تر ۳ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي

415
3 ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، له دې ډلې یوشمېر یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندل شوي دي.

د طالبانو ادارې د کډوالو چارو وزارت وايي، ۳زره او ۱۸۶ افغان کډوال تېره ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د مۍ ۲۹مه) د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

ددغه وزارت په ټویټرپاڼه لیکل شوي: «د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ۸۸۲ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.»

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر ویلي چې راستانه شویو کډوالو لپاره د کاري زمینو برابرولو پلان ترلاس لاندې لري.

هغه ددغو افغان کډوالو تر راستنېدو یوه ورځ وړاندې پر نړېوالو غږ کړی وو چې افغانانو سره بنسټيزې مرستې وکړي.

طالب چارواکي داسې مهال له ایرانه د زرهاوو افغان کډوالو د راستنېدو اعلان کوي، چې د دې ډلې په واکمنېدو سره افغانستان کې بې وزلي ډېره شوې او د بې کاری کچه هم ورځ په ورځ لوړیږي.

د خوړو نړېوال پروګرام یا WFP یو تازه رپوټ ښيي چې د نړۍ په اتلسو هېوادونو کې چې افغانستان هم په دې نوملړ کې شته، لوږه او بې وزلې د ډېرېدو په حال کې ده.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.