غزل

عبدالخالق کونړی

323
راپاڅيږه دا غږ وکه افغانه، ضرورت دی
يه خدايه زمونږ امن ته بې شانه، ضرورت دی
لاسونه رب ته پورته که انسانه، ضرورت دی
يه خدايه زمونږ امن ته بې شانه، ضرورت دی
د جنګ په اور راوڅاڅه اسمانه، ضرورت دی
يه خدايه زمونږ امن ته بې شانه، ضرورت دی
راځه خپلو کې کينو طاليب جانه، ضرورت دی
يه خدايه زمونږ امن ته بې شانه، ضرورت دی
راتم شه د کوچنو سترګو بارانه، ضرورت دی
يه خدايه زمونږ امن ته بې شانه، ضرورت دی
پوره شه د وړو بچو ارمانه، ضرورت دی
يه خدايه زمونږ امن ته بې شانه، ضرورت دی
راجيګ شه راژوندی شه باچا خانه ضرورت دی
يه خدايه زمونږ امن ته بې شانه، ضرورت دی
پښتونه کونړیه تاته ځوانه، ضرورت دی
يه خدايه زمونږ امن ته بې شانه، ضرورت دی

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.