د مـیـنـې ژبـه

شبانه همدرد   

642

زه نه غواړم چې ناول ولیکم، بلکې غواړم، یو مینه ییز ناول ورسره تجربه وکړم؛ چې پیل منځ او پای ولري.

نوم یې پاک احساس وي. په حقیقي نړۍ کې شتون ولري نه دا چې یوازې د خوب او خیالاتو په نړۍ کې. اصلي کرکترونه یې زه او هغه به اوسو.

 فرعي کرکټرونه به یې زمونږ ملگري او خپلوان مو  وي.

 په اډانه جوړولو کې یې دواړو نقش ولرو. که چېرې اډانه مو بې نظمه شوه، نو دواړو به هڅه وکړو چې یووالی او وحدت پکې رواړو.

مکالمه یې هم زمونږ مینه ناکې خبرې به وي؛ ساده، خوږه، پزره پورې خو ډک له خندا او شوخۍ نه؛ او د همدې خبرو اترو یا مکالمو له لارې یو بل ته د زړه خبرې ووایو؛ کله زه ورته غوږ ونیسم، او کله هغه ماته، بیا د مکالمې پر مهال په کړس کړس وخاندو چې غږ مو یو ښه او ښکلې موسیقي رامنځته کوي.

که څه هم زمان او مکان یې زمونږ په لاس کې نشته؛ خو بیا هم دواړو د یو ښه زمان او ښکلی مکان په لټه کې اوسو؛ چې یو له بل سره وگورو، په داسې یو زمان کې چې ځمکه، اسمان، سیندونه، سمندرونه، ټول کاینات یې د مینې نارې ووهی. داسې یو مکان چې په آسمان یې د مینې ړنا ځلېږي. د مینې مرغان پکې والوزي. ستوري یې میینان وي. هوا یې لکه زموږ د زړونو په شان پاکه او صافه به وي.

صحنه او منظره یې دومره ښکلې او په زړه پورې به وي؛ چې موږ له ځان سره ووایو، لکه چې خوب ووینو!

داسې یوه منظره چې د سیند په غاړه وي، بیا

 په سیند کې د مرغانو جوړې چې مونږ په شان یوازې د مینې په نړۍ کې ډوب،هره خواته یې گلان او بلبلان وي چې موږ  د هغوی د مینې څخه مینې زده کړو.

 زه د یو بلبل په شان ستا خواته وگرځم  او د مینې سندرې درته وایم ،او ستا زیبایی،خوشبویي یوازې زما لپاړه وي.

هدف یې یوازې مینه او مننه وي.

لانجه، ناورین،غبرگون پکې نه وي.

 پرېکړه مو یوازې په مینه ښکلې شي

داسې یوه منظره چې هر هغه شي یې د مینې استازیتوب کوي.!

 ژوند مو ډک له ښې پېښې وي، که چېرې له بدو پېښو سره مخامخ کېږو؛ بیا هم یوځای د هغې  دمنځه وړلو یې هڅه به وکړو.

ژوند مو ډک له تلوسه او لیوالتیا به وي، چې تر آخره پورې په خوند خوند به یې تېروو.

ژبه مو روانه ساده اغیزښندونکي به وي، چې هر څوک پرې پوه شي؛ چې مونږ یوازې د مینې په ژبه غږېږو.

په ټوله کې پیغام یې دا به وي چې

یو وارې لاس په لاس کې راکړه

دا لاسنیوي به دې تر مرگه یادومه

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.