توبه څه ته وايي

735

توبه په لغت کې د تاب فعل مصدر دی، چې بيرته راګرځيدلو ته وايي، که وويل شي: چې فلاني له ګناه څخه توبه وکړه معنی يې داده چې له ګناه څخه راوګرځيد.

توبه د اعتذار د دغو لاندې درې ډولونو تر ټولو غوره او مهم ډول دی:

– عذر کوونکی له ګناه څخه بالکل انكار وكړي چې ما اصلا ګناه نه ده کړې، تهمت راپورې تړل شوی.

– چې ووايي: ګناه مې کړې خو ملامته نه يم او په دې سبب او له هغې وجې مې کړي.

– چې ووايي: ګناه مې کړې، ورباندې پښيمانه يم، بد مې کړي، بيايې نه کوم.

دا اخري درېيم ډول ته يې توبه وايي.

توبه په اصطلاح کې:
راغب الاصفهاني وايي: توبه په شريعت کې: د ګناه پريښودل د قباحت او منعه والي له وجې. او په تيره ګناه پښيمانتيا او بيرته په نه ورګرځيدلو جدي عزم او اراده. او نيک اعمال بيرته اعاده کول که يې نه وي کړي.

جرجاني وايي: توبه الله ته ورگرځيدلو ته وايي او له زړه څخه د بيرته ورګرځيدلو اراده لرې کول، او بيا د ټولو حقونو ادا کول چې حقوق الله وي او که حقوق العباد.

ځينې وايي: توبه په شريعت کې: په ګناه پښيمانتيا ته وايي، له دې وجې پښيمانتيا چې په شريعت کې ګناه او منعه ده، او ورسره داسې اراده کول چې که بيا پرې قادر شو نو بيرته به نه ورګرځي.
دلته يې پښيمانتيا ته د ګناه قيد ايښی چې ګناه ده، که څوک په يو شي له دې وجې پښيمانه شي چې جسم يا مال ته يې ضرر کوي نو دا بيا توبه نه ګڼل کيږي، مثلا که يو څوک شراب څښل پريدې له دې لپاره چې سردردي پيدا کوي، عقل ضعيفه کوي يا مال پرې مصرفيږي، نو دا سړی په شريعت کې توبه کوونکی نه دی.

د توبي شرطونه:
نووي رحمه الله وايي: توبه له هرې ګناه څخه واجبه ده، که چيرې ګناه د الله او بنده ترمنځ وي او د بندګانو د حقونو پورې تړلې نه وي نو د دې لپاره درې شرطونه دي:

1- چې ګناه (د ګناه له وجې) پريږدي.

2- چې په کولو يې پښيمانه شي.

3- عزم او جدي قصد کول چې هيڅکله به بيرته نه ورګرځي. د دې درې شرطونو که کوم شرط پاتې شو نو توبه يې صحيح نه ده.

اوکه ګناه د بنده حق پورې تړلې وي نو بيا څلورم شرط ور اضافه کيږي هغه دا چې:

4- د بنده له حق څخه به ځان پاکوي، که مال وي بيرته دې ورکړي، که د تهمت حد يا بل څه وي نو ځان دې ورته د انتقام لپاره وسپاري يا دې ترې عفوه وغواړي، که غيبت يې کړی وي نو خبر دې کړي او بښنه دې ترې وغواړې، دا په دې شرط چې د فساد او غټې لانجې ويره نه وي.

او بنده بايد له ټولو ګناهونو توبه وباسي او که له ځينو يې توبه وکړه توبه يې په همدې ځينو کې صحيح ده.

د توبې وخت:
توبه له ګناه کولو وروسته هر وخت قبليږي، خو ښه داده چې له ګناه پسې متصل توبه وايستل شي، که وروستوالی پکې راغی هم قبليږي، خو په لاندې درې وختونو کې نه قبليږي.

1- چې د ژوند څخه نا اميدي واقع شي، مرګ راشي او روح تر مرۍ ورسيږي، الله تعالی فرمايي: {وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الْآنَ} [النساء: 18].

او هغو كسانو لره توبه نشته (نه قبليږي) چې تر هغه بد كارونه كوي ترڅو چې د دوى يو نفر ته مرګ ورحاضر شي (او يقين يې راشي چې ضرور مرم، نو په دغه وخت كې) ووايي چې: يقينًا زه همدا اوس توبه وباسم.

2- چې ع‍ذاب راشي، الله تعالی فرمايي: {فَلَمْ يَكُ يَنْفَعُهُمْ إِيمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا} [غافر: 85]. كله يې چې زموږ عذاب په سترګو وليد نو (په دغه وخت) کې دوی ته خپل ايمان ګټه و نه رسوله.

3- چې لمر له مغرب له خوا راوخيژ‌ي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: الله پاک د بنده توبه تر هغه قبلوي چې لمر له مغرب څخه لا نه وي راختلی. رواه مسلم

د توبې طريقه:
هر هغه څوک چې غواړي توبه وباسي نو اول دې اودس وکړي بيا دې دوه رکعته لمونځ وکړي بيا دې له الله څخه بښنه وغواړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: هر هغه بنده چې ګناه وکړي بيا په ښه طريقه ځان پاک کړي (اودس وکړي) بيا دوه رکعته لمونځ وکړي او له الله څخه بښنه وغواړي نو الله به ورته بښنه وکړي. رواه ابو داود

د نصوح توبه څه ته وايي؟
الله تعالى فرمايي: {يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا} [التحريم: 8]
اى هغو كسانو كومـو چې ايمان راوړى! تاسـې الله ته سوچه (ريښتينې او اخلاصي) توبه وباسئ (او رجوع ورته وكړئ).

جرجاني وايي: د نصوح توبه هغې توبې ته وايي چې سړی جدي عزم وکړي چې هيڅکله به زه داسې ګناه ته بيا نه راګرځم.

ځيني وايي: چې هغې توبې ته وايي چې توبه کوونکې ښکاره او پټ د ګناه ټول اسباب پريږدي او هيڅ اثر يې پاتې نشي. او يوازينۍ همدا توبه ده چې بنده ته کاميابي وربښي.

ځيني وايي: د نصوح توبه هغې توبې ته وايي په كومه كې چې ذكر شوي څلور شرطونه راټول شوي وي.

توبه له څه شي ويستل کيږي؟
توبه له دوه ډوله ګناهونو ويستل کيږي، يو ته ترک المآمور وايي بل ته فعل المحظور وايي.

ترک المآمور هغی ګناه ته وايي چې واجب يا فرض عمل پريښودل شي، لکه مثلا، لمونځ نه کول، روژه خوړل، زکات نه ورکول او داسې نور.

فعل المحظور هغې ګناه ته وايي چې انسان يو منع شوی عمل وکړي، لکه مثلا: شرک، قتل، زنا، حرام مال خوړل او داسې نور.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.