یو ولسي پوهنتون لسګونو زرو محصلینو ته په وړیا ډول انلاین زده کړې ورکوي

1,070

یو ولسي پوهنتون لسګونو زرو محصلینو ته په وړیا ډول او نړیوال سټندرد انلاین زده کړې ورکوي

 په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو او د نجونو پر وړاندې د منځینو ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تر تړل کېدو وروسته په کور دننه او له دغه هېواده بهر د انلاین زده کړو لپاره هڅې پیل شوې.

حامدالله افغان چې د افغانستان پرانيستي پوهنتون بنسټګر دی، وايي: “موږ سره تقريباً یوولس زره افغان محصلين نجونې او هلکان، د وټس‌اپ او ټلېګرام له لارې، په اړیکه کې دي.”

نوموړی وايي، وروسته له هغه چې تېر جمهوري نظام سقوط وکړ او د افغانستان په يو شمېر پوهنتونو کې د استادانو تشه رامنځته شوه، نو د يوه وړيا پوهنتون جوړولو انګېزه ورپيدا شوه.

افغان وويل، له استادانو او د زده کړو له يو شمېر ملاتړو څېرو سره په مشوره يې یوه ګډه طرحه جوړه کړه، چې د طالبانو حکومت د عدليې وزارت سره د راجستریشن حکم په لاس کې درلود، او پر اساس به یې په افغانستان کې ۱۰۰ سلنه وړيا پوهنتون پرانېزي.

نوموړی وايي، تر ۳۰۰ ډېر افغان استادان دې ته چمتو شوي وو چې په حضوري او انلاين ډول دوی سره په وړيا ډول تدريس وکړي، خو وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې، د دوی د پوهنتون حضوري فعاليت پيلېدو چارې ټکنۍ شوې.

افغان زیاتوي، تر دې وروسته دوی په انلاين طرحې کار وکړ، چې په خبره یې دا مهال شاوخوا یوولس زره محصلانو په مستقيم او ۲۷۰۰۰ زرو په غیر مستقیم دوی سره بېلابېل درسونه او نړيوالې ژبې په وړیا  او نړیوال سټندرد ډول تعقيبوي.

نوموړي وايي: “اوسني فعاليتونه چې زموږ روان دي، د افغانستان د پرانيستي ټولنې تر نامه لاندې دي. اوس موږ د دې ټولنې له لارې دوه ستر فعاليتونه سرته رسوو. اول موږ تقريباً په لسګونه زره وړيا کورسونو ته لاسرسی لرو چې د دنيا په مختلفو تدريسي پلټفارمونو کې دي، ځکه د کرونا په راتګ سره زښته زيات کورسونه او مهم درسونه انلاين شول. موږ سره اوس له ۵۰ تر ۶۰ نړيوال پلټفارمونه دي چې دا تر ټولو معتبر دي او سندونه يې له خارجي پوهنتونو څخه دي.”

افغان وايي، دوی خپلو زده‌کوونکو او محصلانو ته په انګليسي، فرانسوي، جرمني، ډيجېټل مارکېټنيګ، پراجيکټ منېجمنټ، ليډرشيپ اينډ مارکېټنګ، وېب پېج ډيزاين او کمپيوټر برخو کې نړيوال کورسونه نيولي او هغوی يې په منظم ډول وړیا تعقيبوي.

نوموړی وايي، هغه زده‌کوونکي چې دوی سره زده‌کړې تعقيبوي، ۷۰سلنه يې نجونې دي.

همدارنګه ډېر شمېر زده کړیالان چې اوسمهال د افغانستان پرانيستي پوهنتون انلاين برخه کې پر زده کړو بوخت دي، خوښ بریښي، ټولو افغان بچیانو ته یې لوی فرصت او خدمت بولي او غواړي چې په یاد پوهنتون کې بېلابیل ټولګي تعقیب کړي.

بل خوا د افغانستان پرانیستي پوهنتون وړیا فعالیتونه په کور دننه او بهر ستایل شوي او ملاتړ ترې اعلان شوی دی.

د یادونې ده، چې مخکې تر دې یو شمېر نورو بنسټونو او پوهنتونونو هم د افغان محصلانو په ځانګړي ډول د نجونو محصلانو لپاره د انلاين زده کړو زمینه برابره کړې وه، چې د محصلانو له‌خوا یې هرکلی شوی و، خو د برښنا نه شتون او د انترنېټ خراب کیفیت یې په وړاندې لویې ننګونې بلل شوې وې.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.