غزل

ګل رحمن رحماني

427
لاړې د راتلو کيسه دې ونه کړه
ګله د اغزو کيسه دې ونه کړه
سترګو کې ساتې ابراهيمي مينه
وسوې د لمبو کيسه دې ونه کړه
ستا د رېژېدو کيسه، کيسه شوله
هو؛ د غوړېدو کيسه دې ونه کړه
ډېره موده وروسته مخامخ شولو
واخيستې سلګو کيسه دې ونه کړه
وچ شوم، پاڼې پاڼې د هوا شومه
خير که د اوبو کيسه دې ونه کړه
نور شوې پر رنګينو اينو پرېوتې
سيند شوې د څپو کيسه دې ونه کړه
١٤٠٢، د غويي ٢٧مه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.