نظم

محمداجمل کریمي 

462
لمر د سباوون ورک دی په غېږ کې مو وړي شپې.
ورځې په دار کړي یو په هرې دقیقې.
وخت دی راروان دی په انګار پرلپسې.
ګرځو له زګروي ډکې مرۍ ډکې سینې.
درد مو په رګو کې خورې کړي دي لمبې.
نشته طبیبان او حکیمان د زمانې.
زړونو کې ساتو لکه د غر غوندې ګیلې.
څه نشته په ژوند کې انډیواله د مزې.
★★★ ★★★ ★★★
څوک مو مات زړګې باندې پښې راکړي او ځي.
څوک مو په پر هر راته لمبې راکړي او ځي.
څوک مو ماتو سترګو کې ښيښې راکړي او ځي.
څوک مو سترګې پټې کړي وعدې راکړي او ځي.
څوک مو احساسات زرې زرې راکړي او ځي.
څوک تېره باڼه چړې چړې راکړي او ځي.
سترګې، نظرونه دي ړانده د زمانې.
څه نشته په ژوند کې انډیواله د مزې.
★★★ ★★★ ★★★
ورک یو ورکه کړې مو ده لاره د ژوندون.
نلرو یوه شېبه شېبو کې د سکون.
څوک له غم نه ژاړي څوک وژلی وي بیلتون.
درد چرته ونه موند تر درمله پیوستون.
خلګو شو اکثره اخته په شغل د قارون.
شپو ځپلی ژاړې د وخت ښکلی سباوون.
وکاږئ مخلوقه خپل بادار لره توبې.
څه نشته په ژوند کې انډیواله د مزې.
★★★ ★★★ ★★★
چا چا ته مو کېښوده زړګي مو د سینو.
چاچا راته لاندې کړل ښه مات مات تر پښو.
هر وختي ورغلې یو پښېمان په خپلو ښو.
هیچا قدر ونکړ زموږ د حوصیلو.
څومره لا نور وزغمو بارونه مو په زړو.
غرق یو را قرضداره ددې خپلو ایمانو.
ماتې ماتې ښکارې په تندي کې مو سجدې.
څه نشته په ژوند کې انډیواله د مزې.
★★★ ★★★ ★★★
څنګه به جواب کاندو سوالونه د بادار؟
داچې ژوند مو څرته او په څه کې کړ اختیار.
ورځ په ورځ پر شا را زیاتوو د خواهیش بار.
پاتې رانه پاتې دی تر شا پروردیګار.
چاته سړی ووایي د مات زړګي ازار.
وخت دسړي طمعې ته ولاړ وي په انکار.
اور کې مو سوځلې “کریمي”داخپلې خولې.
څه نشته په ژوند کې انډیواله د مزې.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.