د پوستکې لاندې غوړینې غوټې

587

دې ډول غوټو ته چې په تصویر کې ئي لیدلی شئ ، په طبي ژبه لایپوما lipoma وئیل کېږي .

سبب د انسان د پوستکي لاندي په طبیعي ډول د غوړ یوه طبقه شتون لري . کله ناکله یوه یا څو حجرې د خپل طبیعي نشونما په بهیر کې ، له اندازې ډیره غټیږي . خو دا چې ولې داسې کیږي ، تر اوسه څوک پرې پوه شوي ندي .

دا غوټه یا غوټې څنګه پیژندلی شو

1 – د غوټي اندازه معمولا د 2 سانتي متره په شاو خوا کې وي خو کله هم تر دې کوچنۍ یا ډیره غټه شي . دا غوټه په دوامدار ډول نه لویږي ، یعنی کله چې تاسو داسې یوه غوټه ولیده ، د هغې اندازه تغیر نکوي . دا غوټې درد نلري ، خو که د هغو موقعیت د عصبي ریښې له پاسه واقع شوی وي ، کیدی شي لږ شانتې درد هم ولري .

2 – دا غوټه ډیره کلکه نه وي او د رابر غوندې محسوس شي . که غوټه پخپلو ګوتو باندې د پوستکي لانې و خوځوئ ، د حرکت وړ ده ، معنی دا چې غوټه پر پوټکي او یا نورو انساجو کلکه موښتې نده .

3 – د غوټې د پاسه پوستکې کاملا نارمل وي . دا غوټي کیدی شي د بدن په هرځای کې دننه په ګيده ، د ملا دتیر شاوخوا ، غاړه ، بازو ، مړوند ، ورون او په خلص ډول په هر ځای کې چې غوړ موجود وي ، رامنځ ته کیدای شي ، خو هغه چې د پوستکي لاندې دي ، تاسو ئي لیدلی او لمس کولی شئ . ددې غوټو lipoma شتون د وینې د غوړ سره هیڅ تړاو نلري .

تشخیص ستاسو ډاکټر کولی شي چې دا ډول غوټی په آسانۍ سره وپيژني . خو که شک موجود وي ، دالتراسوند معاینه توصیه کېږي .

درملنه په عمومی ډول دا غوټې lipoma بی خطره دي او درملنه نغواړي . داسې دوا یا ملهم نشته چې دا غوټه له منځه یوسي .

که تاسو د شایست له نظره دداسې غوټو درملنه غواړئ ، نو کیدی شي ستاسو ډاکتر هغه د موضعي بیحسې په مرسته عملیات کړي . په ډیرو اثتثنائي واقعاتو کې دا ډول غوټې دیره نشونما کوي چې د liposarcoma په نامه یادېږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.