د پوهتنون یوه افغانه محصله چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، وايي :”زه یوازې غواړم څوک مې غږ واوري. زه درد تېروم او یوازې زه دا وضعیت نه لرم بلکې زما په ټولګي کې ډېرې نجونې د ځان وژنې فکرونه کوي. مونږ ټول په ژور خپګان اخته یوو او هېڅ هیله مو نه ده پاتې.”
بی بی سی/ پښتو
دا د یوې شل کلنې افغانې محصلې د خولې خبرې دي. هغې څلور میاشتې وړاندې وروسته له هغې د ځان وژنې هڅه وکړه چې د تېر کال په ډيسمبر کې د طالبانو حکومت د ښځینه محصلانو پر مخ پوهنتونونه وتړل.
هغه اوس د یوه ارواپوه تر درملنې لاندې ده.
بي بي سي په دې رپوټ کې د خوندیتابه لپاره د ځینو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي او یا یې په مستعارو نومونو یاد کړي دي.
ارواپوه ډاکټر ایمل وايي: “مونږ افغانستان کې د ځان وژنې د فکرونو له یوې وبا سره مخ یوو. وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب دی او نړۍ یې ډېر کم فکر کوي او لږ پرې غږېږي.”
نوموړی زیاتوي: “کله چې تاسو خبرونه اورئ، د لوږې د ناورین په اړه ډېر اورئ خو هېڅوک د رواني روغتیا په اړه نه غږېږي، داسې ښکاري چې خلک ورو ورو مسمومیت کېدو خواته روان دي، ورځ په ورځ خپلې هېلې له لاسه ورکوي.”
ډاکټر اېمل مونږ سره خبرو کې وویل، پر پوهنتوني نجونو د زدکړو له بندیز یوه ورځ وروسته ورته د رواني مرستې لپاره ۱۷۰ زنګونه ورغلي وو. خو وايي اوس هره ورځ شاوخوا ۷ یا لس زنګه ورته راځي.
دی وايي، ناروغانې یې ډېرې نجونې او ځوانې ښځي دي.
د افغانستان په څېر یوې نرواکه ټولنه کې چې لسیزو جګړې ځپلې، ملګرو ملتونو اټکل کړی چې پر دغه هېواد د طالبانو له واګو مخکې هم هرو دوو کسانو کې یو یې له رواني ناروغۍ کړېده، چې ډېرې یې ښځې وې.
ځینو کاروپوهانو بي بي سي ته ویلي، وضعیت اوس له پخوا لا بدتر شوی دی او د ناورین تر کچې رسېدلی دی.
ډېره ګرانه ده چې خلک دې د ځان وژنې په اړه خبرې وکړي خو شپږو کورنیو مونږ سره ومنله چې خپلې کیسې راته وکړي.
د نادر کورنۍ یوه له همدغو ده. نوموړی وايي، لور یې سږ کال د ښونځيو د نوي ښوونیز کال د پیل پر لومړۍ ورځ ځان وژنه کړې.
هغه وايي: “تر هغې ورځې په دې باور وه چې بلاخره به یې ښوونځي پر مخ پرانیستل شي. هغه په دې خبره ډاډه وه. خو کله هغسې و نه شول، مقابله یې و نه شو کړای او ځان وژنه یې وکړه.”
نوموړی زیاتوي: “هغه پر ښوونځي مینه وه، ډېره هوښیاره وه او غوښتل یې درس ووايي او خپل وطن ته خدمت وکړي خو کله چې ښوونځي تړلي پاتې شول، ډېره خپه شوه او ژړل یې.”
نادر چې کله مونږ ته د خپلې کورنۍ کیسه کوله، ډېر دردمن ښکارېده.
هغه وايي: “ژوند مو وران شوی. نور هېڅ مانا راته نه لري. زه د خپل ژوند تر ټولو سخت حالت کې یم، ښځه مې ډېره خپه ده هغه دا خبره نه شي زغملی لور یې دې مړه شوې وي.”
مونږ دا او دې ته ورته نورې کورنۍ چې رواني ناروغیو سره مخ دي، د رواني روغتیا له متخصصینو سره په اړیکه کې کړل.
د یوې بلې شل کلنې نجلۍ پلار هم مونږ ته د خپلې لور د ځان وژنې کیسه وکړه چې ولې یې دا کار کړی.
هغه وايي: “لور مې غوښتل ډاکټره شي، کله چې ښوونځي وتړل شول خپه وه. خو کله یې چې کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه هم ور نه کړه، ټولې هېلې یې بایلودې، دا د نه زغملو تاوان دی.”
له دې خبرې سره یې پلار غلی کېږي، او په ژړا پیل کوي.
نورې پېښې هم ورته دي. ژوند ته د ګڼو افغانو نجونو او ځوانو ښځو تمې لنډې شوي او هر څه په ټپه ولاړ دي.
مونږ د مهر په نوم یوې ښوونکې سره خبرې وکړې. هغې راته وویل چې دوه ځلې یې هڅه کړې ځان ووژني.
د هغې په وینا: “طالبانو د نجونو زدکوونکو پر مخ ښوونځي وتړل، نو ځکه ما هم خپله دنده له لاسه ورکړه. زه مې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې وم او اوس یې لګښتونه نه شم پوره کولی. دې حالت واقعا پر ما ډېر اغېز کړی دی.”
هغه همدا راز زیاتوي: “زه مجبوره وم کور کې پاتې شم، ځکه کورنۍ مې پر ما فشار راوسته چې باید واده وکړم. راتلونکې ته مې ټولې هېلې له لاسه ورکړې وې. ډېره خپه او سرګردانه وم، هڅه مې کوله ځان ووژنم او خپل ژوند پای ته ورسوم.”
مونږ له هغه وروسته په دې برخه کې څېړنې پیل کړي چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د افغان ښځو د ځان وژنې رپوټونه خپاره شول.
ډاکټر شان چې د رواني نارغیو متخصص ډاکټر دی، بي بي ته ویلي: “وضعیت ناورینونکی او نازک دی، خو مونږ ته اجازه نه راکول کېږي چې د ځان وژنې احصایې ثبت او یا یې تر لاسه کړو. زه په دې باور یم چې به تاسو داسې څوک و نه مومئ چې روني ناروغ نه وي.”
یوه څېړنه چې په هرات ولایت کې د افغانستان د ایپیډیمولوژیکي څېړنو مرکز له خوا شوې، او د روان کال مارچ میاشت کې خپره شوې وه ښودلي، چې له درېیو دوه برخې افغان ځوانان د ژور خپګان نښې لري.
ملګرو ملتونو هم “د رواني ناروغیو د ستونزو د پراخېدو او د ځان وژنې د رپوټونو د زیاتوالي” خبرداری ورکړی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وایی، دوی د ځان وژنې شمېرې نه ثبتوي او دې برخه کې یې د شمېرو د زیاتوالي په اړه زمونږ پوښتنو ته هم ځواب نه دی ویلی.
ځان وژنې سره د تړلې بدنامۍ له امله هم کورنۍ نه غواړي چې د خپلې کورنۍ د غړو د ځان وژنې خبر ورکړي.
د مالوماتو او کره شمېر د نشتون له امله مونږ هڅه وکړه چې لسګونه خلکو سره د خبرو اترو له لارې د دغه ناورین کچه مالومه کړو.
ارواپوه ډاکټر ایمل وايي، داسې حال کې چې دغه حالت ښځې ډېرې ځپلي، خو سړي یې هم اغېزمن کړي دي.
هغه وايي: “افغانستان کې د یوه نارینه په توګه تاسې په دې باور روزل کېږئ چې ډېر ځواکمن یاست نو ځکه افغان سړي اوس خپل غږ نه شي پورته کولی. هغوی له مالي پلوه د خپلې کورنۍ ملاتړ نه شي کولی، دا هغوی واقعا تر اغېز لاندې راولي او که سړي د ځان وژني هڅه وکړي، له بده مرغه د ښځو پرتله په دې کار ډېر برلاسي دي او د دې کار په کولو بریالي کېږي”
مونږ له ډاکټر وپوښتل چې دغو کسانو ته مو سپارښتنه څه ده؟
هغه وویل:”غوره ده چې دا کسان ځانونه ګوښي نه کړي، کولی شئ خپلو ملګرو سره خبرې وکړئ، خپلو ګاونډیانو او د کورنۍ غړو سره کینئ او د ځان د ملاتړ یوه ډله جوړه کړئ.”
**************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.