Chat GPT

قریب آرین

494

آیا Chat GPT شعور لري؟

عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غواړئ کوم انتخاب ولرئ؛ نو دغه کړنې ستاسې د شعور پۀ مرسته ترسره کېږي. یا، هغه ذاتي قوه د کومې پۀ پرمټ چې معقولې پرېکړې کېږي؛ شعور بلل کېږي.

پورته تعریفاتو ته پۀ کتو، Chat GPT چې یو مصنوعي او د کاذبې ځیرکتیا درلودونکی چټ بوټ ماشین دی؛ تر اوسه لا د شعور کچې ته ندی رسېدلی، یا کۀ ووایم شعور نلري.

تحلیــل:
ــ Chat GPT د مصنوعي ځیرکتیا د مختلفو چټ بوټونو لۀ ډلې یو پرمختللی او شهکار ټېکنالوژیک ماډل دی، چې خپلې ټولې پرېکړې او د ځوابونو وړتیا لۀ ماشین څخه د زده کړو شیانو پر اساس کوي. د چټ بوټ یو پرمختللی ماډل د مختلفو او پېچلو مرحلو وروسته؛ د مصنوعي ځیرکتیا یا مصنوعي پوهې د لرلو کچې ته رسېږي.

ــ د AI ټېکنالوژي درې ستر پړاوونه لري. لومړۍ برخه یې ډېټا ده، چې د ډېټا ساینس یا د ډېټا د علم پۀ نامۀ هم یادېږي او د AI اساسي برخه ګڼل کېږي، منظمې ډېټا ته د رسېدو لپاره پنځۀ اړین پراسېسونه اجراء کول اړین دي: لومړی یې د ډېټا د اړتیاوو مشخصول یا (REQUIREMENT SPECIFICATION)، دوهم: ډېټا راټولول یا (DATA COLLECTION)، درېیم: ډېټا پاکول یا (DATA CLEANING)، څلورم: د ډېټا تحلیل یا (DATA ANALYSIS)، پنځمه او وروستۍ برخه یې پایله یا (RESULT) ده، چې لۀ دې هر برخې او پراسېس وروسته موږ ته منظمه او د کارېدو وړ ډېټا لاس ته راځي. د AI دوهم ستر پړاو د ماشین زده کړه ده، چې (Machine Learning) هم ورته وایي. ماشین ته زده کړه او ټرېنېنګ، د لومړني پړاو لۀ چمتو شوې منظمې او د کارېدو وړ ډېټا پۀ اساس ورکول کېږي. درېیمه او وروستۍ مرحله، لکه پۀ پوښتنه کې د مصنوعي ځیرکتیا یاد شوی د چټ بوټ ماډل دی، چې ماشین ته د منظمې، ارزښت وړ او قېمتې ورکړل شوې ډېټا پۀ اساس پرېکړې کوي او هر رنګه پوښتنو ته حل کاږي.

پـــایـــله:
د مصنوعي ځیرکتیا هر ډول روبوټ او مختلف ماډلونه اصلاً ذاتي شعور نلري او دوی خپلې ټولې پرېکړې د هغې ډېټا؛ چې د دوی ماشینونو ته ور زده کېږي؛ پۀ اساس کوي. نو ځکه خو یې نوم هم مصنوعي ځیرکتیا ده او لۀ حقیقي هغې سره بشپړ توپیر لري.

د یادونې وړ بولم، چې پۀ یوویشتمه پېړۍ کې د ټېکنالوژۍ د ډګر بې ساري پرمختګونه، د دې لامل شوي؛ چې انساني افکار د مصنوعي ځیرکتیا شعوري کېدو ته ور میلان کړي، خو دا ډېره لرې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.