هغه راهب چې خپل فراري موټر یې خرڅ کړ

نقیب احمد قریشي

760

لیکوال: رابین شرما

ژباړن: جبار فراز

لیکنه: نقیب احمد قریشي

   “یو داسې په زړه پورې داستان چې هم به زدکړه ځنې وکړئ او هم به خوند پر واخلئ” پاولو کویلو.

   د ځانجوړونې دا آثر د نړۍ په ۷۰ ژبو ژباړل شوی، چې دا مهال په ۵۰ هیوادونو کې ۵ میلیونه ټوکه پلورل شوی دی.

   کتاب د ژوند او شخصیت جوړولو لارې چارې راښيي، خو د لیکنې طرز یې کیسه ییز شکل لري چې بیا هم پر یوه وخت دوه خونده ځنې اخیستلای شو.

دوه ملګري او مدافع وکیلان “جولیان” او “جان” د مکالمې په شکل یو سیده و ساده؛ خو عالي پوهاوی وړاندې کوي.

جولیان د خپلې سربدالې نړۍ څخه تښتي، د هند او کشمیر په غرونو کې ګرځي، د هغه ځای له فرهنګ او خوشحاله خلکو څخه اغېزمن کیږي، هلته ځينې عادات را خپلوي او ځینې له ځانه توږي.

   مخکې تر دې سفره دی د لږ عمر و؛ خو کارونو او سټرېس هغه په یوه زاړه عمرخوړلي اړولی و او د ژوند له خوږو یې بې برخې کړی و، خو تر دې سفر وروسته بیرته راستنېږي چې خپل نژدې ملګری ـ جان یې هم نه پېژني ځکه په ډراماتیک شکل د هغه څېره روښانه

کیږي، حتا پر سل کلنۍ یې هم مرګ د وژلو اراده نه درلوده.

بیا جولیان خپل ملګري چې د ده پخوانی حالت یې خپل کړی و، ژوند ورښیي او د خپل سفر خورا نادرې تجربې ورسره شریکوي.

   لنډه دا چې په دې کتاب کې د نظم و ډیسپلین، ځاجوړونې، پلان، روحي هوساینې، هدف درلودلو او په ټوله کې د خورا ښه ژوند لارې ـ چارې راښيي.

   د دې کتاب ښه والی او بهتروالی دا دی چې د ښه ژوند د لارو چارو د ښودلو لپاره لیکوال رابین شرما په کیسه ییز نثري سبک لیکلی دی او ملګري جبار فراز په داسې شکل پښتو ژبې ته را ژباړلی دی چې لوستونکی فکر کوي چې دا به یوه ژباړه نه وي؛ بلکې خپله به د پښتو ژبې يو لیکل شوی آثر وي.

   تاسې د ژوند جوړونې دا بیخې لوی شهکار خامخا او حتمې ولولئ!

دلته مې له دې کتاب څخه د مطالعې پر مهال ځنې یاداښتونه را اخیستې دي؛ ویې لولئ!

ــــــــــــــــــ

لومړی:

– پر فریم د چرچل وینا لیکلې وه چې د حال په ژبه یې د جولیان په شان د یوه کس انځور وړاندې کاوه:

“نن هیلو ته رسېدلي او پر خپل برخلیک بریالي شوي یوو، یعني زموږ پر اوږو را ایښودل شوی پېټی راباندې دروند نه دی. مانا اضطراب او د هغه لومې مو له زغمه نه دې وتلي. که مو پر خپله هڅه او نه ماتېدونکي هوډ باور درلود، نو بریا به هم (نه!) راته و نه ویلای شي”.

ــــــــــــــــ

دوهم:

– کریشنان وویل:

ژوند مې د هوایي بریدونو، اوږدو تمرینونو ته ورته و او ډېر سخت ځني ستړی شوی وم.

اخیر مې سر خلاص شو چې هره دنده مې د نورو چوپړ او د نړۍ په بدلونونو کې تر خپله وسه برخه اخیستنه ده.

اوس مې ژوند تر وروستي بریده نورو ته پر ورکړه ولاړ دی. شپه و ورځ په همدې معبد کي اوسم، ژوند ميې سخت، مګر له کماله ډک دی. کوم څه چې مې درک کړي، دلته راتلونکو کسانو سره یې شریکوم. د اړو خلګو لاسنیوی کوم. چاته نصیحت نه کوم، په حقیقت کې داسې یو څوک یم چې خپله اروا یې موندلې ده.

ـــــــــــــــ

درېیم:

جولیان وویل:

ـ جانه! له نېکمرغه ما ومنل. کارل یونګ وایي: “یوازې و یوازې خپل زړه ته کتل د سړي لید روښانوي، څوک چي دباندې ګوري هغوی ویده دي. خپل زړه ته کتوونکي خلک راویښېږي”

په هغه عجیبه شپه مې خپل زړه ته وکتل؛ د ذهني پراختیا، بدن ته د پاملرنې او ارواپالنې لرغوني رازونه را پکې ویښ شول. اوس د دې وار دی چې تاته یې در ولېږدوم.

ــــــــــــــ

څلورم:

– جولیان په ځانګړي باور پسې زیاته کړه:

ـ زموږ د فکر کولو ډول زموږ له عادتونو سرچینه اخلي. دا حقیقت همدومره ساده دی. ډېری انسانان د خپلو ذهنونو ناپایه زور نه پېژني. ان هغه کسان چې فکرې کچه یې ډېره لوړه ده، هم د خپلو ذهنونو یوازي و یوازي یوه سلنه کاروي.

د سیوانا راهبانو د منظمو ورځنیو پروګرامونو په مټ د خپلو ذهنونو ناکارېدلي برخې لټولې.

ـــــــــــــــ

پنځم:

– پر ځان باور ولره! داسې واوسه چې د ژوند هره شېبه دې له خوښیو ډکه وي. په دننه کې دې د امکاناتو وړې ـ وړې سپرغۍ د بریالیتوب په لمبو بدلې کړه.

پاسټر. سي، مک کلیلن

ــــــــــــــ

شپږم:

– یو بل ښه او اغېزناک چل دا دی چې د هیلو کتابچه باید ولرې، هلته باید هغه کسانو ته هم ځای ورکړې چې ستا د خوښې وړ ځواکمتیاوې، خویونه او وړتیاوې یې په ځان کې روزلي وي.

ښه خیر، تا د ملا پر شاوخوا د ټیر د شتوالي یادونه وکړه. که له زړه غواړې، وزن دې کم کړې او یو زبردست اندام ولرې، نو د هیلو کتابچه کې دې د یوه تکړه منډه وهونکي ورزشکار انځور ولګوه. یا

که غواړې د دنیا تر ټولو ښه مېړه شې، نو ولې د هغه کس عکس نه نښلوې چې همدا ځانګړنې لري؟.

ـــــــــــــــ

اووم:

– دغه ساده توری مینه ده چې د هغه لپاره یې خورا ژوره مانا لرله او د ورځنیو خبرو ـ اترو یوه نه بېلېدونکې برخه یې وه. دا کلیمه باید د خپلو دندو تر سره کولو او موخو ته د ځان رسولو پر لاره هره، شېبه د خپلي کوپړۍ په یو ډېر ارزښتناک ځای کې وساتې.

د خوبونو د رشتیا کولو تر ټولو ځواکمنه انګېزه د یوې سوځنده مینې جذبه ده. زموږ په اوسنۍ ټولنه کې هیڅوک د دغې پدیدې په کیسه کې نه دي. موږ خپل کارونه د مینې د لېوالتیا نه، بلکې د جبر او زور له مخې کوو. همدا د بدمرغۍ فورمول دی.

سره له دې چې رومانټیکه مینه هم د بریالي او هیله بخښوونکي ژوند یوه ارزښتناکه برخه ده، مګر دلته زما موخه هغه نه؛ بلکې له ژوند سره مینه ده.

ـــــــــــــــ

اتم:

– فضیلت: د خپلې موخې ساتنه.

پوهه:

– زموږ د ژوند موخه د خپلې موخې ژوند کول دي.

– د ژوند د لاسته راوړنو پاملرنه انسان ته تلپاتې خوښې وربخښي.

– خپله فردي، مسلکي او معنوي موخه په رڼه توګه وټاکه، وروسته یې په ځان کې د تر لاسه کولو “زړه” پیدا کړه.

تاکتیک:

– د ځان ازموینې ځواک.

– موخې ته د رسېدو پنځه پړاوونه.

وینا: هیڅکله په ژوند کې د خوښ اوسېدلو ارزښت له یاده مه باسه؛ هیڅ وخت د ژوندیو شیانو بې جوړې ښکلا ته د کتلو موقع له لاسه مه ورکوه.

همدا شېبه چې زه و ته سره ږغېږو خپله یو لوی نعمت دی. تل خوښ، مست او پلټونکی واوسه. ټول پام دې د ژوند لاسته راوړنو او له نورو سره بې بدلې مرستو ته واړوه. پاته شیان پر خدای وسپاره.

ـــــــــــــ

نهم:

– فضیلت: پر ذهن واکمنېدل.

پوهه:

– خپل ذهن وروزه! ستا تر تمې به زیات وغوړېږي.

– د ژوند څرنګوالی دې له فکرونو سره تړلی دی.

– هیڅ تېروتنه نشته! هر څه درس دی. د ژوند په اوږدو کې پرشاتګونو ته د ځانې غوړېدنې او معنوي ودې په سترګه وګوره.

– تاکتیکونه: د ګلاب زړه، مخالف فکر کول او د ډنډ راز.

وینا – د خوښۍ راز: هغه کار پیدا کړه چې خوند درکوي او پر کولو یې خپله ټوله انرژې ولګوه. د همدې کړنې د کولو سره جوخت به

دې ژوند له نعمتونو ډک او هره هیله به دې خورا په اسانۍ رابرسېره شي.

ــــــــــــــ

لسم:

– پر خپلو وړتیاوو د ژور باور او ځواکمنې اروا تر روزلو وروسته دې بیا هیڅ شی د بریالیتوب او ګل و ګلزار ژوند مخنیوی نه شي کولای.

   پر ذهن واکمنېدو، بدن پالنې او اروا روزنې ته وخت ورکړه، یوازې همدغه کار دې ژوند له رنګارنګیو او خوندونو در ډکولای شي.

کلونه وړاندې اپیکنتوس ویلي دي: “هیڅ هغه انسان خپلواک نه دی چې پر خپل ځان واکمن نه وي”.

ــــــــــــ

یوولسم:

– په لرغوني ختیځ کې یو شمېر ځیرکو ښوونکو د کایزن په نامه د یوې فلسفې بنسټ کېښود دا جاپانۍ کلیمه د دوامداره پرمختګ مانا لري او د هر ویښ و هوښیار نر او ښځې فردي ځانګړنه ده.

ترې ومې پوښتل: د کایزن مفهوم څنګه د راهبانو ژوند ور اغېزمن کړی او غوړولی وو!؟

ـ جانه ما مخکې درته وویل چې دنننۍ دنیا بریالیتوب د دباندنۍ نړۍ له بریا څخه سرچینه اخلي: که غواړې د خپله دباندنۍ دنیا، روغتیایې، ټولنیز او یا هم اقتصادي اړخه ښکلی کړې ـ تر هر څه وړاندې باید خپله دنننۍ نړۍ ورغوې. د دغه کار تر ټولو اغېزناکه تګلار د ځانې ودې دوامدار تمرین دی. پر ځان واکمنېدل، پر ژوند د واکمنېدو ریښه یا DNA ده.

ـــــــــــــــ

دوولسم:

– جولیان بېله ځنډه جواب راکړ: زموږ په ټولنه کې ډېر ځله په څه نه پوهېدونکې کسان کمزوره بلل کیږي، خو په اصل کې تر ټولو وړاندې هغه کسان حقیقت ته رسېږي چې خپله ناپوهې مني او د حللارو په لټه وي.

ستا پوښتنې له زړه راوځي او د دې ښکارندویه دي چې د نویو نظریو منلو ته تیار یې. نن سبا بدلون ته تر ټولو د لوی جبر په سترګه کتل کیږي. بیخې ډېر انسانان ځنې بېرېږي/وېرېږي، مګر هوښیاران یې په پرانیستې غېږه هرکلی کوي.

ـــــــــــــ

دیارلسم:

– ډار هغه ذهنې بلا ده چې تا په خپله زېږولې او یوازې و یوازې یې د شعور منفې څپه بللای شو.

ــــــــــــــ

څوارلسم:

 – نو ته وایي چې د ژوند تر بدلولو وړاندې باید ځان بدل کړم؟

ـ هو! یو وخت د حقوق د پوهنځي یو پر ما ګران ښوونکي یوه کیسه راته وکړه. هغه ویل: “یوه شپه یو پلار د ستړې ورځې تېرولو وروسته ناست و، ورځپاڼه یې لوستله. د کوچني زوی یې لوبو ته هوا کېده او پر سر و اوږو ور غورځېدئ. پلار آخر تر دوو سږمو ځنې راغی، د ورځپانې څخه یې د ځمکې د کُرې یو تصویر راوشکاوه، ټوټه ـ ټوټه یې کړ او د ماشوم له شره د ځان خلاصولو او ارامې مطالعې په هیله یې هغه ته وویل: راشه بچو! دغه ټوټې سره ونښلوه او بیرته عکس ترې جوړ کړه، یوازې یوه دقیقه وروسته یې زوی د کُرې جوړ انځور مخې ته ورته کېښود. د ده خوله له ډیرې حیرانتیا وازه پاته شوه. ځنې ویې پوښتل: دا نادر کار دي څنګه وکړ؟ ماشومک خوږه موسکا وکړه او ورته ویې ویل: پلاره! د کُرې د عکس پر شا د یوه سړي تصویر و، هغه چې مې سره کېښود، دنیا خپله جوړه شوه.

ـــــــــــــــ

پنځلسم:

– پوهه یو پټ ځواک دی او تر عملې کولو وروسته را څرګندېږي. ډېری انسانان په ورسپارل شویو دندو او ژوند کې د خپلو پوهو د کارولو په چل پوهیږي.

مګر ستونزه دا ده چې په ورځنې او دوامداره توګه یې بیا نه شي عملي کولای او دغه راز د خپلو هیلو د موندلو هڅه هم نه کوي.

دغه قانون په اصل کې خلګ د ژوند شاګردۍ ته وربولي او تر غواړي چې د خپل شتون په ټولګي کې زده شوي توکي وکاروي.

ـــــــــــــ

شپاړلسم

– تېروتنې د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه جوړوي او د ودې لپاره خورا اړینې دي. هیڅ پروا نه لري. په دې اړه یوه زړه مقوله هم

شته چې وايي: “خوښې له سمې پرېکړې؛ سمه پرېکړه له تجربې او تجربه بیا له ناسمې پرېکړې زېږي.

ــــــــــــــ

اووه لسم:

– یوازې د پنځلس ځلې خندېدلو کوښښ وکړه! زما په مطلب دې سر خلاص شو؟ خندا د روح درمل دي. که نه درځي، په زوره یې دروله. یکړ د هیندارې مخته ودرېږه او یو څو دقیقې وخانده؛ ټول وجود به دې یو خوندور احساس په غېږ کې واخلي.

ویلیم جمیز وايي: “موږ په دې نه خاندو چې خوشحاله یو، بلکې د دې لپاره خاندو چې خوشحاله شو”

ـــــــــــــــ

اتلسم:

– کاینات د زړورو انسانانو مرسته کوي، کله چې دې په ټول همت لوړو پوړیو ته د ژوند اوچتولو هوډ وکړ، د اروا ځواک دې تر لاس نیسي او یوه جادوګر ځای ته دې بیا یې.

ـــــــــــــــ

نهه لسم:

– نو باید هر ښه کتاب ولولم؟

ځواب یې راکړ: هم هو! او هم نه!

هیڅکله به دې د ګڼو کتابونو له لوستلو را ونه ګرځوم، چې وس دې کیږي هغومره ولوله؛ خو یوه شي ته دې ټینګ پام وي: د ځینو کتابونو باید یوازې خوند وکتل شي، ځینې باید وژوول شي او ځینې نور باید وخوړل شي.

ــــــــــــــ

شیلم:

– ځواکمن هوډ دېدد اندېښنو ریښه دروچوي او رغوي دي، داسې یو بېساری ځواک در بخښي چې تر اوسه دې یې تصور هم نه دی کړئ. د ځان کابو په حقیقت کې د ذهن د کابو کولو عبارت دي.

هوډ د ذهن د ځواکونو باچا دی، پر ذهن چې دې واکمن شوې ګواکي ژوند دې تر تتۍ لاندې کړ.

ـــــــــــــــ

یوویشتم:

– د خپلو هغو کمزورو فکرونو په وړاندې جګړه پیل کړه چې د ذهن ماڼۍ ته دې پټ درننوتلې دي، په دې سره به د هغوی هم ځان ته پام شي چې نابللي مېلمانه دي او د هیچا ښه نه ځنې راځي، نو پښې به سپکې کړي.

ــــــــــــ

دوه ویشتم:

– د یوه نیالګي د ایښودلو غوره موقع څلوېښت کاله مخکې وه او دوهمه یې همدا نن ده، ان یوه دقیقه هم بېځایه مه تېروه، د مرګ د یاد ساتلو لید په ځان کې وروزه.

ــــــــــــ

پای

نقيب احمد قریشي

کندهار

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.