افغانستان کرکټ بورډ د دويم پړاو زرغون افغانستان جام د پيلېدو خبر ورکړ  

511
  راپور: محمد مبين هڅاند (دعوت مېډیا ۲۴)
  د افغانستان کرکټ بورډ د زرغون افغانستان جام دویم پړاو سیالۍ پیلوي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه په خوست ولایت کې پیل شي چې د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په خوست ولایت کې دوام ومومي.
د یادو سیالیو په لومړي پړاو کې، چې تېر کال ترسره شو، درې لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز، ګډون درلود خو د افغانستان کرکټ بورډ د جونیر چیمپینز په نوم څلورمه لوبډله هم یادو سیالیو ته اضافه کړې چې پکې به د هېواد د نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي برخه ولري ترڅو د هېواد د ملي لوبغاړو ترڅنګ ولوبېږي او د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ راتلونکو سترو د اسیا او نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی ونیسي.
د تېر کال په څېر دغه سیالۍ یو ځل بیا په یو ورځنۍ بڼه ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله په لومړي پړاو کې دوه ځلې له نورو لوبډلو سره مخ شي او د ۱۹ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ټولې ۱۳ سیالۍ وشي چې وروستۍ پایلوبه به یې د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره شي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.