!د ابن سينا په اړه لنډ معلومات

حسام الدين حسام

952
پوره نوم يې:
ابو علي الحسین بن عبدالله بن الحسن بن علي بن سینا البلخي البخاري په (ابن سینا) مشهور ؤ، فارسي نژاده مسلمان عالم او طبیب ؤ.
او همدارنګه په طب او فلسفه کې يې ډير شهرت درلودی.
نوموړی په ما وراء النهر بخارا (اوسني ازبکستان کې) ته نږدې د افشنا په کلي کې زيږيدلی ؤ.
ابو علي سینا په اصل کې افغان ؤ پلرنی ټاټوبی يې بلخ ولايت مزارشريف (اوسنی افغانستان) دی، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په بخارا کې وکړې
نوموړی په ​​۳۷۰ هجري قمري (۹۸۰ ميلادي) کال کې زیږیدلی او په ۴۲۷ هجري قمري (۱۰۳۷ ميلادي) کال کې په همدان (اوسني ایران کې) وفات شوی دی.
هغه د مشر شیخ په نوم پیژندل کیده، او لويديځوالو هغه د ډاکټرانو د امير او په منځنيو پیړیو کې د عصري طب پلار بولئ.
هغه په ​​مختلفو موضوعاتو باندې 200 کتابونه لیکلي دي، چې ډیری یې په فلسفه او طب باندې تمرکز کوي.
ابن سینا په نړۍ کې د طبابت په اړه د لیکلو کتابونو د لومړنیو کسانو څخه شمیرل کیږي.
او هغه د ابقراط و جالينوس طریقه تعقیب کړي وه.
د هغه ترټولو لوی کار په طب کې د ( القانون في الطب) کتاب دی چې په پرله پسې توګه د اوو پیړیو لپاره په اروپايي پوهنتونونو کې تدریس شو.
ابن سينا لومړنی کس ؤ چې د مثانې د تیږو، رواني ناروغۍ، ژيړی او داسې نورو لوی امراضو علايم يې وښودل.
ابن سینا د عصري طب بنسټ ایښودونکی و چې په آخر د عمر کې په بې دینۍ مرتکب او مرتد اعلان شو.
حسام الدين حسام
۱۴۰۲/ د ثور ۲۵
هلمند لښکرګاه ۷ حوزه صافيان

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.