تورې دانې

732

تورې دانې فارسی کې ورته سیاه دانه وایي پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي تورې دانې د هر مرض دوا دي بیدون له مرګه او د هر درد لپاره د ارام باعث ګرځي د سرنه نیولې ان ترنوکانو دردونه اراموي
د تورو دانو او شهدو ګټې

۱: سر دردلپاره

تورې دانې وټکوئ او شهدو سره یې میکس کړئ سهار او ماښام یې په نهاره وخورئ او یاهم دردمند ځای د تورو دانو په تېلو ښه مالش کړئ

۲: دغاښ درد لپاره.
د تورو دانو پوډر [میده شوې] د مڼې له سرکې سره میکس کړئ
او غرغړه یې کړئ د غاښونو درد به مو ارامه شي

۳: د شکر لپاره
تورې دانې ښې چوش کړئ چاڼولونه نه وروسته یې سهار او ماښام په نهار یوه یوه پیاله وشکئ

۴: دسترګو لاندې تورې حلقو لپاره
د تورو دانو بخار او تېل هم د سترګو لاندې حلقې له منځه وړي

۵: د بندونو دردونه.
د تورو دانو تېل د بندونو دوه دقیقې مالشولو سره ارامېږي او نرمېږي

۶: له ولادت نه وروسته
د زنانوؤ لپاره بهترینه نسخه ده چې ۷ څاڅکي تېل په نیم ګلاس شیدو کې واچوي او سهار او ماښام یې په نهاره وشکي وجود به یې نرم او دردونه به یې ارام او ستړیا به یې ختمه شي.

۷:د ملا او پښو درد لپاره.
له شهدو سره دټکول شویو تورو دانو خوړل د ملا او پښو دردونه اراموي

۸ : د وېښتانو د سپینوالي مخنیوی کوي.
د تورو دانو زیات استعمال سره په وجود کې بېلابېل ویټامینونه ذخیره کېږي او د وېښتانو دسبینوالي مخنیوی کوي او وېښتان جلاداره ساتي

۹: د زړه درد لپاره.
د تورو دانو او د تورو دانو روغن خوړل له شهدو سره د زړه درد ختمېږي او دزړه رګونه خوشې کوي

۱۰ : هغه میندې چې شودې یې کمې وي
له شهدو سره دې درې وخته په نهاره استعمالوي شودې به یې زیاتې شي

۱۱ : د سرطاني ناروغیولپاره
کولی شئ چې هم پرې کوم ځای چې سرطاني زخم وي په روغن کلونجي یې مالش او هم یې شهدو او شیدو سره وخورئ

۱۲: د ګردو او مثانې د تیږو لپاره
تورې دانې او یاهم د هغې تېلو استمال ګردې او مثانه له منګ او میکروب نیولو څخه ژوغوري اوشته چرک ترې خارجوي

۱۳ : د معدې لپاره
د تورو دانو استعمال دمعدې لپاره تاځه وربښي او په معده کې د هضمې سستم پیاوړی کوي او د معدې د زخم د روغېدو سبب ګرځي

۱۴: دسږو او نفس نتګۍ لپاره
دتورو دانو تېل او خپله ددانو استعمال سږي وینځي او د تنفس د پیاوړتیا لپاره بهترین درمل دي
توجو حامله داره ښځه دې نه استعمالوي چې خدای مکړه دزیان خطره یې زیات.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.