مثبت فکر او ښه نیت

محمد عارف رسولي

383
هر انسان چې له کرکو او منفي انګېرنو ځان ساته او مثبت اندونه یې پالل، تل خوشاله او بختور وي. هر انسان چې ژوند، د ژوند فلسفه، د ژوند هدف او رب العالمین پېژني پوهېږي چې الله تعالی فرمایي: علمه البیان، یعنې انسان ته د بیان او خبرو توان هغه ذات ورکړ، ادم ع ته الله تعالی د شیانو نومونو وروښودل، نو د ټولو ژبو نوښتګر او ورزده کوونکی هم هغه ذات دی، تنوع یې لکه د انسانانو رنګونه او شکلونه داسې دي، ژبې، کلتورونه او بشري پرګنې ټول مثبت اړخونه لري او کیدی شي ځینې نیمګړتیاوې ولري.
موږ حق نه لرو چې د الله تعالی په خلقت ملنډې ووهو، د خلکو ژبه، فرهنګ او تمدن مسخره کړو، او که دا کار کوو نو خپله ناپوهي ښکاره کوړ. کیدی شي د یوې ټولنې د کلتور یو اړخ زیات مثبت ټکي ولري او بل یې یو څه کمښتونه ولري او دا هم د علت او معلول خبره ده، نه د هغو خلکو ګناه.
په نړۍ کې هره ژبه، هر کلتور، هر تمدن چې بډای کېږي، خلک یې په ځان ویسا پیدا کړي، د لانورو غوره اثارو د پنځونو همت پکې پیدا شي، د کرکو په ځای مشروع رقابت زده او ورباندې عادت شي، دوی بیا مفکرین، رهبران، مدیران، د بشریت او خلق الله خادمان روزي، خپله خو د نورو بار نه وي بلکه د نورو دردونو ته درمل کېږي، لوړ اخلاقي معیارونه رامنځته کوي او سیمې او قومونه له سقوطه راپورته او برم او جلال ته رسوي.
څومره زیاتې ژبې مو چې ښې زده وي، ورباندې لبک، لوست، خبرې او ورنه ژباړه کولی شو په همغه اندازه خپل فرهنګ بډای کولی شو. د سنګاپور خلکو همداسې فکر وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د دوی د ژبو زیاتوالی به دوی ته د سترو ملتونو لکه، چین، اندونیزیا، هند، امریکا او مالیزیا سره د دوی د اړیکو ښه کولو او سوداګرۍ وسیله وي نه د هغوی د لاس وهنو او د سنګاپور د کمزورتیا او بیلوالي.
نو د یوه انسان به څه سترګې وتلې وي چې د یوه ملت او یا د هغه ملت د یوې برخې په تېره بیا که هغه یې خپل ملت وي په فرهنګي، ادبي او علمي بډاینه به زړه تنګوي. سړی حیران شي چې ولې ځینې خلک دومره تنګه سینه لري.
زه په دې فخر کوم چې د هېواد په دواړو ملي ژبو خبرې، لیکل، او لوستل کوم او همدارنګه هڅه کوم چې دواړو خپلو ژبو ته له انګرېزي او عربي ژباړې وکړم.
زه د خوشال بابا، بیدل، مولانای بلخي، رحمن بابا او نورو په پنځونو فخر کوم او خپل یې بولم ، ما له خپل مرحوم والد صاحب څخه ګلستان او بوستان دواړه زده کړل او کله چې کابل ته لاړم په دري ژبه کې تر زیاتو هغو ټولګي والو تکړه وم چې مورنۍ ژبه یې دري وه، بیا زما زیات سرو کار په انجنیرې، بهر او نړیوالو موسسو کې له انګرېزي سره شو نو د دري لیکنه لږ رانه کمزورې شوه ځکه تمرین مې ونه کړ، خو ماته دواړې خپلې ژبې مهمې دي، زه اوس په دري او پښتو دواړو دیني، تاریخي او ادبي کتابونه لرم او ورنه ګټه اخلم، زه ځکه دواړې پښتو دري ژبې خپلې بولم چې له اثارو یې خوند اخلم او هم زما د ملت او خلکو خلک د تفاهم، ویاړ او هویت ښکارندویي کوي.
خو زه حیران هغو ته یم چې سواد هم لري، ځانته روڼ اندی او روشنفکر هم وایي، ولې منفي انګېرنو ته اړم دي د خپلو خلکو او خپل هېواد د یوې ملي ژبې په بډاینه زړه تنګي کېږي، ولې یې نه شي زغملی، او له خپلو دوستانو، ټولګیوالو، ګاونډیانو او هم عقیده ملګرو ولې حیا نه کوي.
زه خو الله تعالی شاهد نیسم چې د هر چا په هکله یوه وړوکې کږه خبره کېږي ورباندې خوابدی کېږم، خپروم خو یې نه، بلکه د نورو مخالفت هم کوم که داسې کوم کار وکړي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.