د پښتو ژبې ورځ

پوهاند محمد بشیر دودیال

574

ژبه د افهام او تفهیم ( communication) یوه ډېره پخوانۍ وسیله ده. په دِې وسیلې اړیکو ته (شفاهی اړیکې  verbal communication) ویل کیږي. ژبې د انسانی ژوند په تکامل او د ننني تمدن په انکشاف کې د کار ترڅنګ مهم رول ولوباو، یعنې  د نورو ټولو ژوندیو موجوداتو په کتار کې، ډیر لوړ حد ته د (انسان) رسېدل د دوو عواملو له امله وو:

۱.کار( د انسان  هدفمند او آګاهانه ګټورفزیکی او یا فکری  فعالیت)

۲.ژبه ( د افهام او تفهیم  او دټولو معنوی لاسته راوړنو د انتقال وسیله او دسمبولیکو وضع شویو غږونو مجموعه).

د ژبو په ډله کې؛  پښتو ژبه  یوه لرغونی ژبه ده چی د آمو  او اباسیند ترمنځ لویه جغرافیه،هند، ځینو نورو هیوادو(لکه امریکا او اروپا، روسیه، چین اونورو) کې تقریباً  اتیا میلیونه وګړي ورباندې غږیږي.

له نن څخه لس –یوولس کاله مخکې یو شمېر پښتنومنورینو چې په هغو کې داسې د تکنالوژی او فنونو متخصصین هم وو، چې پښتو ژبه یی د ( IT) جوګه کړه، سره راټول  او خپله ملی- رسمی ژبه یې د یوه معنوی ارزش په توګه تعریف او هر کال یې د نمانځنې لپاره یوه ورځ( د غبرګولی اتمه= د می۲۹مه) وټاکله او دا دی  دا لس کاله د ليکوالانو، هنزمندانو ، قومی مخورو او حکومتي چارواکو په ګډون نمانځل کیږي.

د تاريخ په شهادت؛  پښتانه اريائيان دي او د دوی ژبه پښتو هم د اريايي ژبو له ډلې څخه ده. کله چې زرګونه کاله وړاندې اريايان د بلخ په شاوخوا سيمو کې اباد او بیا د کسی غرونو لمنو پورې وپنځېدل، نو دوی په يوه ډېره زړه ژبه ګړېدل چې “اريک” بلل کېده او همدغې ژبې ته د اريايي ژبو مور ويل کېږي. خو د وخت په تېرېدو سره له اريک څخه نورې ژبې هم پيدا شوې چې يوه يې اوسنۍ پښتو ده. ورو ورو د له  یوې ژبې څخه لهجې جوړې شوې او دا لهجې په نورو ورته  ژبو واوښتلې. ويدي او اويستايي د هغه پير لرغوني ژبې دي چې په دې منطقه کې يې سرودونه درلودل. په دې سرودونو کې مخکې له دې چې ليک رامنځته شي، نویو نسلونو ته درسونه ورکول کېدل او د ژوند لارې چارې ورښودل کېدلې.اوس د ژبو په نړيوال اطلس کې د پښتو ۱۰۴ لهجې يا ګړدودونه ثبت شوي دي. په دې کې زړه لهجه وڼېڅي ده چې اوس هم د جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) په ځينو سيمو کې ويل کېږي او د ژبې هغه پخوانۍ نښې پکې پاتې دي. دهندوکش او کسې (سلیمان) غره له لمنو نیولی تر کابل، ننګرهار، فراه، لورلایی، سوات، بونیر او ګجرات، ملتان او کشمیر برعلاوه، آن ایران کې د دغې ژبې څرکونه وموندل شول. له میلاد مخکې ۵۲۲ څخه تر ۴۸۶ کلونو کې د لومړي داريوش د واکمنۍ پر مهال د ايران په “بېستون” غره کې د پښتو ډبرليکونه موندل شوي چې دغه ځای کې  د دې ژبې پر لرغونوالي دلالت کوي. د داريوش په کتیبو کې د پښتو متنونه او نښې خوندې دي. د ده د واکمنۍ پر مهال په موندل شويو ډبرليکونو کې يې پر يوه باندې د پښتو درې کرښې دا اوس هم را پاتي دي، چې هغه د پښتو یوزوړ شعر بلل کېږي:

نی اریکه آهم=نه اړیکی وم

نی دروجنه آهم=نه دروغجن وم

نی زورکره آهم=نه زورکړونی وم

په لرغونو ژبو کې پښتو اويستا ژبې ته تر ټولو نيږدې ده. د افغانستان تر څنګ؛ په کوزه پښتیخا کې هم ځينې وړوکې ژبې شته چې په مستقيمه توګه له پښتو سره تړلي دي.  يوه پکې د برکي يا کانيګرم ژبه ده چې ځينې وګړي دې ته ارمړي وايي. د پنجشېر په شاوخوا کې ويل شوې ژبه پراچي، د مُنجان ژبه او نن ورځ په پاکستان کې د ايدغا په نامه مشهوره ژبه هغه څلور وړوکې ژوندۍ اريايي ژبې دي چې مستقيم له پښتو سره تړلې دي.

پښتو د Indo-European ژبو په لړ کې هغه ژبه ده چې د وینا تر څنګ یې خپل لیکدود ته هم وده ورکړه.  د اوسنۍ پښتو د ليکدود داصلاح لپاره شاوخوا۱۱۰۰ کاله وړاندې هڅې پیل شوی. د “خيراللغات ” د نامتو اثر له مخې؛  سلطان محمود غزنوي ابوالحسن ميوندي ته چې د سلطان وزير و، وظيفه ورکړه چې د پښتو الفبا اصلاح او نوره هم بشپړه کړي . د اروا ښاد میوندی زیارت اوس هم ډیر زایرین او اواخلاصمندان لري چې د کندهار د بولدک سیمه کې دی او همدا اوس هم یو بوډا منجاور  د دغه زیارت خذمت کې دی. ډیر وروسته بیا پیرروښان د لیکدود برخه کې یو څه نور نوښتونه راوستل او تر نن ورځې پورې پښتو لیکدود ډیر پرمختګ وکړ او د نړۍ پیژندل شوی ژبه شوه. دا ژبه له ۱۹۸۴م. راهیسې په کمپيوټر کې وکارول شوه  اوس سلګونه وېبپاڼې، راډيو او ټېليويژنی چېنلونه لري. له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د انټرنېټي پلټونکي ماشين (Google Translation ) برخه هم وګرځېده.

له دې ټولو سره سره پښتو او پښتانه له سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ننګونو او آفتونوسره مخامخ دي؛ د پښتنو پر خاوره دتروریزم، بنسټپالنې، خرافاتو او اوهامو ، عام قتلونو، جنګونو او ناامني افت تر ټولو تباکوونکی فتنه ده، چې د نړیوال استکبار، استعمار او سیمه ییز تاریخی دښمن له خوا ورباندې مسلطه شوی وبا ده. اوس هغه وخت رارسیدلی چې د ژبې ترڅنګ، د دغې ژبې ویونکو حالت باندې زړه وسوځول شي او له بربادۍ وژغورل شي.

څومره چې تېرو لسو کلونو کې د پښتوژبې د ورځې نمانځنه وشوه، هومره په خپله پښتون وځپل شو او د انګریز او نورو سیمه ییزه تاریخی دښمنانو لطایف الحیل کې ګیر پاتې شو. پښتانه لکه بلوڅ، فلسطینیان او کُردان ترسختو ظلمونو لاندې راغلل، خو توپیر یې دادی چې  پښتانه هم د نورو او هم  په خپله د پښتون په لاس قتل عام شول. تیرو شلو کلونو کې یې زرګونه مخور او روڼاندي قتل عام شول. دا دی؛ وروسته د چنګیز او مغلو له تاړاک څخه بدتر او تباکوونکی  تاړاک جاری شوی دی. له آمو تر اباسیند د پښتنو په وړاندې خطرناکه او تباکوونکی ګڼوژنه روانه ده. انګریز دوی ته یوه ډیره خطرناکه ایده ورکړه چې هغه تربورګلوی او نفاق ده، چی د انګریزی شیطانانو په لاس دتباهی او بدنامی په لوری روان دي. نو په داسې حال کې د ژبې تر څنګ باید خپله پښتون  او دده فزیکی ژوند، اقتصاد، اتفاق، زیست –ژواک، تعلیم، هوساینې او روغتیا ته پام وشي. دا اوس پښتانه  د خپل هیواد  د کانونو، ګاونډیو ته د ابو د رسېدو، ټاپي، د منطقوی او نړیوالو قدرتونو دسیاسی سیالیو  او د تاریخی تربګنیو قربانیان دي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.