په واده کې د ناوې سپینې جوړې اغوستولو تاریخ

شېبه ګهیځ

652

آیا تر اوسه مو فکر کړی، چې ناوې په واده کې ولې سپینه جوړه اغوندي؟
له ۱۹ پېړۍ مخکې د واده جامې بیلابیل رنګونه لرل او داسې ثابت رنګ یې نه و. ډیرې وخت له ژیړ، نیلي، قهوه یي او یا هم له تور رنګونو څخه د واده جامې جوړېدې.
نو لامل څه و، چې په ډېری اروپایي هېوادونو او افغانستان کې ناوې سپینه جوړه اغوندي؟
ښه ده چې یو ځل په بریتانیا کې د ملکه ویکتوریا دورې ته لنډ نظر ولرو. کله چې ملکه ویکتوریا په ۱۸۴۰م کال له شهزاده البرت سره د واده پرېکړه وکړه؛ دا هغه وخت و چې ډېرۍ شهزادګۍ او ملکې په خپل ودونو کې درانه او رنګینې جامې اغوستې. ویکتوریا پرېکړه وکړه چې د رنګینې او درنې جامې پرځای دې سپينه او ساده جوړه واغوندي او د الماس تاج پر ځای دې ساده د ګلانو تاج په سر کېږدي. د ملکې دا کار ټول حیران کړ؛ خو هغې د ټولو په ځواب کې وویل:”چې زه غواړم د یوې نجلۍ په صفت واده وکړم نه د یوې ملکې په توګه”.
د ویکتوریا دغې پرېکړې د فیشن په نړۍ کې ستر انقلاب و، چې د هغې له حکومت درې پېړۍ وروسته نن هم سپینه جوړه د ناوې جوړه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.