکه دوی د همدې استخباراتو په واسطه تربیه شوي ،خو د هر انسان ذهن ته په اول نظر دا رالویږي.

چې دوي ډیر ډارن او ډیر زبون خلک هم دي ،او باداران یې تر دې بد تره دي ،د دوي دا طرز د سوچ او فکر څخه که دوي راښکاره شي ، نو دوي به ووژل شي ،کیدای شي سل په سلو کې د دوی راز د نه ښکاره کیدلو همدا وي ،ځکه ملا عمر هم پټ وو ، او ملا هیبت الله چې نوم یې هیبت هم دی د مرګ له هیبته له هیبته داسي پټ دی چې پیریان هم نه ویني ، او ځان نه ښکاره کوي ،ملا عمر هم تر آخره پټ وو ،د دې خبری نه خو داسي شکاري چې دوی د وژلو څخه بیریږي ، او یا هم کیدای شي د استخباراتی شبکو یوه بله لوبه د ځان په ګټه وي ،او دا په وضاحت سره ثابتوي چې دوی د جنګ په میدانو کې هم په خپله نه دي چنګیدلي ،د پردي استخبارات او ګوډاګیان یې د دوي له پاره جنګیدلي ،او دا ښکارندویی کوي چې دوی دومره زړه ور خلک نه دي، ځکه د دوي دواړه رهبران ښکاره نه شول ،دا څو ټکي د ژور سوچ وړ دي.

ترسم نه رسی ، به کعبه ای اعرابی

کین ره که تو میروی، به ترکستان است

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.