محبس او قفس -دولسمه برخه

عبدالقیوم

438

محبس او قفس
شجرې یا ګډي وډي؟ ویې لوله خفه کېږه مه.

د تاریخ او قومونو په نوم د ولسونو غولول تر کله؟ د دغي خاوري (افغانستان) پر مخ د پرتو ولسونو د غټي برخي ژوند او کار خو یوازي د څو کورنیو د حاکمیت ساتل، هغوی ته د ژوند او عیاشیو د مصارفو په برابرولو کي تېر سوئ او تېرېږي. چي تاریخ نويسو د غرېبو د ژوند هیڅ یا ډېره کمه یاد ونه هم نه ده کړې، د مفتخورو کورنیو پر کړو ظلمونو یې نه دا چي سترګي پټي سوي دي بلکي د هغوی صفتونه یې کړيدي، کوم چي دوی یې نن د افتخاره ډک تاریخ بولي. هغه تاریخ چي پر دې خاوره د پراته ولس د 95٪ دو نه په ښو او نه په بدو یې یوه یادونه پکښي نه ده لیکل سوې دا به نو دچا تاریخ وي؟. په قصدي توګه زموږ ځوان نسل د خپلو مېړنیو پلرونو او نیګانو له مبارزو، قربانیو،خواریو او له سختیو ډک ژوند څخه بې خبره ساتل سوی دی. زموږ بیچاره، په نس وږي، په تن لڅ ولس په پېړیو، پېړیو مستبدو واک لرونکو شاهانو د سواد له نعمت څخه محرم ساتلۍ، جنګولي، وژلي، معیوب کړي او استعمال کړیدي، زموږ (ولس)د نیکه ګانو په مرګ او وینو د جنګ او جګړې د میدان له سره تنور څخه را کښلي غنیمتونه باندي هم جأبرو خپلي خېټي په پړ سولي دي.د ولسي شهېدانو او زخميانو کورنیو ته یوازي درد او غم تللی دی.
ظالمان دوه ډوله دي:
اول – هغه چي ظلم کوي هغه ته(ظالم) ویل کېږي.
د وهم – هغوي چي د ظالم په وړاندي مقابل(مبارزه) نه کوي. هغوي هم ظالمان بلل کېږي.
د خفگان ځای دادی چي زموږ یوشمېر وطنوال کوښښ کوي انسانان پردې ور سره سوي او کېدونکي مظالمو باندي قانع، آرام او د قسمت په لومه کي بند وساتي، د ظالم او ظلم په وړاندي یې له مقابلی را گرځوي.
اوس مو نو بې علمۍ د هیواد والو په مغزو کښي د خپل ځان ساتني له پاره رنګاه رنګ خټیني او محکمه کلاه ګاني جوړي کړيدي. همدا د واک پر ګدیو د پاته سو کورنیو جفأ وي د دې باعث سوې چي ولسونه مو په ذهني توګه ژر دښمنان دښکار په لومو کي ځان بندوي. د دې بې زده کړو ولس پلاسونو باندي ښوونه او ښوونځی په بمونو الوزول کېږي. که یو کس پوښتنه وکړي چي دا د ښمن څوک دئ؟ سمدستي به د ظالمو کورنیو جاهل دوستان پر خپلو کورنیو د لمني د را کشولو په منظور درته وواي ته خو د الله(ج) له ویش نه منکر یې، ته قومي، ژبه ني او عقیدوي تعصب لرې. پس دا شان ا شخاص د ظالمانو او خاينانو، متعصبو سره په گټو شریک وي.
د ظالم نه ښوول، په وړاندي یې مبارزه نه کول گناه، خیانت او د ولس سره جفأ ده. ماته سترگه مه وهه چي چپ سه څه مه وایه ږغ مه کوه چي دانیم بنده حالت به خراب کړي. مگر دا زما خبري واقعیت، حقیقت او رښتیاندي ؟
متضررین په هرملت او مليت کي سته. جابران هم په هرمليت او ملت کي سته خو گورئ دجابرو ترمنځ یووالی څونه ټینگ دی. ولو که په جلا قوم، ژبی، رنگ، ملیت، ملت، عقیدې او مذهب پوري تړلي هم وي. یوازي بد بختی په غریبو ولسونوکي ده. ترڅو پوهه غوړیږی دا راته په لوی لاس جوړکړه سوي مشکلات به همدغسي راته پاته وي.
ترکمه ځایه چي ما چاپ سوې شجرې پیدا او ولوستې تر لوستلو وروسته یې دې نتیجې ته ورسېدم او راته څرگنده سوه، چي دغه د قومونو د جوړښت جلاوالی او پیژندگلوی څه شجرې چي لیکل سوي، چاپ سوي او نشر سوي دي یا لیکوالو حوالي پر ورکړي دي “مجمع الا نساب”دي، چي لېدلې او پیداکول يې هرچاه ته مشکل کاردی. زه په اغلب ګومان داسي فکر کوم چي زموږ پښتنو د بد مرغۍ له پاره به لمړی ځل د عربو له خوا دغه شجرې لیکل سوي وي او بیا لاس پرلاس سوي وي.
کومي د نصب شجرې چي ماو لوستې، راته خیالي، افسانوي، په بیلو بیلو پړاونو کي بینا پر شخصي اغراضو لیکل سوي دي، له واقعیتونو سره به په مشکل سر لگوي. خو بې خبره يې د ناپوهۍ او د ښمنان يې د خپلو گټو د پاره چي نفاق ژوندی وساتي پکار وړي.
بل دا خو د پیژندگلوی لپاره د نسب شجرې دي. که رښتیا هم وي موږ باید د انسانانو په حیث دا جلاوالی، لیري والي ونه بولو. ولي مو پر خدای (ج) باورد لاس ورکړی یا کمزوری سوی دئ، قران پا ک څه وایي.
ا نسانان سره وروڼه دي، اصل او نا اصل پکښې نسته. دا ځکه د یوه ادم او هوأ څخه پیدا دي. پلار او مور مو يو دي او بیا په مسلمانانو کي چي خدای (ج) او پیغمبر(ص) يې هم یوي. سره لدې ټولو خبرو موږ ځانو نه ولي سره جلا کوو؟ هغوي چي دغه په دغه جلاوالي کي برتري مني معلومېږي عقیده او باور پر الله پاک نسته. اهغو ته چي دا اختلا فات يې په وجود راوړيدي او يا پکښې اوس هم اخته دي د خپلوشخصي گټو د ساتلو په هدف ولسونه سره ټوټه ټوټه کوي، کوم نوم ورکولای سي فکر وکړې .
اول: – بابا آدم (ع )عرب وو که عجم ؟
دوهم: – قیس عبدالرشید درانی وو که غلجی؟
امریکا يې عالم مورگان په ۱۸۷۷م کال کي تر ډېرو څیړنو وروسته ورته دا خبره لڅ سول چي د بربریت تر مرحلې وروسته د «مورگنۍ» مرحله شروع سوېده او بیا د وخت په تیريدو سره د«پلارگنۍ»مرحله په وجودراغلې ده. نوهلته به په مورگنۍ مرحله کي د نسب شجره څنگه وه؟. که څه چي ډاکتربیلیو، څلور پیړۍ تر میلاد مخکي د هیرودوت په زمانه کي د پکتیا، پکتیکا، گندهارا د نومونو ذکر کړی دی، چي دا ټول ځایونه او دهغوی نومونه د پښتو سره رابطه لري.
ما خودغه شجرې ولوستۍ:
لکه: مخزن افغانې د خواجه نعمت الله، کابل سلطنت بیان دالفیسټن، د خان جهان تاریخ، لیفټنټ کرنیل، تذکره، پټان، تاریخ جهان، پښتانه د تاریخ په رڼاکي، د پښتنوقبیلی شجری د محقیق عبدالطیف یا دطالبې، سیال مهمند، حیات افغانې حیات خان. دا خبري ډېرزیات تفصیل نه غواړي.
په دې:
۱- ترهمدا اوسه پوري لا موږ يوه روښانه، مستند، دلاس وهلو پاک د وروستیو درو سو کلو تاریخ نه لرو. نو څه چي دیونيم زرو کالو شجرې به څنگه وي. څنگه داخبره ومنل سي چي ټول پښتانه د قیس عبدالرشید او لاده ده. نوهغه سهاک پښتانه چي ترميلاد زر( ۱۰۰۰ )کاله مخکي موجود وه هغه د چا او لاده وه؟ایا ترا سلام مخکي پښتانه نه وه موجود؟ ترد وسوه کاله ډېر زموږ د هیواد نوم افغانستان، زر کاله خرا سان او ترهغه د مخه د وه زره کاله د پکتیکا، پښتونخوا او يا اریانا په نومونو دا هیواد بلل سوئ دئ او هلته د پښتنو شتون ثابت دی.
پس په ۱۴سوه کاله کي دغه نژدې«80» ميلیونه پښتانه ددې یوه انسان څخه وزیږیدل؟خپله قیس عبدالرشید پښتو له چا څخه زده کړل؟طبعیي خبره ده چي د قیس عبدالرشید ښځه، موراو پلار هم باید پښتانه وي، او هغه بیا دیوبل پښتانه لوراو زوی وي. هغه پښتون بیا د چا او لاده وه؟.
په دې ډول تر بابا ادمه خبره رسيږي. سرمحقیق دوست شنواري هم تقریباً په همدې ډول ورته نظر لري دي لیکی :”ځیني کسان چي د پښتنو په څیړنه بوخت، داسې نظر ورکوي چي پښتانه د څومحدودو برخو څخه خپاره شوېدي مثلاً : مومند، ترکلاڼی، یوسفزی. . . دغوړې مرغۍ نه د غزني او ننگرهار د لاري د پېښور په وا دي کي خپاره شوي چي هلته د مخه نه وو او په دې توگه دا هغه سیمې دي چي پښتنو نیولې دي.
دغه محقیق دې ته نه گورې چي د چاه يې دا مځکي نیولې دي . د لته چي مخته د لازاک پراته وو هغه څوک دي . همدارنگه د هغو سیمو ډېر پخواني او سېدونکي سلیمانیان څوک وو؟دغوسوالوته جواب ورکول د یوې بلي پروژي ایجاب کوي چي که ددغه مرکز دومره توفیق په برخه شي دا پروسه به هم د کوم محقیق په ذریعه بشړه کړي چي د پښتنو قبایلو تاریخي مېشت ځایونه، د لېږد تاریخونه، عوامل، په اجتماعي ډلود وېش موجوبات او داسي نور راو سپړي . د دې خبرواکثرا دلایل پرافسانوي او فکلوري داستانونوولاړدي”.
مثلا طالبې صاحب لیکي: دابدال په هکله ډېر افسانوي روایتونه هم شته چي د لته يې راخیستل بیځایه نه دي :روایتونه وايې چي دا سلامي د ورې په تاریخ کې لومړئ نامتوسړی چي دابدال= او دل په نامه یا دسوئ دئ د پښتني قبیلو مشر نیکه دئ چي د خپل نامتو کهول سره د سلیمان په غره کي او سېدی. دی د ترین زوی د خرښبون لمسئ او د سړبن کړوسئ دئ. او د ترین درې زامن وه، ۱ –ابد ل، ۲ – سپین، ۳ – تور. نوټ: دا خبره یې هم د علامه عبدالحي حبېبي له کتابه را اخېسېده.
دا خبره روښانه د ه چي ژبه د یوې ټولني، اجتماع او يوي کتلې خلگو په منځ کي راپیدا کيدای سي، هیڅ کله یوشخص خارج د ټولني څخه د ژبي لرونکي نه وي. کله چي د قیس عبدالرشيد زوی د کسي د غره څخه غوړي مرغې ته تلی پرلاره يې داشعر وایه:
د بیلتانه ناره مي وسوه پر کورباندي
نه پوهيږم چي به څه وي پیش په وړاندي.
دا ډېراو ږد شعردی. سوال دادئ چي څنگه په یوه ځل پښتون پيداسو؟پښتو ژبه په وجود راغله او خط پیدا سو، په دونه لوړو ادبیاتو پښتو شعر پیدا سو؟ولیکل سودا دی ترموږ راورسېدی. که دغه شعراوادبیاتو ته پام و کړو نو حتمي به سوونه حتی زرگونه کلونه پر پښتو لیک، پښتو ژبي تیرسوې وي.
د کابل مجلې۶۲۰گنه د شوروي سرچينوپه حواله وايې چي د ساکو(سهاکو)اصلي هیواد لرغوني افغانستان د هند وکش شا وخواوې دي. دهېرودوت په روایت “د سهاکو لومړی نیکه ترگیتای په یوه وچ ډاگ کې پیداشو، پلاريې اسمان او مور د سيند لور وه. د هغه درې زامن وشول چې مشر يې لوراکری، منځنی يې ارپوکطی او کشر يې کولکزی نوميده . . او د واړو وروڼو پاچهې خپل کشر ورورته ور پر یښوده. . “.
لیکونکئ:عجایبه خبره ده د اسمان او مځکي د زوی درې اولاده پاچهې ؟. ساکانو په بیلابیلو سيموکي پر اخې امپراتورۍ جوړې کړي وې او مشاهير او اتلان يې ماويس، زرینه، سپارگاتیس، روستم. . . یا د شوي دي. د دوی دامپراتوريو او مرکزونو د نومو په لړکې د پامیراو شا وخوا سيمو دگندارا لوېد یځ، تیان شان، پارتیانو پارفیانو، ارغنداو او ټکسلا نومونه ذکردي.
د استاد مولوی قیام الد ین خادم د معلوماتو له مخې”د کوشينو توتاخیل، موسيخیل، کوندرخېل، د وزبین، ميرعلي خېل، د پغمان او ميدان او ریاخېل، ابراهیم خېل، گدايې خېل، د کامې ابراهیم خېل، دسره رود خد رخېل کوچيان، د مقُر کاکر، د غزني اندړ، د کابل تره خېل، د گردېزتوتاخېل او ایدرخېل، د زابل او کندهار توخي، تره کي او هوتک او د کندهار ساگزي، سهاکزي، اسحق زي په سهاکوکې گڼل کیږي”.
ساک په تاریخ کې په د غو نومونو بلل سوي دي :ساک، سه، سئک، سای، سيت، سيک، سي وانگ، سا کاهی گراخاودا، ساکا، تیرای، پارا سوغدام او خورا ډېرونورونومونو. او لیکي چي تر میلاد ۱۰۰۰ کاله مخته او ۱۰۰۰ کاله وروسته د تورې بحیرې څخه د هند گجرات، کاټی اواره او د پامیرد لوړو څوکو څخه ورها پلو د کاشغر، ختن، نیانشان او سابیریا د۳۰۰کلن پر واقعیتو تکیه لیکلې تاریخ نلرو. پس ددې خبري سر هم درېاب ته رسيږی. کوم د مختلفو طایفو جدول چي ښاغلی پوهاند عبدالحي حبیبی په خپل تاریخ کي راوړی دی. هم ماته خیالي غوندي ښکاري.
۱ – ويدا: برهمن، کشتریه، ويسيه.
۲ – زردشتی او ستا :ا زروان، ارتیشتان، واستریوشان.
۳ – کيانی بلخی:سلم، تور، ایرج د فرید ون زامن.
۴ – سيکها:لیپوخائیس، ارپوخائیس، کولاخائیس.
۵ – پښتون:غرغښت، بیټنی، سړبند.
ددوی هریوه گروپ د پیدایښت سلسله چي بیان سوېده ماته افسانوي ښکاري. د هر یوه د اولادو شمېره تاک او درې، درې دي. او د مسلک د مخي هم په ټولو کي لمړی دا دارې سړي وي، دوهم د علم او اد ب او د رېم د جنگ سړي وي. د لته دغه بی فایدئ خبري نور نه شنم، زماپه باور دا د دښمنانو کار و چي له موږ څخه چالاک وه زموږ د کمزوري د پاره دا یې دا افسانې جوړي کړي دي.پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.