د الله تعالی په اړه د ځینو غربي فیلسوفانو نظرونه

سید اصغر هاشمي

439

سنټ اګوستین وايي:
که څه هم زموږ معلومات لږ او محدود دي، خو بیا هم پر دوو څیزونو باور لرلای شو. لومړی دا چې موږ شتوالی لرو. دویم دا چې فکر کوو او دا دوه روښانه حقیقتونه، زموږ فکر د یوه بل حقیقت پر لوري بیايي، چې هغه د خدای شتوال دی. هغه خدای چې د هر ژوندي وجود جوهر دی. هغه ته یې تن ورکړی، په تن کې یې اروا ورپو کړې او د فکر کولو توان یې پرې لورولی دی، خو خدای په خپله تن نه لري، هغه یوه داسې اروا ده، چې نه مکان لري او نه زمان. په خپله د زمان او مکان، لمر او ستورو او هر هغه څه چې پر ځمکه تیت پراته دي، خالق دی.
له دې امله د انسان اروا «هغه ملکوتي وجود دی چې د ځمکې پر مخ یو لنډ سفر لري.» زموږ اروا یو وخت د ابدیت د ښوونځي یو څو زده کوونکي دي، هغوی د نړۍ کتاب مخې ته نیولی او د دې خاورینې ځمکې ټول مخلوقات د هغوی وسایل او د کار سامان الات دي. کله چې دا زده کړه بشپړه شي، زموږ اروا دا کتاب بندوي او اوسني لوازم یوې خوا ته ږدي، ځکه نور ورته اړتیا نه لري او ځانونه د یوې بلې راتلونکې دورې لپاره تیاروي. دا چې په بله دوره کې به په کومه بڼه را څرګندېږو، بې خبره یو، خو په دې ډاډ لرو چې تر اوسنۍ بڼې به غوره وضعه ولرو. د خدای په ښایسته طرحه کې به هر څه غوره او ښکلي وي.
د دې طرحې اصلي موخه د معلوماتو بشپړتیا او له دې خاورینې نړۍ څخه «خدايي مدینې» ته تګ دی.) (په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۱۰۵ـ ۱۰۶)
سنټ اګوستین زیاتوي:
دا خاورین ښار په زمان کې موجود دی او د «خدای مدینه» په ابدیت کې. ابدیت څه دی؟ اګوستین وايي: «ابدیت د زمان د ډېرېدو او اوږدوالي په مانا نه دی او په حقیقت کې له زمان سره هېڅ ډول اړیکې نه لري. زما، له تېر څخه راتلونکي ته یو مادي امداد دی، پیل او پای لري.
ابدیت یو مانیز (معنوي) او بې پایه امر او تل په اوسني حال کې دی. غالباً پوښته رامنځته کېږي: «خدای تر پیدا کېدو مخکې څه کول؟» اګوستین ځواب ورکوي: په ابدیت کې د مخې او وروسته په اړه بحث بې مانا دی. په بله وینا، تر هغه مهاله چې موجود نه وي، زمان هم نه شته، چې موضوع تر څېړنې لاندې ونیول شي، ځکه نو د مخلوقاتو تر پیدا کېدو مخکې پرې بحث کول هم کومه ګټه او مانا نه لري.
خدای زمان د مخلوقاتو تر پیدا کېدو وروسته پیدا کړی دی. له دې ټولو سره ـ سره، اګوستین اعتراف کوي چې د دې رښتینولۍ د بیانولو لپاره د انسان ژبه بېوسه ده.
که په دې هڅه کې شو چې نا څرګند او نامحدود عقاید په څرګندو او محدودو تورو بیان کړو، یوازې به مو خپل ارزښتمن وخت عبث تېر کړی وي. خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې زموږ محسوسه نړۍ یوه محدوده دنیا ده، داسې یوه نړۍ چې له ټولو مخلوقاتو سره د زده کړې د کتاب او د هغه د اسبابو او لوازمو بڼه لري، نو زموږ اروايي نړۍ یوه لایتناهي او نامحدوده نړۍ ده. داسې یوه نړۍ چې زموږ تر اوسني ښوونځي ډېر لوړوالی لري. هغه مهال چې پر ایمان، ځان تېرېدنې او د مینې پر حقایقو فکر کوو، کولای شو چې له دغو سوړو لایتناهي نړۍ ته وګورو، د خپلې اروا د ابدیت هغې نړۍ ته چې له خدایي اروا سره یو ځای شوې ده. موږ دا توان نه لرو چې د ایمان په ژوروالي ځان وپوهوو او یا د ځان تېرېدنې لوړوالی اندازه کړو او یا د مینې حد او پوله وټاکو. دا حقایق «د خدای نازل شوي اشارات» دي چې زموږ د اروا په نامحدودوالي او د ژوند پر ابدیت باندې رڼا اچوي.
اګوستین ښکاره نړۍ د محدود اسفنج په توګه ویني او د اروا نړۍ د یوه پراخ او ناپایه سمندر غوندې ورته ښکاري. که څه هم دا یوه زړه وړونکې ستاینه ده، خو په منلو کې یې باید احتیاط وکړو، ځکه هم تر اسفنج او سمندر دواړو، مادي پولې راتاوې دي. د خدای تلپاتې او بې پایه اروا خپلواکه ده او دا ډول پولې نه پېرني.) (په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۱۰۶ـ ۱۰۷)

[۲]
ابن میمون وايي:
تر هر څه د مخه باید ایمان ولرو او خالق وپېژنو، خو نه هغه خالق چې جسماني شتوالی لري او لکه ژوندي تر اسمان د غوره وجود په توګه ستایل شوی وي، بلکې هغه خالق چې مطلق قدرت دی، د عدل جوهر دی او د هماهنګۍ رامنځته کوونکی. خدايي عقل زموږ د پیدا کېدو لامل شو او د هغه خیر موږ ته پناه راکړه. خدای تلپاتی او هستي ازلي او ابدي قانون دی.
دا هغه سندره ده چې موزیکونه ورڅخه زېږي. هغه حقیقت دی چې خوبونه له هغه څخه علمي بڼه نیسي او هغه پیل دی چې نړۍ ورڅخه پیدا شوې او دا هغه اروا ده چې پر پیغمبرانو یې پاکي او سپېڅلتیا ور لورولې ده.
د هغه رښتینی جوهر چې پیغمبران یې نورو ته ور ښودل غواړي، دا دی چې: «ټول بنیادمان ځان لري او ژوند تلپاتې دی او هېڅوک نه مري».
دا څرګندونې موږ د ابن میمون د فلسفې یوې بلې برخې ته بیايي، یانې له ایمان څخه باید امید ولرو او پر دې چې تر مرګ وروسته ژوند شته او هغه ژوند ته باید هیله من و اوسو. ابن میمون پر خدای او تلپاتیوالي باندې زموږ ایمان اصلاح کوي او وايي: «له تلپاتې توب څخه دا مانا نه ده چې موږ خپلې هیلې او جسماني غوښتنې ډېرې کړو، بلکې خپل وجود باید په خپل وجدان او نړیوال منشور کې ووینو او د خدای په مطلقه هستۍ کې یې محو کړو. هر ژوندی د خدای فکر او قدرت څرګندوي چې د زمان پر پاڼه مهر شوی دی.) (په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۱۱۵)

[۳]
سپینوزا وايي:
خدای پاک د تلپاتې ژوند په بهیر کې د نړۍ یووالی تعبیروي. له هغه ځایه چې موږ د تن په زندان کې بندیان یو، کولای شو چې پر دې ابدي او الهي ژوند باندې یو ځعلنده نظر واچوو. سپینوزا وايي چې همدا لنډ او روښانه نظر د هغه حقیقت د موندلو لپاره بس دی چې موږ په دې وپوهوي خدای، انسان او نړۍ یوازې یوه ده او بس!
دا فلسفه چې په «وحدت الوجود» مشهوره شوې ده، په دې مانا ده چې خدای په موږ کې وجود لري او په موږ کې هر یو د هغه د ذات یوه ځلا یو.
هغه کینه چې د عقایدو د تفتیش مامورین یې ښيي، هغه درد او رنځ چې د نري رنځ (سل) په ناروغ (اخته انسان) یې زغمي، یاس او نهیلي چې د یوه ناکامه مینې زېږنده وي، د مرګ را رسېدل، دا ټول هغه تېرېدونکي سیوري دي چې د خدای پر څېره لوېږي.
د خدای اصلي جوهر نور دی. یو تلپاتې او ابدي نور. د انسان تن د الهي جوهر یوه برخه ده، داسې لکه د انسان اروا چې د خدای له اروا څخه ګټه اخلي، خو نه ښايي چې خپل کمزوری ادراک (پوهه) له الهي بې پایه پوهې سره یو ځای وګڼو او تېروتنه وکړو. نړۍ زموږ د هر یوه په غوښتنه نه، بلکې نړۍ د خدای په اراده او الهي مدرک اداره کېږي.) (په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۱۷۷)
سپینوزا زیاتوي:
زموږ ټولو په وجود کې په غریزي توګه یو ډول خدايي مینه پرته ده. په بله مانا د خپل همډوله په وړاندې یو ډول د ورورۍ احساس کوو چې په حقیقت کې په ابدي ښوونځي کې زموږ د زده کړې او تعلیم احساس دی. زموږ په غوره تن کې، زموږ د وجود په الهي برخه کې یوه «لایتناهي» مینه پرته ده او هغه څوک چې په غور سره په خپل دې الهي جز باندې پوه شي، خپل ځان په دې «لایتناهي مینه» کې چې د خدای له وجود څخه سرچینه اخلي او ټول موجودات په خپله لمن کې رانغاړي، محصور ویني.) (په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۱۷۸)

[۴]
روسو وايي :
که د زړه امر ته غوږ کښېږدو، ټول به یو دین ته راواوړي. داسې یو دین چې د ټولو لپاره به نېکمرغه وي. په دې دین کې به د طبیعت مینه، مساوي حقوق او له قشري عقایدو څخه خلاصون نغښتی وي. دغه او دې ته ورته افکارو د فرانسې په محافظه کارو رهبرانو کې یې ازانګې خپرې کړې، د بم په څېر وچاودېد او درباریانو او د کلیسا مشرانو پر روسو له دې کبله یرغل وروړ، چې ویلي یې وو: «خدای خپلو ټولو بندګانو ته په یوه سترګه ګوري» ځکه دې وګړو خپل ځانونه تر نورو خلکو خدای ته نژدې او د درجې خاوندان ګڼل. روسو هیله درلوده چې نړۍ تر یوه واحد بیرغ لاندې راولي او زړونه د ایمان په رڼا روښانه کړي. (په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۱۹۰)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.