موږ څنګه کودتا وکړه!؟ (دویمه برخه)

بریال حبیبي

591
څرنګه چې زما انګرېزي زده وه، نو ملګرو زه د ویاند په توګه وټاکلم او وپتېلې شوه چې د هیئت په استازولۍ له سفیر سره خبرې وکړم.
کله چې د امریکا سفارت ته وردننه شوو، که مو کتل نو پینځو ـ شپږو نورو کسانو تر موږ مخکې د انقلاب کولو فکر کړی وو.
ښاغلي سفیر په ورین تندي موږ ته ښه راغلاست ووایه، ما خبرې پیلې کړلې او چې کله مې له سریزې وروسته غوښتل اصلي مطلب ته راشم، وپوهېدم چې په انګرېزي کې رانه د انقلاب کلیمه هېره شوې ده.
سفیر په وازه خوله انتظار کاوه، چې پوه شي زموږ ددې لیدنې موخه څه ده؟
او زه بیا په خورا ناآرامۍ په ذهن کې د انقلاب په کلیمه پسې ګرځېدم.
چې هر څومره هڅه مې کوله، د انقلاب کلیمه نه رایادېدله؛ له ملګرو نه مې وپوښتل، خو هغوی په انقلاب څه آن د انګرېزي ژبې په تورو نه پوهېدل.
سوک شوی لاس مې په هوا کې ښوراوه او د سترګو و اورېځو په اشارو مې غوښتل چې ښاغلی سفیر وپوهوم، چې غواړو نن شپه انقلاب ترسره کړو؛
خو ښاغلی سفیر لومړی پوه نه شو او په دې ګومان چې زه یې توهین کوم، خورا په غوسه معلومېده؛ خو وروسته په ډېرو ښکته و پورته کېدلو و ځمکه آسمان ګزولو دومره وپوهېده، چې موږ کوم بد نیت نه لرو او غواړو د انقلاب په اړه د ده نظر واخلو.
سفیر وویل:
که چېرې بریالي شوئ، موږ مو ملاتړي یو؛ خو که چېرې ماتې وخورئ، نو موږ اړیو چې له اوسني حکومت نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.
کله چې زموږ لیدنه و خبرې تمامې شوې، له سفارت نه راووتلو او سمدستي مو کار را شروع کړ.
زموږ ډلې له کوم مقاومت پرته راډیو تر خپل کنټرول لاندې راوستله؛ د پلان دویمي برخه دا وه، چې د راډیو له تصرف وروسته نور ملګري خپلې دندې پیلې او له راډیو نه د انقلاب خبرتیا خپره شي… .
لس دقیقې تېرې شوې، خو له ملګرو نه خبر راونه رسېد؛ نیم ساعت وشو، یو ساعت؛ دوه ساعته هم تېر شول، خو خبر راونه رسېد.
اندېښمن شوم، جناب جنرال (ابن وال) ته مې وویل:
هسې نه ملګري نیولي شوي وي او اوس زموږ لوري ته را روان وي؟
ښاغلی جنرال چې لکه پاڼه لړزېده، ځواب راکړ:
که چېرې دولتي ځواکونه راشي او رانه وپوښتي چې دلته څه کوئ، څه ځواب به ورکوو؟
ـ رښتیا وایئ ښاغلیه، موږ خو دې ستونزې ته هیڅ فکر نه وو کړی!
ـ یوه حللاره مې فکر ته راغله!
ـ څنګه، ښاغلیه؟
ـ که چېرې کوم څوک راغی، ټول به په تمرین کولو و سرود ویلو شروع وکړو.
ـ خو ښاغلیه، زما هیڅ ډول میوزیک نه دی زده.
جناب جنرال وخندل، ویې ویل:
نو ته وایې، زما زده دی؛ که چېرې کوم څوک راغی، باید داسې وښایو چې میوزیک غږوو!؟
په کوټو کې وګرځېدو…؛
یو ویلون، یو شېپور او ځینې نور داسې وسایل مو وموندل، چې په نومونو یې نه پوهېدو؛
خو یوه سرتېري ښه شېپور/ بېګل واهه او کښېناست چې نورو ته یې ور زده کړي… .
جنرال ته مې وویل:
ښاغلیه؛
که تشریف یوسئ او وګورئ چې ملګري په څه شي مصروفه دي او تر اوسه یې ولې کوم خبر نه دی راکړی، ښه به نه وي؟
جناب جنرال چې ته به وایې همدې وړاندیز ته یې له ډېره وخته شېبې شمېرلې، لکه برېښنا له سټوډیو نه بهر ووت.
ولاړ، ولاړ او دې وخت کې نو څه باندې دوه ساعتونه ووتل؛ کله چې د جناب جنرال کومه پته ونه لګېده، نو یو سرتېری مې ورپسې ولېږه؛
هغه هم ولاړ، بیا را نه غی.
لږه لږه وېره راباندې راتله، له ځان سره مې وویل:
هسې نه موږ دلته آرام ناست او ملګري ټول نیولي شوي وي؛ ښه به نه وي، چې هر څومره ژر حکومت ته خبر ورکړم چې انقلاب ترسره کېږي!؟
په همدې فکر کې وم، چې ستر جنرال صېب راښکاره شو؛ ویې ویل:
ښاغلی ډګروال؛ کوم ملګري چې تللي او بیا نه دي راغلي، په دې مانا چې نورو ملګرو انقلاب ترسره کړی؛
نو ښه داده چې تاسو جناب میکروفون خلاص او خلکو ته خبر ورکړئ چې انقلاب ترسره شوی او نه باید څوک مقاومت وکړي.
ورته ومې ویل:
جنرال صېب؛
په راډیو کې ددغې خبرې کول خورا آسانه دي؛ خو فکر وکړه که چېرې زموږ ملګري نیولي شوي وي، نو له راډیو نه ددغه خبر نشر به څومره بې مانا وبللی شي.
جنرال قانع شو، ویې ویل:
رښتیا وایې، تاسو په حق یاستئ!
ومې ویل:
لږ نور هم صبر کوو؛ که چېرې کوم خبر راونه رسېدو، په یو ډول نه یو ډول باید اړیکه ونیسو.
شېبه نه وه شوې، چې برېښنا هم ولاړه؛ سمدستي مې کوڅې ته وځغستل… په ټول ښار کې ټکی رڼا نه وه، نه کوم موټر ګرځېده او نه کوم رېل ګاډی.
پلی د انقلاب مرکزي ودانۍ ته روان شوم، ډګروال (ابوالفتح خان) هالته وو، ترې ومې پوښتل:
ښاغلی ډګروال، کوم نوی خبر؟
ویې ویل:
که چېرې پوهېدلای چې انقلاب هغومره آسانه دی؛ هاغه وخت مې انقلاب کاوه چې افسر وم او سم دم به مارشال شوی هم وای.
ومې پوښتل:
نن شپه څه وشول؟
ویې ویل:
ټول مو ونیول!
ـ څوک؟
ـ په موږ سربېره یوې بلې ډلې هم غوښتل، نن شپه انقلاب راولي؛ خو مخکې تر دې چې دولت خبر شي، موږ خبر شوو او ټول مو ونیول؛
راپورونه داسې دي، چې نن شپه څلورو ډلو غوښتل انقلاب ترسره کاندي.
ـ تاسو چې خپل کارونه پای ته رسولي وو، نو ولې مو موږ ته خبر رانه کړ چې د راډیو له لارې دغه زېری تر ټولو خلکو پورې ورسوو؟
ـ د خبر رسوونې کومه وسیله مو نه درلودله؟
ـ زنګ به مو وهلی وو؟
ـ ټلیفونونه کار نه کوي.
نور بیا… .
لومړۍ برخه:

 

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.