پر ادبیاتو خبري

409
مونږ لا اوس هم د هري علمي او ادبي موضوع د تاریخي ريښې د شنني او ارزوني چاره د یوناني علومو له دريڅې شنو، اوډېرکله مو حواله هم د پوهي پردې لرغوني کان ورکوو داسي ولي کوو؟ داځکه چې هغوی د سقراط، افلاطون، ارسطو… په څېر پوه او عالم نابغه ګان لري، هغوی د پوهي اومعرفت د اکاډمیکونو باغونو داسي تل پاته وني کښېنولي چې دنیايې له ميوو اوښکلاګانو فیض اوحکمت اخلي، دوی د انساني ژوند د ټولو اړخونو اړتیاوي، ستونزي، هیلي، دردونه او غمونه، سوکالی اوخوشحالی… په خورا ځيرنه او څارنه ترنظرلاندي نیولي اوشنلي دي، دوی د انساني رنځ هردرد ته نسخه او درمل وړاندي کړي دي اوبلاخره دوی د انساني ژوند دواړي خواوې یعني هم روحي او هم جسمي ماهیت په نظرکې نیولی دی، د بېلګي په توګه د یونان د فکراو کمال سړی عاقل فلیسوف سقراط خپلو خلکوته وايې چې تاسو وشرمېږی! یوازي په دولت، عزت اوشهرت پسې مه ځی بلکه خپلو روحونوته پاملرنه وکړی، سقراط فلیسوف وو ولي! داسي فلیسوف چې د خپلو خلکوسره يې خپل دا فلسفي فکر ګډ کړی وو، خلکوته يې دا شعور ورکړی ووچې عقل د ژوند د انتظام اوتدبير طناب دی، خلکودده فکر هضم کړی وو نوځکه يې فلسفي فکروته لېوالتیااورغبت زیات وو او فلسفه يې د علومو مور بلله، فلسفه چې نوم يې انسان ته د يو پېچلي اومبهم علم تصور تلقینوي خو د یونان عام خلک د سقراط له برکته دومره دلچسپي ورسره پيداکوي چې د خپل عملي ټولنیزژوند سره يې همغالي اوشریکوي او د پوهي د روښانه ډيوو په لا ځلولو او بلولو کې ورسره د پام وړ ونډه اخلي.
د یونان د فکر خلک خپلو ولسونو ته د ادبیاتو په نرمه ژبه نور علوم هم رسوي او خپلو خلکوته د شعر، حماسې، ډرامې، کوميډی… په جادويې هنرکې د نورو علومو د درک کولو او کسبولو فکر، تنده اوتلوسه ورپيداکوي، او ددې نرمي او ساحرانه وسيلې څخه په ګټني د پوهي او عرفان د جاویدانه څراغونو رڼا آن نړی ته لاتراوسه ورکوي.
ددې يادوني او مثال راوړني څخه زما مراد زمونږ د وطن په ادبیاتوکې د ولسي شعور د بیداری او عمومي ټولنیز ژوندانه د اغیزمنتیا او سلامتیا له زاوې منتقدانه جاج اخستل دی، زمونږ ادبیات د افغان انسان د ژوند د سوکالی او ښېرازی لپاره څه لري، زمونږ ادبي دنیا د مادي دنیا په فکري اوشعوري برخه کې څومره اوڅرنګه مطلوب بدلون راوستی دی؟
د ملالي د ټپي جادويې او انقلابي اغیز مو د هر ادبي ياداښت د سرټکی اود خیال او ویاړ مثال دی!
دا خو یو حماسي او جنګي نمونه ده، چې د اغیز اوتاثرانځور يې د تاریخ د سینګارټېک دی، بحث دادی چې زمونږ د اوسنیو ادبیاتو ژبه اوپېغام د اوسني وخت افغان انسان ته څومره روښانه او دلچسپه دی، زمونږ اوسنی ادیب د خلکو د عام ژوند سره څومره نېږدې فکراوحِس تجربه کوي؟ زمونږ ادبیات څومره د خلکو په عام ژوند کې شریک اومحسوس دي؟ زمونږ ادبي تخلیق څومره د خلکو د ټولنیز شعور درک ته چمتودی اود عامي ټولني د ژوند په رګوکې يې څومره شتون جریان لري؟ زمونږ ادبي تولید د خلکو لپاره دی او که د ادبي حلقو د ګډونوالواوبرخه والو؟ يوازي ادیب پرې پوهيږې که د کلي دهقان هم خپل هيلي، تخیلات او روحي دنیا پري تسکینوي؟ د وطن ملي ادبیات د ملي شعور په لوړتابه او ويښتابه کې څومره اوڅرنګه رول لوبوي؟ د ملي هینداري په څېر زمونږ د فلکلور ژبه ولي نوره اوهغسي ونه ږغېده؟ زمونږ د ملي روان نبض ولي په ادبي سنج نه معاینه کوو؟ زمونږ ادیب ولي د خپل ولس روحي دنیا ته د تسکین ورېښمینه ادبي نسخه نه وړاندي کوي؟ زمونږ د فکراوشعور روان مسلسل رنځ ولي نه دوا کېږي؟ زمونږ ادب ولي نه ولسي رنګ خپل کړ اونه يې نړیوال دريځ ته لار وموندل؟ آيا د ادب تولید يوازي د ادیبانو لپاره دی؟؟؟
زه د ملي ادب د پرمختګ او ودي ځیني استثنايې هڅي نه هيروم، هرقلمي اوفکري ګام ته ارزښت او قدر ورکوم، ولي په دې ملي رسالت کې يې کچه اونډه ډېره لږ ګڼم، او د ډېرزیات کار اوډېري لويې تشي د ډکولو اړتیا پکښې محسوسوم، په پورته يادوني کې زه نه غواړم چې پرتله وکړم، زماموخه داده چې د علم اوپه خاص ډول ادب چې د پوهي او معرفت يوه غوره او اهمه برخه جوړوي پرولسي اوټولنیز مثبت رول بېلګه وړاندي کړم يونان ولي د پوهي اوفکر د صادراتو نړیوال ګدام دی؟ داځکه چې علم او ادب يې د عامو خلکو او پوهانو ترمنځ ګډ اوغاړه غړی دی.
که مونږ د ولس د روح سره خپل د فکراوقلم ژبه مشترکه او یوه کړو آيادابه مو د ملي ويښتابه د مطلوب مراد د حاصلو ښه تجربه نه وي کړې؟؟؟
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.
٢٥\٢\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.