مور

یوسف هېواد دوست

426

لا ډېر کوچنی وم ،ښايي ۱۳۴۸ کال به و ،خو دومره مې ياديږي چې د پاچا ظاهر بابا واکمني وه او زه د ښوونځي تر څنګ راډيو افغانستان ته هم تلم او هلته مې کوچنيانو او تنکيو ځوانانو په خپرونو کې او تمثیل په شعبه کې همکاري درلوده .اصلي خبره دا ده چې زه هماغه وخت د نوميالي ليکوال ماکسیم کورکي له نوم او د هغه له ډېر لوړ اثر ( مور) سره اشنا شوم خو دغه په زړه پورې اثر مې هغه وخت بشپړ ولوست چې تر دې دمخه د يو شمېر نورو مخکښو کيسه ليکونکو او ناول ليکوونکو لکه غوث خيبري،امين افغانپور. ،نورمحمد تره کي او يو شمېر نورو کيسې او ناولونه لوستل راپيل کړي و .د هغه وخت د راډيو افغانستان فضا او محیط همداسې فرهنګي او زدکړيال محيط و او له هغې ډلې کتاب لوستل او يو بل ته يې تبادله .
د (( مور)) ښکلی اثر مې هم له همدې برکته ولوست او هماغه کتاب مې تر اوسه ساتلی او ان دلته ډنمارک کې هم هماغه نسخه راسره ده چې تاسو يې دلته انځور ګورئ.
اما د ماکسیم کورکي په باب:
اصلي نوم يې الکسي پشخوف دی ( ۱۸۶۹-۱۹۳۶) ،خو هغه تل خپلې ليکنې د ماکسيم کورکي په مستعار نوم ليکلې چې په همدې نامه مشهور شو .
کورکي په روسي ژبه کې د ( تريخ) په معنی دی او الکسي پشخوف دغه نوم ځکه ځانته ټاکلی و چې هغه ډېر بد او تريخ ژوند تېر کړی و .د ده کورنۍ يوه بېوزله کورنۍ وه او هغه په ماشومتوب او ځوانۍ کې د نورو په هټيو ،نقاشۍ،موچيګرۍ،بڼوالۍ او فابريکو کې په سخت کار اخته و او همداسې له ( تريخ ) ژوند سره رالوی شو نو ځکه دغو ټولو دردونو هغه ته قلم په لاس ورکړ چې د بېوزلو ژوند انځور کړي ،کټ مټ همدغه ځانګړنې د نورمحمد تره کي په آثارو کې هم ګورو.
د ګورکي د کيسو اتلان د بېوزلو له ډلی قهرمانان دي .
د ( مور ) کتاب يو له همدغو شاهکارونو څخه دی .ګورکي په دې اثر کې د کارګرانو تريخ او له ناخوالو ډک ژوند انځوروي ،د کارګرانو بیداری او پاڅون د کرښو له لارې انځوروي او ښيي چې څنګه کارګرانو له خپلو لاسونو او پښو ور اچول شوي زنځيرونه شلوي .
هیله لرم دغه اثر تر ستاسو ځيرکو سترګو هم ورسیږي

( یوسف هېواددوست -افغان غږ راډیو -ډنمارک)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.