بې وزر مرغه

زاهد الله ذیشان

382

د انګور د څپرې لاندې په یوه پلاستکي فرش چې په منځ کې دوه ځایه په چای ځوښه سوری ۔ سوری شوی وو. لا مو هم په همغه سورۍ چای ځوښه ور اېښې وه ځکه موږ ویل که ناڅاپي کوم مېلمه راپېښ شي نو په دې ځای به یې سترګې نه لګي. پلارجان مې دوې سترګې د انګورو په تاقونو کې خښې کړې وې. ادکې مې د شنه چای نه غوړکونه وستل. زه به خوده کومو فکرونو وړی وم. خو ادکې مې د هر غوړپ سره یو ځل ماته کتل. زه په چورتونو کې غرق تللی وم. ناڅاپه مې پلار رادیو ته لاس کړ. د آزادۍ رادیو موج یې پرې ټینګ کړ. ټیک درې بجې وې تر دوو ۔ دریو خبرونو وروسته خبریال وویل چې سر له سبا څخه به د ګرم سیر ولایتونو پوهنتونه او ښوونځي پیل شي. خدای ته خو ورتګ شته چې دا خبر راباندې داسې تمامه شوه ته به وایې چې چا په سر د مزایکو په سټک ووهلم. داسې نه وه چې یا ما د درس ویلو شوق نه درلود او یا مې په کلي کې کومه بخت جماله پیدا کړې وه. خو اتلس کاله مې د مور او پلار په څنګ کې تېر کړی وو زه ډېر غټ شوی وم مګر له مور او پلار څخه جلا والي ته د ټینګې نه وم.
د ادکو کله چې زما ورخطاوالي ته پام شوی وی په همېشنۍ مسکایې وویل:
د جینارو لاندې منګیه، سبا ګوچ دی لالیه
۔ اوس به د نريې معلومه شي، څنګه کوې سبا ځې؟
ما هېڅ ونه ویل مور مې دوهم ځل بیا پوښتنه وکړه.
۔ ویده خانه تاته وایم سبا ځې؟
زه له ژړا راخوړین شوم. خو اوس غټ شوی وم. ژړا راسره بده ښکارېده. مور مې په بسسسم الله ولټېده. او لاړه زما تر مخ پنه شوه. یوه دقیقه به نه وه تېره چې بېرته راغله یو کوچنی دیګ یې په لاس کې و راغله زما او د پلارجان په منځ کې کېناسته. په دیګ کې یې تازه ګرت راوړي وو بیا یې خپل موټۍ خلاص کړ چې د سپنې مالګې ډګ وو. د بل لاس په ګوتو یې مالګه په کورتو و دوړوله. زما خو زړه هسې د خبر په اورېدو ګرم شوی وو کورتو ته مې کاشوقه بنده کړه د یوې کاشوقې سره مې پنځه وارې له خولې نه ټکونه وستل. چې کورت مو نوشي جان کړل پلار مې څادر په اوږه کړ او روان شو. نور نو خاني زما شوه ماهم سر د ادکو په زنګون کېښود او پښې مې لکه پلچ چې وم لرې ۔ لرې وغځولې. ادکو مې په ویښتانو کې ګوتې وهلې بیا یې وویل:
۔ ورور د پرون زنګ وهلی وو چې د هلک پوهنتون شیروع شوی سبا سهار یې راولېږﺉ. ما پرون لږ نینې درته وکړې او لږ مې بوسراغې درته پخې کړې سبا خو به نشي بله ورځ ورځه مخ په پوهنتون دې.
۔ ښا دومره راسره په تنګ شوي یۍ چې ګوچ ته مو برابر کړی یم او زه خبر نه یم؟
۔ اخ! زویه تاسو لکه د مرغۍ زامن چې وزر وکړي هرې خوا ته رانه والوزۍ ما په خپله ځاله کې یوازې پرېږدی چې زه یې تېروم ته هم په ملا پټکی واچوه ښه په غیرت کې د پوهنتون ووایه.
۔ مورې څلور کاله پوهنتون بیا په کندهار کې چې د دنیا هغه سر دﺉ زه څنګه ووایم؟
۔ زویه د ناروا په خره مه سپرېږه څلور کاله خلک په زندان کې تېروي چې له زندانه را ووزي بیا تر مرګه د همغه زندان د پېغور له امله سر ټیټی ګرځي. ته خو شکر پوهنتون ته ځې څلور کاله وروسته به په لوړ سر له کاغذ سره راشې.
۔ ما ځواب نه درلود خو بیا مې هم یوه بهانه جوړه کړه ومې ویل:
۔ مورې په کندهار کې بېحده ډېره ګرمي وي د هغه سره به څه کوم؟
۔ بابا د خدای وبښه هغه به ویل چې ( د زحمت خولې توې کړه چې د بې غیرتۍ له اوښکو خلاص شې) نو اوس ته هم لږ زحمت وباسه چې که خدای حکومت جوړ کړ یوه ښه وظیفه به خدای درته پیدا شي.
۔ اخ مورې دا ګومان مې نشي چې په پک به وېښته وشي.
۔ هاها نو ته اوس پک یې؟
۔ که اوس نه یم خو کال ته مې د کندهار ګرمي پکوي.
تر یو وخته خو مې د مور په خبرو کې چورت نیولی وو نور نو خوب وړی وم یو وخت مې په خوب کې داسې تروش بوی حس کړ چې سترګې مې خلاصې کړې ادکه تللی وه زما سر ته یې د مستو د څګي بالښت ایښی و. په همغه خوبولي حالت کې مې ښه په کړس ۔کړس په ځان پورې وخندل. دا دورځ تېره شوه سبا لکه حاجي چې حج ته روان وي ما هم یو جوړ سپین کالي په تن کړل یو ځل مې د امه کره لاړم څه چهارمغز او توتان امه راکړل بیا مې په خورانو تاو شوم هغه د چا خبره خدای او وس شیان ټولو راته غوټه کول او په مخ یې لکه د خضر بابا لکړه مچو کولم ماخستن مې پلار یو کتاب نصحتونه راته وکړل بیا یې یو ساده نوکیا موبیا راکړ او پنځه زره روپۍ چې دوه یې زور ګون وو شږ پنځه سوه ګوم راته ونیول او وویل: ( ته خو اوس دا درسره واخله بیا مې که چېرته مزودري پیدا کړه نورې در لېږم ماته خوب راځي بیا به سهار سره ګورو.) پلار جان خو ولاړ ما هم پیسې راسته او چپه سره شمار کړې په جېب کې مې ومنډلې . ادکو مې کالي او د خورانو راکړي سوغاتونه راته په بیک کې کېښودل بیا یې نو په لمانځه پیل وکړ یو ځل خو یې لمونځ دومره اوږد کړ لکه د روژې د میاشتې تراوح بیا یې په دعا کې نه د خضر په منګل ایله وکړه او نه د یوسف په لمن او نه هم د یونس په کیسه. چې د کوم پیغمبر نوم په خوله ورتلو زه یې پرې سپارلم.
چې لمونځ یې خلاص کړ زه یې کلک ۔ کلک مچو کړم. بیا یې جیب ته لاس کړ یو غونج ۔ منج پنځه سوه ګون یې راکړ وې دا واخله په لاره کې به ډوډۍ پرې وخورې ما چې هر څومره ټینګار کاوه خو ادکو وه نو په زور یې راکړ. بیا یې د خپل ځان سره للو کړم ډېرې خبرې یې اراته وکړې خو یوه خبره چې هېڅ وخت به یې هېره نه کړم هغه داوه چې ویل یې( زویه د دنیا ژوند داسې دﺉ لکه د ماشومانو ژوند چې سهار اخته شي کوټنۍ جوړې کړي. موټرونه واخلي، ښځې وکړي، ښه د خوشحالۍ ژوند جوړ کړي، خو چې ماښام شي دا ټول ترې پاتې شي او هر یو خپل کور ته منډې وهي. دنیا هم همداسې ده ښه د خوشحالۍ ژوند به جوړ کړې، موټر، درسونه، هر څه به وکړې خو اخیر به ترې ځو خپلو ګورونو ته. که زما منې ښه په غیرت کې ژوند وکړه ښه نوم په دنیا پرېږده چې خلک دې تل نوم د نیکۍ په میدان کې اخلي.) د ادکې دې خبرې داسې یغ او تیغ کړم چې ته به وایې چا په ټال کې وزنګولم خو د ادکې هر څه ته توجه وه ژر یې په غېږ کې ټینګ کړم. ( ویده شه زویه سبا به لخیره الوزې) ماته به ښه خوب راغلی وی که هر څو لټ په لټ شوم خو خوب قسم کړی وو چې در خو نشم ادکو هم یو څه ساعت ویښه وه خو بیا خرهاری شیروع کړ چې له برکته یې زه هم ویده شوم. سهار چې ویښ شوم ادکه مې په سر پورې ولاړه وه د اوښکو ډکې سترګې او له ژړا په ډک غږ یې راته وویل( ویښ شه زویه اول لمونځ وکړه بیا ورځه. )ما هم اودس او لمونځ وکړ نور مې بیکونه راپه شا کړل چې په وره کې پلار جان په مخه راغی هغه هم کلک په غېږ کې ونیوم زما په فکر ژړا ورتله نور یې څه ونه ویل روان شو. ادکو تر دروازې راسره راغله بیا یې یو ځل بیا په غېږ کې کلک کړم ورستۍ خبره یې دا وه( نور نو بې وزرو مرغه شوې زویه. نن دلته سبا هلته.خو خدای د باز جوړ کړه نه چل باز) ما د ادکو لاسونه مچو کړل ترې روان شوم ادکو راپسې د شا نه اوبه وپاشلې خو ما خپل ګرېوان وختي په اوښکو لوند کړی وو . نن ددغې کیسې څلورنیم کاله پوره شول زه هغمه د ادکو په خبره بې وزرو مرغه جوړ شوم نن دلته سبا هلته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.