غزل

محمداجمل کریمي 

307
ترس مې په خپلې شړېدلې شان څېرې راځي.
له اوښکو ډکې مې تر سترګو آئینې راځي.
په دې جومات کې په حساب خلګ لمانځه ته ناست دي.
خو دې مندر ته له حساب زیاتې پوجې راځي.
زړونه ریڼ ستوري دي همدوی ته کاڼي مه ور ولئ.
دا که را ولویږي نو ځمکه په لړزې راځي.
تاسو لږ کینئ!چې مجلس د جنت څنګ ته لاړ شي.
تاسو لږ کېنئ!چې مجلس ته مو ادې راځي.
جار!لونګینې خو لونګ دي هم په غاړه نه دي.
څه لونګین غوندي خوشبو دي له خوَلې راځي.
هوس پرست څه دي؟لمبو نه ځان ته هار جوړوي.
او عشق پرست څه دي؟دخدای خواته نیږدې راځي.
“کریمي” دا چې نوي هیلې مې ټوکیږي نه اوس.
زما په ذات کې یخ بادونه د هغې راځي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.