د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر غیاثي د نري رنځ د تېر کال ارقامو په اړه وویل: «په تېر کال کې شاوخوا ۷۶ زره قضیي ثبت شوي او ۴۸۰۰ له درملو سره مقاوم قضیې رامنځته شوي. ددغو ارقامو له ډلې ۵۲ زره یې د توبرکلوز د کنټرول پروګرام لخوا کشف او تر درملنې لاندې نیول شوي دي. هر کال شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
په ۲۰۲۱م کال کې چې د طالبانو د واکمنۍ لومړی کال وو، د طالبانو روغتیا وزارت د نري رنځ د شاوخوا ۵۲ زره پېښو د ثبتيدو اعلان کړی وو. دغه وزارت ویلي ول چې د نري رنځ له امله ۱۱ زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د روغتیا په برخه کې د طالبانو مسؤولان وایي چې په ټولو ولایتونو کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ د درملنې ۸۷۷ مرکزونه شتون لري چې د نړیوالو مؤسسو په مرسته په وړیا توګه خدمات وړاندې کوي.
دوی له نړیوالو روغتیایي سازمانونو څخه غواړي چې د نري رنځ ناروغۍ د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي. روغتیا پالان بیا وایي چې که چېرې د نري رنځ ناروغۍ په وخت درملنه ونه شي، د اخته کس د مرګ لامل کېږي.
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.