لنډه کیسه: خونکار

لیکواله: حیا نظري

364

نن بیا د غوټی ژړا د ځمکی او اسمان موجودات په ژړا کول ځکه بیا یی ورور پری وینی تویی کړی وی یوازی په دی خاطر چی د ورینداری سره یی خبره غبرګه کړی وه.

هغه نه پوهیده چی نن بیا ولی یی زړه بدګواهی ورکوله په خوږ زړه یی مور او پلار ډیر وریدل،  له ځان سره بنګیده: که مور اوپلار می ژوندی وایی ورور به می راسره داسی نه کول.

هغی لا د خپل زړه زخمونه ګنډل چی ورور یی ترهیدلی په دروازه کی شکاره شو ددی لپاره چی ورور یی بیا غوسه نه شی ړنګه بنګه پورته شوه، هډوکو یی د زړی جونګړی د لرکیو په شان غچهار کاوه؛ نغری ته لاړه تر څو ورته چای تیار کړی.

کله چی چای په لاس د کوتی وره ته ورسیده لکه اسمانی تندر د ورور غږ یی واورید: هووو هغه می وواژه او په بدل کی یی غوتی ورکوم!

غوتی په ځان کی د دریدو طاقت ونه لیده په منډه خپلی کوتی ته لاړه،

اوښکو ته یی هم د سترګو په کاسه کی ځای پاته نه وو، د ګریوان په لور یی په منډه کی د یو بل نه ځان مخکی کاوه ورځی هم د هغی اوشکی نه شوی زغملای خپل روښانه څادر یی ورو ورو ټولاوه او ځای یی شپی ته پریښود،

هغه سهار د مرګ د قاصد په شان د هغی ټولی هیلی د تورو خاورو لاندی کولی،

هغه لا د نغری په خوا کی په خړو جامو کی د خپل قسمت سره په جنګ وه چی ورور یی ټکان ورکړ؛ پاڅه خپل نوی کور ته دی لاړه شه!

غوټی هم په چوپه خوله د ورور سره د هغه کور په لور روانه شوه په کوم کی چی باید د ورور د ګناهونو سزا ګوری.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.