د باور کوچنی کتاب

لیکواله: ډاکټره سوزان جفرز - لیکنه: نقيب احمد قريشي

733

د باور کوچنی کتاب:

لیکواله: ډاکټره سوزان جفرز

ژباړن: نجیب احمد عزیزي

لیکنه: نقيب احمد قريشي

——————–

د باور کوچنی کتاب رشتیا هم کوچنوټی کتاب دی، خو خورا مغزن دی او پکې پراته درسونه یې د سوچ، سرچ، فکر او غور وړ دي.

په دې کتاب کې پر خپل ځان د مکمل باور لرلو او پر نورو د نه شک درلودلو مسئلې څېړل شوي.

هر څه په زیاتو عنوانونو کې په لنډو جملو کې لږ و ډېر واضح کړل شوي چې د زیات مثبتو سوچونو کولو فرصت لټولو ته مو هڅوي.

کتاب موږ ته دا هم راښيي چې څنګه ځان د باور په مټ د ټولنې لپاره مؤثر تمامولای شو.

پر ځان باور هغه قوت دی چې د هر انسان په درون کې موجود دی، مانا باور هغه علاقې چې ژوند نه یوازې پرې تړل شوی، بلکې ورباندې رغیږي هم.

هغه فکرونه چې ستاسې په ذهن کې ستاسو د کارونو په وړاندې خنډ دي، په هوارې کې یې دا کتاب مرسته درسره کوي.

مطلب معنويت مهم دی:

د کتاب په لومړۍ برخه کې د” ځواکمن یم” مفکورې ټولې لارې – چارې وړاندې شوي، کومې چې موږ هره ورځ ورسره مخ کېږو.

آغلې جفرز د امریکا ده، په ارواپوهنې کې یې تر واده وروسته ماسټري او دوکتورا وکړه، د پوهنتون استاده پاتې شوې او په

ارواپوهنه کې لس آثار لري.

په ۱۹۳۸م کې زېږېدلې ده او په ۲۰۱۲م کال کې د سرطان ناروغۍ وژلې ده.

لاندې له دې کتاب څخه لنډ یاداښتونه ولولئ.

_________

یو:

زه ځواکمن یم!

زموږ په دروند کې خوښې، خلاقیت، دوستې، کینه، قدرت، فداکارې او ټولې غوره ځانګړتیاوې شته چې موږ هغه ته “زه ځواکمن یم!” نوم ورکوو. که دغه اړخونه زموږ په ځان کې وغوړول شول، په نړۍ کې به هر څه په نظر سم راشي.

زه کمزوری یم!

که زموږ په درون کې د ښو ځانګړنو لوری شته، همدارنګه بل اړخ هم شته چې له ناتوانیو، منفیاتو، نفس، وهمونو او شکونو ډک دی؛ نو که څوک په دې خوا پورې ونښت، هغسې چارې به کوي چې تل ذهناً ناارامه وي او بیا به وایي چې “زه کمزوری یم!” دغه کمزورتيا پر نفس باور ټیټوي او ټول شیان په نظر بد درولي.

ــــــــــــــ

دوه:

مثبت تایید غوره وسیله ده:

دا هغه حالت دی چې تاسې ته وایي: “هر شی ښه دي!” دایمې ټینګار له تاسې سره مرسته کوي چې بد پیغامونه او ناهیلې انګېزې

مو له ذهنه لرې کړئ، دا هم پر ځان د باور کولو بېله وسیله ده.

ــــــــــــــ

درې:

زه یې کولای شم:

پیاوړي او زیارکښ کسان په دې نظریه سمبال دي: “دا کار کولای شم/کیږي!” که زیات وخت په همدې مفکوره کار کوئ، هغه به خامخا کیږي، ځکه تاسې ذهناً هغې چارې ته د کېدلو زمینه برابره کړې ده، په مخ کې مو هیڅ خنډ نشته.

دا خبره همېشه ځان ته وکړئ: “زه د دې قدرت لرم، زما په وجود کې داسې څه نشته چې هغه دې زما لپاره خنډ شي، یا ترې ووېرېږم.”

دا مو پر نفس د نهایي باور ګواهې ورکوي.

ـــــــــــــ

څلور:

کوم وخت چې مو ځان ته لوړ هدفونه ټاکلې وي، یا یې په هڅه کې یاست؛ نو هر څه به خامخا کیږي. که د ښې پایلې په تمه واست، هغه وخت “زه واکمن یم مفکوره” یو بېل حس درکوي چې زحمت به مو آخر هم ښه پایله لري.

زه ځکه ډاډه یم چې دا تاسې د ژوند په ټولو تجربو کې د خدای نعمتونو ته متوجه کوي؛ چې هر څه خپله بدله لري.

ــــــــــــ

پنځه:

په هر څه پسې مه خپه کیږئ!

دا له جنت سره د ژوند توپیر دی، یانې ټول هغه شیان چې په ذهن کې مو دي او ور و نه رسېږئ، هیڅ اړینه نه ده چې پسې خپه شئ، مګر بیا یې هم د موندلو نهایي هڅه کوئ، خو که په لاس نه درغلل، نور بدیلونه په نظر کې ونیسئ، کېدای شي د ژوند په یو بل اړخ کې داسې څه تر لاسه کړئ چې نور مو پسې هېر شي.

ــــــــــــــ

شپږ:

د بدبختۍ او خوشبختۍ کیلې له تاسې سره ده.

کامیابې مو له هغه ځایه راپیلېږي چې د ژوند هر درانه پېټې ته ځان تیار کړئ او دا فکر وکړئ چې زه وړاندې یم. هرو مرو به بریالی کېږم.

داسې فکر وکړئ چې دا هر څه زما په لاس کې دي، یوازې زه یم چې د تیارو او رڼا لوریو ته ولاړ شم، دا په دې مانا چې “زما قوت دی”.

ــــــــــــــ

اووه:

ځان ته سزا مه ورکوئ!

پر ځان د زیات باور لپاره اوږدې ستونزې وګالئ، خو ځان هیڅ وخت پړ مه بولئ، ځکه په دې لوی مزل کې به ډیرې بریاوې او خطاوې ولرئ، دا به لا زیاته مرسته درسره وکړي چې بری در یاد کړئ او تېروتنې مو هیرې کړئ.

ـــــــــــــ

اته:

بوخت واوسئ!

ناهیلې او بېکارې له سوچونو سېوا، بل څه نه لري، یوازې بوختیا ده چې ژوند مو بدلوي، خو د تغیر لپاره پر ځان ستونزې ګالل د پرمختګ لپاره ضروري ده.

ــــــــــــــــ

نهه:

زورورې جملې:

منفي کلیمې د ذهن له خزانې څخه وباسئ، لکه “دا تجربه شوې ده!” پر ځای یې “وحشتناک دی” وکاروئ. د دې پر ځای “زه پوره مسؤل یم، بدل کړئ؛ تېروتنه زما نه ده”.

دا مو نه یوازې پر ځان باور ډېروي، همدارنګه د نورو او ستاسې د چلند تر منځ توپیر پیدا کوي.

ـــــــــــــــ

لس:

سترګې مو پرانیږئ!

د دې پر ځای چې د ژوند سختۍ مو پر سر بار شي، د ځان لپاره یې د لارښوونې غوره فرصتونه وګڼئ.

ځان ته د پیاوړتیا دروازې پرانیزئ، له هر ځل بریالیتوب سره مو د لید ساحه زیاتېږي، د نورو له ستونزو خبرېږئ او په پای کې د دې جوګه کېږئ چې یوه تشه ډکه کړئ، نورو ته خدمت وکړئ، دا کار مو پر ځان باور زیاتوي.

ـــــــــــــ

یوولس:

واړه خطرونه ومنئ!

له اسانو کارونو یې ور پیل کړئ، که ستونزې او تېروتنې وکړئ، هم به مو وخت نه ضایع کیږي او هم به پر لویو کارونو ورسیده شئ.

که له یو چا وېرېږئ زنګ ورته ووهئ، هغه چې چیرې ناست وي، مخ ته یې تېز حرکت وکړئ. خو داسې یو نوښت وکړئ چي پخوا مو یې وس نه درلود.

ــــــــــــــ

دولس:

د وېرې زرغون څراغ!

نوی فکر تولید کړئ، بې موجبه وېره پرېږدئ، د خوځون لپاره شنه څراغونه بل کړئ.

ـــــــــــــــ

دیارلس:

خپله وړتیا په هر څه کې وازمایئ!

پر نفس باور هغه وخت ډېرېږي چې خپل احساسات او تجربې په ډېرو کارونو کې وازمویل شي. دا چاره ناکامې او ناهیلې له منځه وړي، هغه وېره چې په ټولنه کې یو کس مخکې خپل لوری نه وي ټاکلی او په نوې دنده وړتیا ښوولو ته راځي، یوه وېره ورسره وي؛ نو په هر کار کې “هو” ویل او وړتیا ښودل د هري کامیابۍ لاره ده.

ــــــــــــــــ

څوارلس:

ډالۍ وېره کموي!

په هدیه کې یو لوی حکمت دا دی چې ورکوونکی کس نرم او زړه سواندی کوي، فقیر ته په خیرات او صدقه کې، ملګرو ته په نېکو مشورو او پستو خبرو کې، د ډالۍ په ورکړه کې، دا هغه شیان دي چې کردار سپېڅلی او هغه کس له داخلي بدو انګېزو ژغوري.

ـــــــــــــــ

پنځلس:

د نورو لاسنیوی مه پرېږده!

کله چې له نورو سره مرسته کوئ، هرو مرو به يو ښه احساس درسره پیدا کړي، نو له یوې خوا به د نورو کار وشي او په مقابل کې به یې ستاسې ستاینه وکړي.

دا کار نه یوازې پر ځان باور ډېروي، بلکې یو ټولنیز تړاو هم جوړوي چې له امله یې دوه کسان سره نژدې کېدلای شي.

ــــــــــــــــ

شپاړس:

باور ولرئ هر څه چې غواړئ کېږي!

موږ خپلو دورنې بدلونونو ته نه متوجه کېږو، پر دې باور ولرئ چې “ځواکمنه مفکوره”تمرین کړئ، پرې سمبال شئ، تر څو په درون کې مو نفوذ وکړي او یو داسې قوي انسان راووځئ چې نړۍ بدله کړي.

پای

نقيب احمد قریشي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.