- یما بارز
- بي بي سي
د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید بشر ضد جنایت وبلل شي. دا څرګندونې په یوه تازه رپوټ کې شوي چې د بښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون له لوري چمتو شوی دی.
په دغه ۶۲ مخیز رپوټ کې د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودیدو جزییات یاد شوي او ویل شوي دي چې باید یې په تړاو د احتمالي بشری جرمونو په توګه پلټنې وشي.
د بښنې نړیوالې ټولنې او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون تازه خپور شوی رپوټ په دې ټینګار کوي چې ښځو او نجونو سره د طالبانو د رژیم چلن باید نړیوالو قوانینو سره سم د بشری ضد جنایتونو او جنسیتي کړونې په توګه وپلټل شي.
دغه رپوټ چې ”د ښځو پر وړاندې د طالبانو جګړه ” نومول شوی، پر نجونو او مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو انځور وړاندې کوي او وايي څرنګه د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو سربېره، په زوره د هغوی تري تم کول، زندان ته اچول، ربړول او ورسره شوی نور ناسم چلن د جرمونو د نړیوالې محکمې د قوانیونو پر بنسټ بشر ضد جرمونه او جنسیتي کړونې سره اړخ لګوي.
په تازه خپاره شوي رپوټ کې د ۲۰۲۱ م کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۳ م کال تر جنورۍ پېښې په پام کې نیول شوې دي. د رپوټ چمتو کوونکي وايي، د ملګرو ملتونو او مدنې ټولنو له لوري د ترلاسه شویو زیاتېدونکو معتبرو لاسوندونو پر بنسټ دې پرېکړې ته رسېدلي.
د پوسټ Twitter پای, 1
د بښنې نړیوالې ټولنې او د حقوقپوهانو نړیوال کمېسیون د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالانو غږ کړی چې د جنسیتي کړاو بشري ضد جرم دې، د افغانستان روانو حالاتو په تړاو خپلو روانو پلټنو کې ور زیات کړي.
دې دواړو ادارو همداراز له نورو هېوادونو غوښتي چې د قانوني لارو چارو په کارونې سره د طالبانو د غورځنګ هغه غړي محاکمه کړي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پرې د جرمونو د ترسره کولو شک کېږي.
طالبانو دغه تازه رپوټ ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دوی په واکمنۍ کې ښځو سره تبعیضی یا توپیري چلن کېږی او دا یې پر واقعیتونو نه ولاړې څرګندونې او تبلیغات بللي دي.
د پوسټ Twitter پای, 2
خو د بښنې د نړیوالې ټولنې مشرې اېګنېس کالامارد ویلي: ”ښځې افغانستان کې له کار او زدکړو منع شوې، د ازاد تګ راتګ مخه یې نیول شوې، بندیانې شوې، او د طالبانو د تګلارو پر وړاندې د خبرو او یا مقاومت له امله ترۍ تم کړل شوې او یا هم کړول شوې دي. ”
اغلې کالامارد زیاته کړې دا کړنې سمبال شوې، پراخې او منظمې دي، چې په وینا یې دا نړیوال جرمونه دي.
د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون مشر سنتیاګو اې کانتون بیا وايي: ”د طالبانو کړنې د جنسیتي کړونې د جرم شته پنځه معیارونه پوره کوي او مهمه ده چې د عدالت د پرځای کولو لپاره اړین ګامونه پورته شي. ”
رپوټ همداراز د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان ورتلونکې ښځې کډوالې دي او باید د دوی پناه غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.