د کره کتونکي ځانګړنې

حکمت الله ملاخیل

603

لنډیز: کره کتنه چې د ادبیاتو یوه ډېره مهمه برخه ده، نو دې برخې ته باید ډېره توجو وشي، که چېرته په ادبیاتو کې کره کتنه موجوده نه وي نو موږ د یوه اثر په مفهموم، مانا او سبکي ځانکړنو نه پوهېږو. ما خپل کار په داسې احساس پیل کړ چې تر څو وکولای شم ټول هغه حقایق وړاندې کړم چې کره کتونکی ورته ژمن اوسئ. ما په خپل کړي کارکې د کتابتوني،څیړنیز ډول، تشریحي او تحلیلي میتود څخه ګټه اخیستې ده.
موخه: مخکې له دې چې د خپلې مقالې په اړوند خبرې وکړم تاسو ته باید د کره کتنې په باره کې لنډ معلومات وړاندې کړم چې کره کتنه څه شی ده؟ او ارزښت يې څه دی.
بنسټیز اصطلاحات: کره کتنه، کره کتونکی، سبکي ځانګړنې…
سریزه: کله چې په پوهنتون کې دنده راکړل شوه چې باید یوه مقاله ولیکم او سپارښتنه دا وه چې باید نوموړې مقاله لږ تر لږه لس ماخذونه ولري د استاد له خوا راته د کره کتونکي ځانګړنې تر عنوان لاندې موضوع را کړل شوه زه ډېر په تشویش کې وم چې دا به څنګه کېږي؟ دې ته به لس ماخذونه له کومه کوم رښتیا هم د کار پیل سخت وي نو کله مې چې د اړوند عنوان پسې کتابتونه ولټول او کتابونه مې وموندل او مطالعه مې کړل نو زما اړونده موضوع په کې ښه منعکس شوې وه، د کره کتنې مضمون مو په شپږم سمستر کې ولوست، لږ ډېر شیان مو ترې زده کړل خو کله مې چې د اړوندې موضوع په باره کې کتابونه ولوستل کره کتنه مې په بشپړ ډول وپیژنده، د یادې مقالې په بشپړولو کې مې له ځینو اثارو او کتابونو څخه استفاده کړې ده. ادبي کره کتنه، د کره کتنې مشال، د کره کتنې بهېر، د کره کتنې مکتبونه، څیړنه او داسې نور د یادولو وړ دي.
د کره کتنې لغوي او اصطلاحي شننه: کرکتنه په عربي کې نقد او په انګریزۍ کې یې کرټیسزم(criticism) په فرانسوي کې یې (lacratique) او په المانۍ کې یې (kritik) بولي، دغه ټولې نومونې د یوناني له (krites) څخه چې دحاکم اوقاضي ماناورکوي اخیستل شوي، په پښتو کې کره کتنې نوم له دوه کلیمو څخه رغیدلی، یو یې کره او بل یې کتنه ده د دغه ترکیبي نوم مانا په غور او دقت کتنه اوارزونه ده.
اصطلاحي شننه: لغوي شننه دکره کتنې اصطلاحي شننې ته لاره پرانیزي، کره کتنه له اره د یو ادبي آثر ارزونه یا د یو ادبي آثر ښیګڼې او بد ګڼې رابرسیرول دي.(ازمون،۱۴۰۰. ۲۴ـ۲۳).
د کره کتنې پیدايښت : د کره کتنې د پیدايښت په هکله د ادبپوهانو په نظرونو کې اختلافات لیدل کېږي، لکه د ځېنو تاریخي او نورو ادبي او ټولنیزو پدیدو په شان د کره کتنې دقیق تاریخ هم څرګند نه دی. (( د ځینو ادبي تیوریسنانو په نظر ادبیات او کره کتنه یو ځای منځته راغلي دي، ځکه هر وخت چې شعر ویل شوی دی او یا ډرامه ښودل شوې ده هرو مرو يې پر اوریدونکو او لیدونکو باندې یو ډول اغیزه کړې ده(( (یون، ۱۳۹۴. ۴۰ ).
د کره کتنې اړتیا او ارښت:که موږ غواړو چې د یو اثر په معنوي او لفظي ارزښت پوه شو ماهیت يې رابرسیره کړو پر ښیګڼو او بدګڼو يې ځان پو کړو جوهر يې څرکند کړو نور له ښویدو او غلطیو څخه وژغور نو اړینه ده چې کره کتنه د یوه اصل په توګه ومنو.که کره کتنه نه وي نو طبیعي خبره ده، چې موږ د یوه اثر په جوهر، سبکي ځانګړنو، ارزښت او تیروتنو او ښویېدنو نه پوهېږو(ازمون،۱۴۰۰. ۲۱ـ ۲۲).
د کره کتنې موضوع: د ادبي آثر په داسې کچه کتل دي چې د هغه آثر ښه او نیمګړي اړخونه په داسې ډول دلوستونکو مخې ته کیږدي چي له ریښتینولۍ او پوهې څخه پکې کاراخیستل شوی وي(همکار، ۱۳۹۵. ۴).
کره کتنې ژبه: ادبي کره کتنه د یو ادبي اثر هر اړخیزه ارزونه ده، ادبي اثار په ادبي ژبه لیکل کېږي، ادبي ژبه د بدیع او بیان له صنعتونو نیولې تر فصاحت، بلاغت، ګرامري توکو، تعبیرنو او تصویرونو پورې هر ډول ښکلاییز توکي د دې لپاره کاروي چې هم محتوا ورباندې ښکلې شي او پر لوستونکي ( مخاطب ) د اثر د اغیز چارې ته پام وکړي. که څوک په ادبې اثر کره کتنه کوي، نو اړ دی چې لږ تر لږه له ادبې ژبې سره هم بلدتیا ولري او دغه ځانکړنې د خپلې کره کتنې په ژبه کې هم پلې کوي. د کره کتنې ژبه په دوو څانګو ویشل شوې ده.
الف: شفاهي ژبه
ب: لیکنې ژبه(رحماني،۱۳۹۹. ۳۴ـ ۳۵).
ادبي کره کتنه: هنري اثار په هر اړخیزه توګه تحلیلوي، د هغوي ایډیالوژیکي او هنري ارزښت په ګوته کوي، ادبي کره کتنه دنده لري چې د لوستونکي سره د یوه اثر په هر اړخیز تحلیل، درک او ارزونه کې مرسته وکړي (حکیمي، ۱۳۹۴. ۳۰).
د ادبې کره کتنې اصول: ادبې کره کتنه ځانته اصول او ضوابط لري، د ادبي کره کتنې لومړی کار د دې لیدل دي چې په هنري اثر کې چې کومه تجربه وړاندې شوې ده، یا په بله وینا کومه ولوله یا اند چې په هغه کې ځای شوی دی، د هغه ارزښت څه دی؟ کوم څه چې ویل شوي هغه څه بابیزه ( معمولي ) یا زړه خبره ده که تازه او اند پاروونکې؟
د ادبي کره کتنې بل کار د دې لیدل دي چې هنرمند خپله تجربه په اغیزناکه توګه وړاندې کړې ده که نه؟ځکه د وړاندې کولو انداز او ډول هغه څه دي چې په هنري اثر کې زړه راکښون پیدا کوي او د دې لپاره هنرمند ته په کار ده چې بېلې بېلې هنري وسیلي په کار واچوي(همت، ۱۳۹۲ .۱۴۱ـ۱۴۰).
د کره کتنې مشهور ډولونه
۱ـ امپرسونیستي (انطیباعي) کره کتنه
۲ـ تاریخي کره کتنه
۳ـ متنې کره کتنه
۴ـ شکلي کره کتنه
۵ـ قضايي کره کتنه
۶ـ تحلیلي کره کتنه
۷ـ اخلاقي کره کتنه
۸ـ اسطوروي کره کتنه (فیاض، ۱۳۹۳. ۱۱۵ـ ۱۳۲).
د کره کتونکي ځانکړنې: ما د کره کتونکي د ځانګړنو په اړه د پوهانو نظریات وڅیړل هغو نظریاتو ته مې لومړيتوب ورکړ چې تر ډېره یې معیاري مطالب وړاندې کړي وه. او په تفصیل سره يې د کره کتونکي ځانګړنې واضع کړې وې چې په لاندې ډول دي.
۱ـ د کره کتونکي ذهن ډېر ارزښتناک دی، چې له بېلابېلو کشمکشونو، فکرونو او رایو څخه ډک وي.
۲ـ علم (پوهه ) لرل د کره کتونکي پوهه باید ډېره پراخه وي، ولې چې د ده د لنډ تنګ علم پواسطه به د ده دایره تنګه وي.
۳- کره کتونکی باید په پوره مسوولیت په دې اړه سوچ وکړي او خلک دې د سمې لارې په ځای پر کږو وږو نه سموي.
۴- ډير لوړ دماغي او ذهني تیاری لرل د کره کتنې د دندې د ادا کولو لپاره کره کتونکي ته اړینه ده،
چې ډېر لوړ دماغي او ذهني تیاری ولري او که نه هغه به د خپلو لوستونکیو له لار ښونې څخه عاجز
وي.(همکار، ۱۳۹۸ . ۸۰ـ ۸۲).
د کره کتونکې ځینې نورې ځانکړنې :
۱_ کره کتونکی بویه د کره کتنې لپاره داسې یوه پنځونه( شعر یا لیکنه) وټاکي، چې ده ته يې خوند ورکړی وي او خوښ يې وي.
۲ــ کره کتونکی باید تر شاعر او لیکوال ډېره پوهه او پراخه مطالعه ولري پر ادبي مطالعه سربیره ورته د نورو پوهو ( لکه ارواپوهنې، فلسفې، سیاسي تاریخ او…) څه نا څه لوست هم اړین دی.
۳ــ کره کتونکی بویه نیاومن( عادل) او ناپېلی وي په پریکړو کې د چا د ملګرتیا، شتو او اغیز پروا ونه کړي.
۴ــ کره کتونکی بویه د خپلې ټولنې او ادب له ارزښتونو خبر وي.
۵ــ کره کتونکی باید مستدل او منطقي سړی وي.
۶ــ کره کتونکی که په خپله لیکوال یا شاعر وي، ښه ده؛ خو کره کتنه بیله وړتیا او مطالعه غواړي.
۷ــ کره کتونکی باید د شاعر له چاپیریال، وخت، حالاتو او سیاسی یا بلې مفکورې سره بلد وي.
۸ــ کره کتونکی بویه د کره کتنې له بېلابېلو لارو، چارو او ډولونو سره اشنا وي( اختر، ۱۳۹۴. ۴ـ۳).
۱ـ کره کتونکی باید په خپله موضوع پوره لاس بری وي.
۲ـ کره کتونکی باید هیڅ ډول تعصب ونه لري.
۳ـ کره کتونکی باید په خپلو قضاوتونو او د موادو په تفسیر کې خپله بشپړه بې طرفي وساتي.
۴ـ کره کتونکي باید د علم خاصه ژبه زده وي او د علمي مطالبو د فهم له لپاره بشپړ چمتوالی ولري(افغان، ۱۳۹۸. ۲۱ـ ۲۳).
پایله: نن ورځ په افغانستان کې په هر کال کې په سلګونو کتابونه چاپ کېږي اما د کره کتنې اصل ته پکې پاملرنه نه کېږي چې په تحقیقي اثاروکې بېلابېلې ستونزې را ولاړې کړي دي که چېرته په افغانستان کې داسې یوه پروسه او سیستم را منځته شي چې هر تحقیقي اثر مخکې له چاپ څخه ورته وړاندې شي هغه ستونزې لکه ادبې غلا، کاپي موضوعات او هغه مطالب چې له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي حل شي ماهم وغوښتل چې د خپلې مقالی په تحقیق کې له داسې منابعو څخه استفاده وکړم چې تر ډېره پوري د یوه تحقیقي اثر ارزښت يې درلود.
اخځلیکونه
اختر، سلیم.( ۱۳۹۴)، د کره کتنې مکتبونه، مومند خپرندویه ټولنه.
ازمون، لعل پاچا.(۱۴۰۰)، د کره کتنې بهېر، سمون خپرندویه ټولنه.
ازمون، لعل پاچا.(۱۴۰۰)، دکره کتنې بهېر، سمون خپرندویه ټولنه.
افغان، شازیه. ( ۱۳۹۸)، څیړنه، انتشارات نویسا.
حکیمي، رحمت الله.(۱۳۹۴)، د ادبپوهنې اساسات، مستقبل خپرندویه ټولنه.
رحماني، ګل رحمن.(۱۳۹۹)، د ادبي کره کتنې مشال، سمون خپرندویه ټولنه.
فیاض، فیض محمد.(۱۳۹۳)، ادبي کره کتنه، ختیځ خپرندویه ټولنه.
همت، عبدالماک.(۱۳۹۲)، ادب او ادبي کره کتنه، صحاف نشراتي موسسه.
همکار، محمد ابراهیم.(۱۳۹۵)، ادبي کره کتنه، بیا کتنه، مومند خپرندویه ټولنه.
همکار، محمد ابراهیم.(۱۳۹۸)،کره کتنه، همکار خپرندویه ټولنه.
یون، محمد اسمعیل.(۱۳۹۴)، کره کتنه،کتابخانه الکترونیکي امین.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.