(مرکه) څو شېبې له استاد آصف بهاند سره

عبدالعزیز نایبي

680

عبدالعزیز نایبي

څو شېبې له استاد آصف بهاند سره

له پوهندوی استاد آصف بهاند سره څو کاله وړاندې د خواله رسنیو له لارې اشنا شوم؛ د اشنايي په دې موده کې مې استاد یو ماهر لارښود، د پاخه فکر او قلم خاوند، د ځوان نسل په روزلو بوخت ادیب، دروند شخصیت او په وطن مئین افغان وموند.

استاد د خپل عُمر ډیره برخه، بې له کوم امتیاز او تمې، د ځوان نسل روزنې ته وقف کړی ده. زه دا کار د هغه په هم ردیفه لیکوالانو او شاعرانو کې کم وینم؛ اوس مهال گڼشمیر ځوانان چې تازه یې د لیکوالۍ او شاعرۍ د اوږدو لارو مزلونه پېل کړي دي، د خپلو مشرانو لارښونو او لاس نیويو ته اړتیا لري.

زه به خپلې خبرې رالنډې کړم؛ له استاد سره مې د ادبیاتو، لیکوالي، شاعري، د هغه د شخصي ژوند او اثارو، وطن، مسافري، د خوږو او ترخو یادونو په اړه څو شیبې د زړه خواله کړې ده، چې تاسو قدرمن لوستونکي یې په مینه لوستلو ته رابولم:

پوښتنه: استاده په سر کې که لوستونکو ته ځان وروپېژنۍ؛ آصف بهاند څوک دی؟ چېرې یې نړۍ ته سترگې غړولي دي؟ پلرنی ټاټوبی یې کوم ځای دی؟ 

ځواب: زما نوم محمد آصف بهاند دی. زه د کابل ښار په چهاردهي کې چې د اوسني دولتي تشکیل له مخې په اومې ناحیې پورې اړه لري، گذرگاه ته څېرمه د شکرالله خان په کلا کې د ۱۹۵۷ کال د دسمبر په ۲۳مه زېـږېدلی یم.

دا د کابل په اومه ناحیه کې، گذرگاه ته څېرمه د شکرالله خان په کلا کې

د هغې ودانۍ پاتېشوني دي چې آصف بهاند په کې زېږېدلی دی.

پلار او مور مې د مېدانښار د نرخ ولسوالۍ له «دادل» نومي کلي څخه کابل ته د پلار د وظیفې په خاطر راکډه شوي وو.

زه به درې یا څلور کلن وم چې کورنۍ مې له شکرالله خان کلا نه د چهاردهي یو بل کلي ته چې «دهمرادخان» نومېـږي، کډه شوې ده، زه هلته لوی شوی یم، ماشومتوب او ځواني مې په «دهمرادخان» کې تېره شوې ده.

پوښتنه: تاسو په څه ډول یو چاپیریال کې رالوی شوي یاست؟ که لږ هغه مهال ته وروگرځو؟ 

ځواب: زموږ همغه کلیوالي ژوند او ساده چاپیریال و، «دهمرادخان» د کابل د چهاردهي د څلورگونو کلیو څخه یو کلی دی، خلک یې ډیر بېوزلي وو، کله چې موږ نوي یاد کلي ته ورغلو، نو د دایم لپاره پکې استوگن شوو. زما پلار چې د اردو صاحبمنصب و، هغه د زده کړو په ارزښت پوهېده، د همغه لپاره یې ډیره هڅه دا وه چې خپل اولادونه د ښونځي او پوهنځي د داېرې په رڼا کې ورشامل کړي، ترڅو د لوړو زده کړو خاوندان شي. کورنۍ چاپیریال مو دایم له مطالعې او پوهې سره یوځای و او مشرانو به له مور ـ پلار نه رانېولې تر مشرانو وروڼو پورې توصیه به یې همدغه وه چې موږه  تل مطالعه او زده کړې وکړو.

پوښتنه: ښونځی او پوهنتون مو چېرې لوستی دی؟ په کومه رشته کې او تر کومې کچې پورې مو زده کړې کړي دي؟ 

ځواب: لومړنۍ ښونځی چې ما پکې پل ایښی ده، هغه د علاوالدین تجربوي ښونځی و، تر شپـږم ټولگي پورې زه هلته وم، وروسته بیا د محمود طرزي لیسې ته شامل شوم، دولسم ټولگی مې د میدانښار د نرخ په لیسه کې پای ته رسولی دی. کله مې چې دولسم ټولگی په ۱۳۵۴ل کال د نرخ په لیسه کې پایته ورساوه، بیا د کانکور له امتحانه وروسته مې د ادبیاتو پوهنځي ته د شمولیت چانس ترلاسه کړ. ۱۳۵۵ ل کال کې مې لوړې زده کړې پېل کړې او په ۱۳۵۸ ل کال کې مې د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي پښتو څانگې څخه لیسانس سند ترلاسه کړ.

له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، د ښونې او روزنې وزارت په چوکاټ کې د ښونکو د روزنې د ریاست په روښان دارالمعلمین کې ښونکی شوم. څومیاشتې وروسته د عسکري مکلفیت دورې ته سوق شوم. د عسکري په جریان کې د کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانگې لپاره علمي کدر ته د شاملېدو یوه ازموینه اعلان شوه، له هغې ازموینې څخه زه بریالی راووتلم، چې د همغه په اساس بیا زه د ۱۳۶۰ ل کال په جدی کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په علمي کدر کې ومنل شوم. د همدغې دندې په بهیر کې ما د ماسترۍ کورس هم تعقیب کړ او په ۱۳۶۶ ل کال کې مې د اکادمیسین کاندید استاد محمدصدیق روهي تر لارښونې لاندې د خپلې ماسترۍ تېزس ولیکه او دفاع مې ورنه وکړه. بیا پوهنتون کې ما تدریس کاوه، تر هغو پورې چې د ټوپکوالو په راتگ سره حالات خراب شول، نور مې د ټوپک شپېلۍ ته غوږ نه شو نیولی او همغه و چې له کابل څخه بهر ته د تلو لپاره کډه شوم.

پوښتنه: ځینې خلک ادبیاتو ته په بابېزه نظر گوري؛ د یوې ټولنې د وگړو په ژوند کې د ادبیاتو په رول او ارزښت باندې که لږ رڼا واچوئ؟ 

ځواب: ادبیاتو ته په سطحي او بابېزه کتل، لویه تېروتنه ده، داسې نظریات له ډیر پخوا نه موجود و. ادبیات د ټولنې د وگړو په روحي او رواني روزنه کې ډیر زیات رول او ارزښت لري. ادبیات د مینې او محبت تر ټولو ستر پېغمبر دی چې د نسلونو په روزلو کې خورا ستره ونډه لري او دا رسالت ادبیاتو له خپل پیدایښت نه ترنن ورځې ترسره کړی دی. ښه بېلگه یې فولکلوریک ادبیات دي، له نېکه مرغه زموږ فلکوریک ادبیات ډیر غني دي او ډیر څه لري چې یاد رسالت یې ترنن پورې ښه ترسره کړی دی او د پخوانیو زمانو او انسانانو ډېرې تجربې یې ترموږ پورې را رسولې دي. لیکلي ادبیاتو مو هم شتمن دي، خو له بده مرغه چې د پښتنو ډیر عمر د تاریخ بېلابېلو دورو کې په جگړو کې تېر شوی دی او بل د سواد نشتوالی او ناپوهي هم ډیر ځله او ډیره سلنه ورباندې حاکمه وي. زما له نظره دغه څومره کُدورتونه، ناخوالې، غمونه چې جگړې زموږ خلکو او ټولنې ته ورپه برخه کړي دي، د دغو جگړو د لوگیو او ویرونو د پاکولو تر ټولو ښه وسیله ادبیات دي – څه په شعر کې، څه په نثر کې او له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د ژباړو تله هم درنه شوې ده او ډیر ښه اثار زموږ ژبې ته راژباړل شوي دي، اُمید ده چې د جنگ لمنه ټوله شي او د نوي نسل او ټولنې روزنې ته ډېره پاملرنه وشي.

زه دومره د اقتصاد پوهانو له دې نظر سره همغږی نه یم چې د لویو لارو جوړول، کارموندنه او داسې نور د ټولنې د حیات لپاره شاه رگونه گڼي، بې له شکه چې دا مهم دي، خو دا مهمه نه ده چې موږ یو څو غیرقانوني او بې کیفیته لوړ پوړي ودانۍ په ښارونو کې جوړې کړو او بیا یې عکسونه خپاره کړو چې موږ دومره ترقي کړې ده؛ زما له نظره اول باید د فکرونو ماڼۍ جوړې شي، د خلکو فکرونه اصلاح شي چې تعلیم یې یواځنۍ لاره ده. خلک باید تعلیم یافته شي، دلته ده چې د ادبیاتو رول ډیر مهم شي، تر هغو پورې چې یو کس په ادبیاتو باندې سم پوه نه شي، هغه په هېڅ مسلک کې وړاندې گام نه شي ايښودی.

دا د امریکا د مشهور معاصر تحلیلي فیلسوف ریچارد مک کی رورتی د خولې خبره ده:

«اوس داسې وخت راغلی دی چې هیڅ ایزم او هیڅ سیاسي ښونځي نه شي کولای له ټولنې څخه تاوتریخوالی ایسته کړي، په نړۍ کې دا رسالت یوازې ادبیات لري او کولای شي چې د بشر او ټولنې روح تلطیف یعنې پاک او ښکلی کړي، په ټولنه کې رامنځته شوی تاوتریخوالی له منځه یوسي.»

د ادبیاتو د همدې رسالت پر بنا او ادبیاتو ته د اړتیا له مخې، هیله ده چې زموږ جگړه ځپلي هېوادوال د زدکړو او دایمي مطالعې په ترڅ کې د ادبیاتو په یادې دندې او رسالت باندې نور هم پوه او د یوه پوهاوي له لارې نور هم سره نږدې او په مینې له یوبل سره ژوند وکړي.

پوښتنه: تاسو د لنډېو په برخه کې ارزښتمن او د پام وړ کار کړی دی؛ که د لنډیو د تاریخي ارزښت او پښتو ادبیاتو کې یې د مقام په اړه لږ وغږېـږئ؟

ځواب: لنډۍ زموږه د فولکلور یوه ډیره مغتنمه او د قدر وړ برخه ده چې ډیر لنډ فورم لري، مگر ډیر پراخ مفاهیم انځوري. لنډۍ د پښتو فولکوریکو منظومو ادبیاتو هغه ژانر ته وېل کېـږي چې له دوو نامتناسبو نیم بېتیو څخه جوړ وي چې لومړۍ بیت یې نهه سیلابه او دویم یې دیارلس سیلابه وي.

د لندیو ویونکي معلوم نه دي او د ټولو خلکو مال گڼل کېـږي. د لنډۍ ژانر هر کله ژوندی دی او هر کله چې ټولنه کې ژوند بدلیـږي، د لنډیو محتوا هم ځان بدلوي، هغه څه چې په عیني ژوند کې موجود وي، په لنډیو کې منعکس کېـږي. لنډ مثال یې کورونا ده، کورونا په همغه شدت چې رامنځته شوه، د اوه میلیونو په شمیر انسانان یې د گور تیارو ته ولېـږل، په همغه سرعت دا په لنډیو کې منعکسه شوه، څه چې کېدل هغه په لنډیو کې راتلل. یو بل مثال: په کابل کې د تنظیمي جگړو په وخت کې راکټونه وو چې له هرې خوا راتلل، عام خلک نه پوهېدل چې څوک یې له کومې خوا راولي؟ ولې یې ولي؟ څوک وژني؟ د څه شي لپاره جنگېـږي؟ همغه په لنډیو کې انځورېدل، مثلاً:

کابل یې وران کړ وران یې مه وای

لاس دې یې مات شي چا چې ویشتي راکټونه

دا هغه لنډۍ ده چې له ورایه سړی پوهېـږي چې د تنظیمي جگړو په ترڅ کې تخلیق شوې ده.

هر څومره چې ژوند بدلېـږي، د لنډیو موضوعات هم ورسره بدلېـږي، مثلاً: امریکایان افغانستان ته راغلل، د هغو له راتگ سره سم یوه لنډۍ ما واورېده چې وايي:

جانانه سمه امریکا یې

هم ملامت یې، هم زارۍ درته کومه

له دې څخه سړی اوچته پوهېـږي چې دا لنډۍ د امریکا له تیري سره سم تخلیق شوې ده.

نو تر هغه چې ژوند شته، زه فکر کوم چې لنډۍ به د ژوند سره سمه روانه وي او د ژوند ټولې خواوې، لکه: خوشالي، غم، ستړیا، تفریح، مینه، گودر، ظلمونه، خواخوږي، محبت دا هر څه به پکې ترسیمېږي. زه دا خبره په جرئت سره کوم، که پښتو ژبې او پښتو ادبیاتو ته نور هېڅ هم پاتې نه شي، چې یواځې دغه لنډۍ ولري دا ژبه او دا ادبیات به ژوندي وي.

پوښتنه: استاده، تاسو زموږ د ټولنې منلی لیکوال او شاعر یاست، که د شعر او شاعرۍ په باب خپل نظر له موږ سره شریک کړئ؟ 

ځواب: د شعر په باب خو مختلفو وختونو کې د هرچا لخوا بېلابېل تعریفونه وړاندې شوي دي، او د هر چا له نظر د شعر مانا فرق هم کوي. یو له هغو نظریاتو څخه داسې دی چې شعر د خدای الهام دی، چې پر هر چا باندې الهام وشو، هغه شاعر دی. دویم د شعر کسبي برخه ده چې د هغه اصول زده کېـږي، مثلاً وزن پوهنه څه شی ده، قافیه او د قافیې ارکان څه ډول دي؟ ازاد شعر څه ډول لېکل کېـږي؟

د شعر له تعریفونو څخه به دوه تعریفونه زه تاسو ووایم، هغه داسې دي:

ــ شعر په هنري ډول د کلماتو په جامه کې د یوې خاصې شېبې تلپاتې کول دي،

ــ شعر یو ناپېژندل شوي هېواد ته سفردی.

که خدایی استعداد او کسبي پوهه سره مل شي، نو بیا ښه شی تخلیقېـږي. که تاسې د پښتو موجوده مستند ادبیات د امیر کروړ نه رانېولې بیا تر ننه پورې وگورې، نو د خوشال خان په وینا پدغه بڼ کې ډیر گُلونه غوړېدلي دي. خوشال خان ویلي دي چې:

د دې باغ گلـونه لږ نه دي خوشاله

تازه تر، تر تازه تره نور غوړېږي

خو اوس له بده مرغه چې سړی دا ټولنېزې میدیا گوري، د شاعرانو شمېر دومره ډېر شوی دی چې ماته دائم د خپل استاد حبیب الله جاج پښتونزوی خبره رایادیـږي چې وېل به یې:

«چې د یوه قوم تباهي راځي، شاعران پکې ډیریـږي.»

اوس شاعران ډیر شوي دي، نو خدای دې خیر پېښوي. د پښتو شعر په بڼ کې اوس گلان ډېر شوي دي، پدې گلانو کې ځینې زهرجن بوټي هم شته، خوځینې داسې گل هم پکې غوړېدلي دي چې هم رنگ لري او هم ښه بوی چې په ریښتیا سره د حساب وړ دي، هم د شعر ارکان  مراعتوي او هم یې اصول؛ شکل او محتوا ورته معلوم وي او داسې موضوعات پکې انځور او وړاندې کوي چې هغه واقعآ د حساب وړ وي.

پوښتنه: ځوانو لېکوالو ته مو د ښو، پخو او خوږو لېکنو لپاره لارښونې او سپارښتنې کومې دي؟ 

ځواب: زما له نظره اول خو باید سم سواد زده کړي. اوس د سواد مسلٔه ډیره وسیع شوې ده. زموږ په ټولنه کې چې خلک د سواد کلمه اوري، نو یواځې په لیکلو او لوستلو کې یې خلاصه کړي، پداسې حال کې چې داسې نه ده. په دې وروستیو کې «یونسکو» د سواد یو نوی تعریف وړاندې کړی دی چې په هغه کې تقریبآ شپـږ، اوه شیان شامل دي. مثلا:

هغو کې ماشوم روزنه راځي چې ماشوم څه ډول وروزل شي؟ چې دې ته تربیتي او عاطفي سواد وايي.

میدیا څه شی ده او څه ډول کارول کېږي؟ دې ته میدیايي سواد وايي. پدغه نوې تکنالوژۍ کې دا هم راځي چې اوس باید په قلم څوک لیکل ونه کړي، بلکې په کمپیوتر کې دې ولیکي چې دا د سواد بل ډول دی.

بل دا چې موږ له خلکو سره څه ډول اړیکې وساتو؟ گاونډیانو سره، خپلې وړې او لویې کورنۍ سره، د کار په چاپیریال کې – دا بل ډول سواد دی.

بل مالي سواد دی چې باید ویې لرو. پدې مانا چې موږ پرلپسې ډېر ماشومانو زېـږوو، خو راتلونکې ته یې فکر نه کوو چې موږه یې څومره د روزنې لپاره امکانات برابرولی شو. او د سواد څو نورې برخې. له دغو سوادونو څخه یې اوس عجالتآ تېر، زموږ ټولنه په داسې یوه برید کې پاتې ده چې د سواد اولنی مفهموم هم چې تطبیق کړو، ډیر به کامیابه وو. خلکو ته لیک لوست ورزده کړو، تر دې وروسته به نوی نسل خپله لکه اوبه چې هر چېرې بندې کړای شي، خپله لار پېدا کولی شي، نوی نسل هم همداسې پلټونکی دی او ځان راباسي. د دې لپاره چې سواد عام شي، خلک باید مطالعه وکړي، له بده مرغه افغانان په ټول کې او خاصتآ په پښتنو کې د مطالعې دود ضعیفه دی، ان دلته په اروپا کې چې امکانات شته، میندې پلرونه نه حاضریږي چې خپلو کوچنیانو ته د شپې لخوا کتاب ولولي.

د ماشوم روزنه ډیره لویه مسلٔه ده چې موږ د ماشوم حق ور ادا کړای شو، وړکتون ته یې ولېږو، ښونځي ته یې ولېږو، وهل ټکول نه وي، غذايي مواد سم ورکړو، جامې ورته سمې برابرې کړای شو – بیا نو هغوی کولی شي خپله لاره پېدا کا. حد اقل د پوهنتون تر داېرې پورې یې ورسوو، داسې نه چې لاوبالي لوی شي. هغه باید له نوې تکنالوژۍ سره پل په پل روان اوسي، که یې ځان و نه رساوه، هغه بیا وروسته پاتې کېـږي.

زه وروستۍ ځل په ۲۰۱۸م کال کې افغانستان ته تللی وم، د پوهنتون داسې فارغ التحصیلان ما هلته ولیدل چې د کارموندنې عریضه یې نه شوای لیکلی، له پوهنتون څخه فارغ هم و، هلته یې چې وسنجوو نو څه کورنۍ ملامته ده، ماشومان ډیر او اقتصاد کمزوری وي؛ د همدې دلیل له مخې د ماشوم ټولې غوښتنې او حقونه نه شي پرځای کولی، څه د ښونځي چاپیریال او امکانات نېمگړي وي، ښونکي لازم امکانات نه لري چې زده کونکو ته اړین معلومات ورکا او ټولنه هم همداسې درواخله، خو هېڅ څوک ځان نه ملامتوي،  ټوله ملامتیا بیا د جگړې او ضعیف اقتصاد په غاړه ده.

دا ټولې ستونزې سره یوځای شوي دي چې هغه ټولنه داسې وروسته پاتې شوې ده، خو بیا هم موږ باید ستړي نه شو، موږ باید ناهيلې نه شو، تر وسې پورې خپلې هڅې وکړو او یوځل بیا تکراروم چې په مُدرنه بڼه د نوي نسل روزنه ډیره مهمه ده، ترهر څه مخکې موږ باید لومړی د خلکو د افکارو ماڼۍ جوړې کړو، د نوی نسل د فکرونو ماڼۍ دنگې کړو.

پوښتنه: موږ گورو چې تکنالوژي د پرمختگ چټک پړاونه وهي، څېړونکي او لیکوالان د پخوانیو وختونو په پرتله له ډیرو اسانتیاوو او امکاناتو څخه برخمن دي – په دغه زماني دوره کې لیکوالان او څېړونکي خپل مسوولیت د خپلې ټولنې او خلکو په وړاندې څه ډول ادا کړي؟ 

ځواب: دا خو سمه خبره ده چې له سمو امکاناتو سره دوی وروزل شي او ځان په کار واچوي او یو څه ترلاسه کا، البته دا امکانات په اروپا کې بېخې سم دي. انترنیت شته، هر څه شته، خو د ځینو کورنیو د مشرانو فکرونه سم نه دي. دلته په اروپا کې ما داسې کورنۍ ولېدې چې پلار یې ډیر شله و چې اولادونو ته کمپیوتر وانخلي، پدې چې بیا دوی بېلارې کیـږي، داسې نظریات تراوسه پورې افغانانو سره موجود دي او بله خبره دا ده چې دننه د افغانستان او د دې ځای شرایط سره فرق لري. فرق په دې کې ده چې هلته داسې کلي او بانډې شته چې تراوسه پورې یې نه کمپیوتر لیدلی، نه نیت پېژني، حتی موبایل به یې هم په ډیرې سختۍ چاسره لیدلی وي – نو له هغو نه څه تمه لرلی شې؟

له ما څخه پولیس د ۱۹۹۹م کال د دسمبر په میاشت کې په لومړنۍ انترویو کې په دنمارک کې پوښتنه وکړه چې ته څه رقم استاد یې چې په کمپیوتر نه پوهېـږې؟

دا ماته ډیر خواشینونکې وه، خو ما داسې ځواب ورکړ چې: زموږ وروستی ریس جمهور څوک و؟

هغه ووېل: داکتر نجیب.

ما ورته ووېل: زموږ د هېواد اقتصاد ډېر ضعیفه و، هم کېدای شي ریٔس جمهر هم په خپل دفتر کې کمپیوتر نه درلود، زه خو یو عادي ښونکی وم.

دلته په دنمارک کې چې اړینه وي، نو په ټولگي کې د زده کونکو په شمېر کمپیترونه ایښي وي. زما منظور دا دی چې کېدای شي هلته په افغانستان کې دغه شرایط نه وي. تاسو د اروپا له زاویې او د دې ځای له موقعیت څخه مه ورته گورئ. د افغانستان دننه په هغو ځایونو کې چې نیت شته، کېدای شي ځوانانو یو څه کړي وي، او چېرې چې نه وي کېدای شي هلته یو ځوان یا شپون وي، یا بزگر، یا به بوټي راوړي یا یو بل کار کوي چې ځانته ډوډۍ پېدا کړي.

بله مسلٔه دا ده چې که دا ټول امکانات هم وي، چې څوک مطالعه نه کوي، هېڅ هم نه شي کېدای، ما مخکې ووېلې چې د مطالعې دود په موږ کې ضعیفه دی.

بله موضوع چې کېدای شي مطرح شوي وي او زه پرې ټینگار کوم هغه دا ده: کوم مواد چې د نېت له لارې ترلاسه کيـږي، دا خو انسانان هلته ږدي، دا په طبعي ډول لکه طبعي زېرمې هلته نه دي موجودې چې لاس نه وي وروړل شوی. کېدای شي د کومې موضوع په اړه چې د معلوماتو پلټنه کوو، چا ناسم ایښي وي. فلهذا د څېـړونکي د مطالعې او پوهې کچه باید دومره لوړه وي چې د ریسرچ پرمهال د سم اخبار او ناسم اخبار، د سمو معلوماتو او ناسمو معلوماتو توپیر وکړای شي، مختلفو مراجعو کې دې پلټنه وکړي او یوه موضوع دې د همغه وخت او زمان د شرایطو په چوکات کې مطالعه کړي.

اوس هر څوک په نیت کې هر شي ږدي، اول دغه ټولنیزې میدیا ته تاسو وگورئ، پدې فیسبوک کې څه حال دی؟ څه شي دي چې نه پکې ایښودل کېـږي، نو په هغو څوک څنگه اتکا وکړي؟ د مثال په ډول ما ته په فېسبوک کې ډیر کم داسې پېښ شوي دي چې په هغه کې یو خپور شوی مطلب سم علمي وي او زه یې خوندي کړم، څو په راتلونکې کې په خپلو څېـړنو کې ترې گټه واخلم، ځکه ټول د اعتبار وړ نه دي.

اصلاً زموږ ټول تپ و تلاش دننه د افغانستان د خلکو لپاره دی. دغه اقتصادي شرایط او امکانات چې دلته په اروپا کې دي، هلته نشته؛ فلهذا موږ نه شو کولی چې دا دواړه ځایونه سره پرتله کړو.

که تاسو یوه شاعر باندې څېړنه کوئ، هغه باید د خپل وخت په زماني چوکاټ کې مطالعه کړئ. تاسو نه شئ کولی چې خوشال خان ته ووایاست چې ولې په کمپیوتر نه پوهېده؟ یا مثلا رحمان بابا څه ډول یوې ټولنې کې زېـږدلی او رالوی شوی دی؟ کوم شاعر یا لیکوال چې موږ څېـړو، خبرې پرې کوو، د هغه د زېږیدو چاپیریال، د هغه د لوېیدو، د هغه د تحصیل او د هغه د کورني موقعیت، امکاناتو او سویې په پام کې نېولو سره باید وڅېړو، داسې نه چې موږ هغه د اوسنیو شرایطو له مخې قضاوت کړو. یا پېر روښان، حافظ شیرازي، مولانا راواخلو د اوسنیو شرایط او قوانینو په چوکات کې وتلو  او داسې پوښتنې مطرح کړو چې دا ولې داسې نه وو، ولې یې داسې ونه کړل، ولې یې هغسې ونه کړل – د هر شاعر، لېکوال، فرهنگي، مخترع په اړه څېړنه او مطالعه ځانته شرایط لري.

کېدای شي په افغانستان کې بهترین استعدادونه موجود وي، اما هغو ته د غوړېدو یا پرمختگ زمینه نه ده برابره شوې. دا اوس داسې مېندې او پلرونه شته چې نه شي کولی خپلو اولادونو ته وچه ډوډۍ پېدا کا. داسې خلک نه شي کولای چې د خپلو اقتصادي او سیاسي امکاناتو له چوکاټ نه د باندې د نورو شیانو په باب فکر وکړي؛ خو ځینې خلک دي چې له امکاناتو سره ـ سره بیا پر ځان باندې زحمت نه قبلوي او د یو اړین شي په زدکړې پسې نه گرځي.

دلته په اروپا کې مې یو چا ته وویلې چې دا مقاله دې په «ورد» بڼه ماته راولېـږه، هغه بېچاره په دې نه پوهېده چې «ورد» څه شی ده او «پی دي اف» څه شی وي؟

منظور مې دا ده چې اروپا کې ټول شیان مهیا دي، خو موږ یې یا خپله نه کوو، یا پرې پوهېـږو نه. په داسې یوې ټولنې کې چې بیا موږ ژوند کوو، زموږ رسالت نور هم دروند وي. اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې باید د نوي نسل روزنې ته پاملرنه وشي او په مُدرنه او علمي توگه وروزل شي، هغه وخت بیا کېدای شي چې موږ خپله ټولنه له دغومره جنجالونو سره ـ سره سمې خوا روانه کړو.

پوښتنه: ځیني کسان په خواله رسنېو کې د نورو لیکوالانو لیکنې په خپلو نومونو خپروي، یا یوه لیکنه پرته له دې چې سرچینه یې یاده کړي، کټ‌مټ له نېت څخه کاپي کړي او خپلو پاڼو کې یې خپروي او یا د نورو پر عکسونو او ویدیويي فایلونو باندې خپل نومونه ليکي – تاسو د دې خلکو کار څنگه گڼئ؟ 

ځواب: هر شی ځانته قوانین لري. هره ټولنیزه میدیا ځانته قوانین لري چې ځینې خلک له هغو نه تر ډیرې سلنې پورې ناخبره دي، خو کاروي یې، مثلاً: دغه تلیفون چې د هرچا په جېب کې دی، زښت زیات امکانات لري، موږ یې شل فیصده هم نه شو کارولی او نه پرې پوهېـږو. یواځې تلیفون راځي، یا پېغام پکې لیکو، یا موزیک پکې اورو او یا کوم بل کار کوو- نور یو عالم امکانات لري چې په هغو اکثریت خلک نه پوهېـږي. دغسې نور خلک په ټولنیزه میدیا کې چاته مزاحمت او سرخوږی نه جوړوي، خو موږه له مُدرنې تکنالوژۍ څخه ډېره منفي استفاده کوو، مثلاً: په افغانستان کې یو څوک چاته زنگ ووهي او احوال ورکړي چې سړی درغی یا یې ونیسئ یا یې ووهئ… چې دا سم کار نه دی. یا ټولنیزه میدیا لکه فیسبوک کې هلک د نجلۍ او نجلۍ د هلک په نومونو «اکونټونه» جوړوي چې یو عالم مزاحمتونه پېښوي.

د پرمختللو ملکونو خلک داسې نه دي، هغوي هلته قوانین لري، که کومه سرغړونه او غیر قانوني کار پرې ثابت شي په هغو باندې جرمانه راځي؛ محکمې ته غوښتل کېـږي او یا هم زندان ته اچول کېـږي. له بده مرغه موږ له دغې مُدرنې تکنالوژۍ څخه چې اول خو ډیر کم خلک ورته لاس رسۍ لري او چې لري یې هم، سمه استفاده نه ږرنه  کوي.

که څوک د نورو علمي مضامین لیکنې یا شعرونه په خپلو نومونو خپروي، هغه ادبي غلا ده او د سرقت حکم لري. ما ډېر ځلي هغو خلکو ته چې پرې حساب کوم، پېژنم یې ویلي دي چې لُطفاً له نورو څخه چې نقل قول کوئ یا چې کومه مقاله او شعرونه رااخلې، هغه په قوسینو کې نیسئ او ماخذ یا لینک یې په نښه کوئ، خو اوس دا بېخي عام شوې ده چې څوک یې په قوسینو کې نه نیسي – که ډیر لُطف وکړي د لېکنې په آخر کې د لېکوال نوم ږدي، پداسې حال کې که تاسې یو څه شی رااخلئ، هغه که نقل قول وي یا جمله او یا صفحه هغه باید په امانت ډول په ناخُنک یا قوسینو کې ونیسئ او یادونه وکړئ چې دا ما له فلاني کتاب څخه راخیستی ده، یا فلانی د دې جملاتو لېکوال دی.

له بده مرغه اوس د «ایگویزم» یا ځانغوښتنې له کبله ډیر خلک د «تئوریسنانو» غوندې کارونه کوي. خبره به د «کانفسیوس» وي، خبره به د مولانا وي، خبره به د خوشال خان وي، خبره به ویکتور هوگو وي، خبره به د یو بل ډیر مشهور شخصیت وي، دوی به یې د ځان په نامه ثبتوي، تر لاندې به یې خپل نوم لیکي. دلته په دنمارک کې په کوم کلي کې چې زه اوسېـږم یو بل افغان هم موږ سره وو، هغه زما په مخ کې له دویم لاس دوکان څخه یوه تابلو واخیسته، بله ورځ یې چې کور ته ورغلم هغه یې په خپل صالون کې ځوړنده کړې وه او چا چې نقاشي کړې وه د هغه نوم یې توږلی و او پر ځای یې خپل نوم لیکلي و، ما ورته ووېل چې نامخدا دا دی نقاش هم یې؟

ځواب یې راکړ: «بلی مه ده کابل نقاشی میکدم.»

دا سم کار نه دی چې څوک د بل چا تخلیق خپل وگڼي او یا د بل چا علمي لاسته راوړنې په خپل نامه خپرې کړي. دا کار ډیر ځلې له ماسره په افغانستان کې هم شوی دی او اوس هم کېـږي. زما لېکنې یو چا اخیستې وې او په خپل نامه یې خپرې کړې وې، هغه کس ما پېدا کړ، ورته ومې ویلې چې سم کار یې نه دی کړی. له ډیرو خبرو وروسته اخر قانع شو او راته ویې ویل چې ډېرې مې خوښې شوې وې – ښه چې خوښې شوې دې وې کور دې ودان، خو هغه ځانته قانون لري، ووایه چې دا د فلاني لیکنه ده.

سوال: په افغانستان کې د دوامداره جگړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتي له کبله میلیونونه افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي؛ ستاسو د تجربو او پوهې په اساس هغه کورنۍ چې واړه ماشومان، پېغلې او زلمي بچیان لري، څنگه کولی شي په بهرنیو ملکونو کې خپل ثقافت او مورنۍ ژبې وساتي او زده یې کړي؟ 

ځواب: د مورنۍ ژبې ساتنه هر چېرې اړین دي. زما له نظره تر ټولو زیات رول دلته کورنۍ لري، مور او پلار یې لري که هغوی یې ونه غواړي، که هرڅومره امکانات موجود وي له هغو نه استفاده نه شي کولی او مورنۍ ژبه برباد وگڼې. ځینې کورنۍ چې د مورنۍ ژبې په برخه کې یې غفلت کړی دی، اوس ډېرې کمې خبرې کولی شي او هغه هم ناسمې. همداسې په کوربه هېواد پورې هم اړه لري چې هلته مورنۍ ژبې ته څومره ارزښت ورکوي او څومره امکانات یې ورته برابر کړي دي. بله ستونزه دا ده چې په کوربه ټولنه کې مهاجر، خصوصاً نوزېـږي یا د ټیټ سن ماشومان، له هرې خوا نه تر یرغل لاندې دي. یرغل په دې مانا چې هغه محلي ژبه زده کوي، د هغوي تعلیمي نصاب مجبوراً پرې تطبیقیـږي، هلته د افغانستان تاریخ یا مذهب څوک نه تدریسوي.

په دې لحاظ دا موضوع تر ډیره پورې د مېندو او پلرونو رسالت ته ورگرځي چې دوی په دې برخه کې څومره کار کولی شي. زه له هغې ورځې نه چې مهاجر شوی یم، د دې ستونزې به باب مې مقالې لیکلي دي چې د څو کتابونو په چوکات کې انلاین موجودې دي.

د مورنۍ ژبې موضوع باید په دوو برخو ویشو: د افغانستان دننه چاپیریال او له افغانستان نه بهر چاپیریال چې د مورنۍ ژبې د ودې یا نه ودې، وروسته پاتې والي یا ضرر لیدلو یا پرمختگ مساېل پکې راخیستلی شو. دننه په افغانستان کې هم زموږ مورنۍ ژبې پښتو ته دومره پاملرنه نه ده شوې، په ډیرو سیمو کې په مورنۍ ژبې باندې زدکړې نشته، ما خپله هم په مورنۍ ژبې زده کړې نه دي کړي، تر دولسم صنفه پورې مې په دري ژبه زده کړې کړي دي، وروسته چې بیا پوهنتون ته ولاړم هلته مې زده کړې په پښتو شوې، همداسې ډیره سلنه خلک چې پردیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي، له دې ستونزو سره لاس او گریوان وي.

د لویدیځ په ځینو هیوادونو کې دا امکانات شته، د هغوي په تعلیمي نصاب کې مورنۍ ژبې لپاره ساعتونه هم شته او ارزښت هم لري او په ځینو هیوادونو کې بودیجه هم ورته لري، مثلا: د سویدن هېواد. یوځل زه مالمو ښار ته د یوه لکچر لپاره تللی وم، هلته ما سویدنیانو ته د افغانستان د معارف د تاریخ په اړه باید یو لکچر ورکړی وای چې د سهار له نهو بجو څخه شروع کېده د مازدیگر تر څلورو بجو پورې – هلته له ما سره یواځې دوه ژباړنان وو، نور ټول سویدنیان ناست وو او هغوي پدې خاطر دې کار ته ضرورت درلود چې د سویدن دولت تصمیم درلود چې په افغانستان کې څو بابه ښونځي جوړ کړي، چې هلته زده کونکي هم ښونځي ته د زده کړو لپاره ولاړ شي او هم هلته یو کسب زده کا، لکه: خیاطي، نجاري، گلکاري، مستري‌گري چې بیا خپلو کورنېو سره د ډوډۍ یا پېسو پېدا کولو کې عملاً مرسته وکا. هلته د سویدن د ښونې او روزنې ږزارت ځینې مقامات وو، هغوی ما ته ووېل چې یوازې د مالمو ښار لپاره د ۵۵ میلیونه کرونه د مورنۍ ژبې لپاره کلنۍ بودیجه لري، پداسې حال کې چې دا نورو چم گاونډو هېوادونو کې دومره پولي امکانات نه وو او زما ډیر دوستان چې هلته د مورنۍ ژبې تدریس یې کاوه، د مورنۍ ژبې لپاره یې ویب سایتونه جوړ کړي وو، کتابونه یې لیکلي وو او جدي کوښښ یې کاوه، خو په ځینو هېوادونو کې بیا دغه امکانات نشته.

بیا هم خبره ورگرځي کورنیو ته، حتی کورنیو کې ځینې خلک شته چې خپلو کلیو کې وړیا کورسونه پرمخ بیايي، څو افغانو کورنیو ته یې کورسونه جوړ کړي وي. اولادونه هم ملامت نه دي، هغوی باندې هم دومره فشار وي چې د ښونځي فشار، هلته د کوربه هېواد د ژبې زدکړه ژبه او د هغې ژبې ترڅنگ باید یوه بله نړیواله ژبه هم زده کا او ورو، ورو یې درسونه هم سختېـږي، بیا د مورنۍ ژبې فشار د کورنۍ لخوا پرې راشې، د مذهبي مسائلو کورسونه هم باید ورته دائر شي، دا ټول فشار هغوي نشي زغملی. کله، کله ماشومان سرکشي کوي چې زه دغومره شیان نه شم زده کولی. د دې ترڅنگ که میندې پلرونه هم بې تفاوته وي، بیا نو د مورنۍ ژبې برخلیک وران او خراب وگڼئ.

دا چې مورنۍ ژبه څه ډول ژوندۍ پاتې کېـږي، هغه عمومي فورمول یې دغه دی چې یوه ژبه تر هغو پورې چې سیاسي نه شي، اقتصادي نه شي، علمي او د اړتیا ژبه نه شي، د ژوندي پاتې کېدو امکانات یې نه وي. اقتصادي په دې مانا چې دا ژبه یو څه عاید هغه ویونکي ته ورکړي، مثلا: د انگلیسي ژبه، که د چا زده وي، هر ځای کې ورته کار پېدا کېـږي، یا د ترجمان په صفت یا د بل کوم کار لپاره. تر هغو چې ژبه اقتصادي نشي، علمي نشي او فرهنگي نشي، هغه ژبه ورو، ورو له منځه ځي، هېریـږي او دا کار خپله د هغې ټولنې وگړي باید وکا، د هغې ژبې ویونکي یې باید وکا، خپله ژبه کې اثار تخلیق کړي، علمي اثار ولیکي، یا په دواړه علم او هنر کې مهم نړیوال شهکارونه، مهم کتابونه ورته راوژباړي، خپله ژبه غني کړي، ترڅو چې ژبه غني نه شي هغه ورو، ورو خپله له منځه ځي. د مورنۍ ژبې په باب بحثونه ډیر کېـږي، دغه سږ کال یوه «زووم» پروگرام کې ما ووېلې چې هر کال یو څوک راجگېـږي چې د مورنۍ ژبې تاریخچه ما ته بیان کړه! زه یې څه کوم، هغه اوس پرېـږدئ چې بنگله دیش کې په کوم کال کې څنگه مظاهره وشوه او د مورنۍ ژبې حق یې غوښته او څو نفره په ډزو کې ووژل شول او له همغه تاریخ وروسته ملگري ملتونه دا د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې د ورځې په نامه نومولې ده؛ راځئ دا کار وکړو چې موږ هر فرد باید دا احساس کړو چې موږ له پروسږ کال فبروري نه، د سږکال تر فبروري پورې چې د مورنۍ ژبې د ساتلو دعوادار هم یو، د مورنۍ ژبې د غني کېدنې او پالنې ډیر شوقیان یو، موږه خپله د خپلې مورنۍ ژبې لپاره څه شی کړي دي؟

نو خبره دا ده چې له فرد نه راشروع کېـږي چې څوک څه شی کولی شي؟ که ویې نه کړو، هرڅه په خپل سر نه کېـږي. ته به یوې مغازې ته ولاړ شې او هلته به ووايي چې یوه کیلو دا راکړه، دا اخلمه، هغه اخلمه – مورنۍ ژبه داسې نه ده چې په دوکان کې خرڅه شي، څوک یې واخلي او وېساتي، دې ته کار په کار ده، دې ته زحمت په کار ده چې څنگه کولی شو خپله دغه عادي ژبه خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته ورزده کړو. څه ډول سواد ورزده کړو؟ څه ډول د خپلې ژبې ساتنې او پالنې ته په علمي ډول پاملرنه وکړو؟

پوښتنه: د خپلو تحقیقي او تخلیقي اثارو په اړه لږ معلومات راکړې، تراوسه پورې مو کوم اثار خپار شوي دي او کوم تر لاس لاندې لرې؟ 

ځواب: په لومړي گام کې زما هغه علمي اثار دي چې ما د خپلو علمي ترفیعاتو لپاره لیکلي دي، څلور اثره دي چې یو مې د لیسانس د دورې مونوگراف دی، بل پوهنیارۍ ته، بیا پوهنملۍ ته او بیا هم پوهندوۍ ته د لوړېدو لپاره علمي اثار دي.

تر کتابونو وروسته مې لیکلې مقالې د یادولو وړ دي، هم دننه په افغانستان کې او هم بیا وروسته چې بهر ته راغلم، خصوصاً چې زه دنمارک ته راورسېدم او د چا خبره نوم مو په پنسل ولېکل شو. دلته د مطالعې او فرهنگي هڅو لپاره چاپیریال برابر شو او ما خپل فرهنگي کارونه بیرته له سره پېل کړل. تراوسه پورې مې ۲۴ عنوانه کتابونه په انلاین بڼه خپاره شوي دي.

په افغانستان کې د ترفیعاتو لپاره زما د څلورو یادو اثارو تر څنگ، شپـږ نور درسي کتابونه چې ما په کابل پوهنتون کې لیکلي وو، په گستنر بڼه چاپ شویدي. درې درسي کتابونه د ناپښتو څانگو لپاره او درې نور یې د پښتو څانگې لپاره وو. په ۱۳۶۶ل کال کې «د کوچنیانو ادبیات» په نامه مې یو کتاب چاپ شو چې د همدغه کال دویمه درجه مطبوعاتي جایزه یې وگټله. بل کتاب مې د شعرونو یوه ټولگه ده چې «مروره مځکه» نومېږي او په ۲۰۰۹م کال کې د دانش خپرندوې ټولنې لخوا خپور شوی دی.

یو بل اثر مې «لارورکي لارویان» نومېږي چې سفرنامې ته ورته ده او دا پکې راغلي دي چې زه څنگه له کابله تر دنمارک پورې رارسېدلی یم، دا کتاب په ۱۳۹۱ ل کال کې د مومند خپرندوی ټولنې لخوا خپور شو، خو له بده مرغه چې یا زما تېروتنه وه یا هغه متن چې چا وررسولی و د هغه تېروتنه وه، کتاب نېمگړی چاپ شوی و، بیا وروسته یې چاپي بڼه ما ته راوړل شوه او ومې لېده، ډیره مې خوا بده شوه، بېرته مې له سره پرې کار وکړ او په انلاین بڼه مې په بشپـړ ډول په «افغان جرمن انلاین» او «ویکيپدیا» کې خپور کړ.

پوښتنه: استاده دلته به لږ تم شو، له تاسو مې یو ځل اوریدلي چې د «لارورکي لارویانو» کتاب په لومړي ځل وړاندې له دې چې چاپ شي، له تاسو ورک شوی و- لږ یې په اړه لوستونکو ته معلومات ورکړې؟ 

ځواب: مهاجرین چې د قوانینو په چوکاټ کې یو بل هېواد ته ورځي، هغه بېل مهاجر وي او څوک چې د موږ په څېر په پټه بل هېواد ته ځي، هغه بېل وي. څوک چې په پټه باندې راځي داسې وي لکه وچه پاڼه، وچه پاڼه چې باد یا توپان گیر کا هغه هوا ته جگوي او بیا یې چې هرې خواته وغورځوله، غورځوي یې، نو په هغه راتگ – راتگ کې ما په لاره کې خپل یاداشتونه اخیستل، هلته زه دوه ډوله ستونزو سره مخ وم:

یوه ستونزه دا وه چې قلم او کاغذ ډیر ناپېدا وو، ما ډیر شیان د لیکلو لپاره درلودل خو کاغذ او قلم مې نه درلودل.

بله ستونزه دا وه چې یو وارې ما له ۱۵۰ تر ۲۰۰ پاڼو پورې (دا شمیر ځکه اټکلي وایم چې ما به چېرته کوم کاغذ ولید، حتی نازک کارتنونه به مې چې پېدا کړل، هغه به مې رااخیستل او خپل یاداشتونه به مې پرې لېکل) خپل یاداشتونه لیکلي او ساتلي وو، د دې لپاره چې له ما څخه ضایع نه شي، بل څوک یې رانه وانخلي، یا د کوم هېواد پولیس چې موږ نیسي هغه ته کوم سوال پېدا نشي چې دا څه شی دي؟ ما په پراگ کې یو چا څخه هیله وکړه، پیسې مې ورکړې چې هغه زما د یوه ملگري پُستي پتې ته ولېـږي، خو له بده مرغه هغه یاداشتونه ضایع شول. بیا مې ډیره پوښتنه وکړه، کېدای شي هغه کس هېڅ لېـږلي نه وي.

چې دنمارک ته راغلم، زما دانشمندې مېرمنې ټینگار وکړ چې بېرته یې له سره ولیکم، کنه زه ډیر خواشینی او ناهیلی شوی وم. بیا ورته کښېناستم او د میرمنې په ټینگار مې له سره ولیکه.

په لاره کې چې مې لیکلی وو، هغه کې مې ان ورځ – ساعت او دقیقې هم لیکلې وې او ټول شیان مې مستند ثبت کړي وو. موږ یې چې هر چېرته پولیسو نېولو، د هغه هېواد قوانین یې پر موږ تطبیقول، کله چې یې په چک کې ونیولو، موږ یې زندان ته واچولو، د هغه هېواد قانون دا و که څوک بې ویزې او بې پاسپورته نیسي، باید یوه میاشت په زندان کې تېره کړي، هلته یې چې په همغه اول بېگاه موږ زندان ته واچولو، نو زما لکه دا اوس ښه په یاد دي چې د یوې کړکۍ په خوله کې ما ته پولیس او زندان ساتونکو لارښونه وکړه چې دغه ستا کټ دی، هلته چې څملاستم، یوه اوسپنیزه پنجره وه چې دې زندان ته یې بنده کړې وه، ناڅاپه دې پنجرې له ماسره خبرې پېل کړې. ما پنجره وپوښتله: له تا نه به زه کله خلاصېـږم، چې هرې خواته ځم، ته مې په مخه راځې.

پنجرې کټ، کټ راته وخندل او راته ویې وېل:

انډیواله! ته له ما نه شې خلاصېدای، تا خپل وطن وران کړی دی، له تا ډیرې تېروتنې شوې دي، ته باید دلته اوسې.

په کومو جزئیاتو چې اول ما دا کیسه لیکلې وه، کېدای شي په دویم ځل کې نه وي لیکل شوې، یا هغه احساس چې هغه وخت له ماسره و، زما هغه احساس نه و او هغه حالت ما نه درلود. دلته زه ازاد وم، د سرنوشت خاوند وم، هر څه مې په لاس کې و، هغه حالت چې هغه وخت کې و، هغه خاص، د یوه جبر په چوکاټ کې ومه. هغه وخت کې مې درد ښه ترسیمولی شو؛ خو بیا مې هم خپله هڅه کړې ده. وروسته مې دا ټول داستان (لارورکي لارویان) په یوه قصیده کې راونغاړه. د روسیې پلازمېنه مسکو کې موږ یو څه موده تېره کړه، دلته به یې نوم نه اخلم، خو یو چا پېغورگویا وویلې چې تاسو منظوم شعر نه شئ لیکلی، نو ځکه مو ازاد شعر ته مخه کړې ده او مقصد یو څه شی لیکې، دا خبره زما په ذهن کې وه او زه یې دننه خوړلم، بیا مې د کتاب همدغه ټول داستان چې زه څنگه له کابله پېښور ته او له هغه ځایه روسیې ته لاړم، روسیې نه څنگه تر دنمارکه راورسېدم؟ دغه ټول داستان ما په یوه قصیده کې ترسیم کړی دی، د قصیدې عنوان هم همدغه «لارورکي لارویان» دی، چې اول کې ۱۳۳ بېتونه وو او بیا وروسته مې څو بېتونه ترې حذف کړل، قصیده مې د کتاب په پای کې ځای پرځای کړې ده، د قصیدی بله مانا دا وه چې ټول داستان مې په ۱۳۰ بېتونو کې خلاصه کړی دی.

مننه استاده، بېرته به راوگرځو او له تاسو څخه به ستاسو د پاتو اثارو په اړه واورو، کوم نور اثار مو خپاره شوي دي؟

هو، بل کتاب مې چې چاپ شوی ده د «سمندر وړه ښاپېرۍ» نومېـږي. دا د دنمارک د ادبیاتو پلار «هانس کریستین اندرسن» یو داستان دی، چې نسبت نورو کیسو ته یې دا یو څه اوږده ده، په ۱۳۹۵ل کال کې په کابل کې چاپ او مومند خپرندوې ټولنې خپور کړی دی. تر دغې برخې زما اثار چاپي بڼه لري، وروسته تر دې ما د چاپ مالي توان نه درلود او پلان مې دا و چې دا څه شی چې زه لېکم ترڅو پورې به یې ساتم، نو غوره مې وگڼله چې په انلاین ډول یې خپاره کړم. د دنمارکي لیکوال هانس کریستین اندرسن ۱۷ کیسې ما ژباړلي دي چې په دوو ټولگو کې مې په انلاین بڼه خپرې کړې دي. یوه  ټولگه یې «د سمندر وړه ښاپېرۍ  او ۹ نورې کیسې» نومېـږي، د کیسو دا ټولگه د ۲۰۱۸م کال په جنوري کې په «افغان جرمن پورتال» کې پر لیکه شوې ده او د کیسو بله ټولگه یې «د امپراتور نوې جامې او شپـږ نورې کیسې» نومېـږي چې په «افغان جرمن پورتال» کې انلاین شوي ده.

د لنډیو په اړه مې هم څېـړنه کړې ده او هم مې نوې لنډۍ راټولې کړې دي. د «لنډۍ او د ثبتولو ستونزه» د لنډیو په باب زما لومړی کتاب دی، ډیره برخه یې تیورکي ده. دلته په دنمارک کې مې دا تصمیم ځکه ونیوه چې په شخصي محفلونو او مجلسونو کې، په میدیا کې، د خلکو له خولو نه، یا په رسمي غونډو کې ما داسې لنډۍ اورېدې چې ما ته نوې وې، بیا افسوس راغی چې دا ولې ثبت نه شي، راټولولې مې، وروسته مې دا ذهن ته راغلل چې د لنډیو په اړه چې څومره ریسرچ شوی دی، هغه مې راټول کړل، دغه راز د لنډیو څومره ټولگې چاپ شوي دي، هغه مې هم راټولې کړې (د لنډیو ۱۹ ټولگې مې معرفي کړي دي)، البته زه دعوی نه لرم چې د لنډیو ټولې چاپ شوې ټولگې چې دننه په افغانستان یا بهر کې چاپ شوي دي، ما به معرفي کړي وي، خو تر ډیره پورې مې خپله هڅه کړې ده؛ د کتاب په پای کې مې چې یو څه لنډۍ راټولې کړې وې، یا مې میدیا کې لیدلې وې، هغه مې هم وراچولي دي.

د لنډیو په باب زما دویم کتاب: کله چې کورونا وبا رامنځته شوه، هلته ما احساس کړه چې خلک د لنډیو په قالب کې خپل دردونه څنگه انځوروي، څنگه یې وړاندې کوي، د وبا له همغه پېل څخه ما دا لنډۍ راټولې کړې چې بیا د ۲۰۲۲م کال په جولای کې انلاین شو، البته شمیر یې تر زرو زیات دی، پنځه پنځوس مخه مقدمه مې ورته لېکلې ده. هر کله چې ما لنډۍ خپرولې د هغه وخت د ضرورت پر بنا ما پرې څه یادداشتونه هم لېکل، چې هغه ټولې خبرې مې د کتاب په مقدمه کې رااخیستي دي او د لنډیو په دریم کتاب باندې مې اوس کار روان دی.

بله برخه اثار د کوچنیانو د ادبیاتو ده چې ما پرې کار کړی دی، «د کوچنیانو ادبیات» نومی کتاب مې په ۱۳۶۶ ل کال کې چاپ شوی دی. کله چې زه دنمارک ته راغلم ما یو څه یاداشتونه په پېښور کې اخیستي وو چې د افغانستان ماشومان ما د هغه ځای په یوه کمپ کې چې «کچه گړۍ» نومېـږي او په پېښور کې مې د افغان ماشومانو او کوچنیانو ځینې بېلگې ولېدې چې څه ډول بد حالت کې وو، هغه یاداشتونه ما اخیستل، بیا چې مسکو ته راغلم، هلته ما یوه سلسله مقالې خپرې کړې چې عنوان یې وو: «پردی چاپیریال، د کوچنیانو د زده کړې مسله»، چې د هغه وخت مسکو کې د افغانانو په خپرونو کې لکه نوید (اخبار) کې دا مقالې ما هلته خپرولې. وروسته چې دنمارک ته راغلم دا مې بېرته ټولې برابرې کړې او په انلاین ډول مې خپرې کړې؛ چې شمیر یې زیات شو دې ته مې عنوان ورکړ:«د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت، دویم ټوک»، چې په ۲۰۱۷م کال کې انلاین شوی دی.

بل مې یو څو شعري ټولگې دي چې یوه مجموعه یې چاپ شوې ده (مروره مځکه) او څلور نورې یې دا دي:

ــ یوځل مې د لاس ورغوی وگوره،

ــ مورې مننه چې ویده دې کړمه،

ــ د باران سیوری،

ــ راشه چې سترگې مې له مځکې نه راټولې کړمه.

چې په انلاین ډول په «افغان جرمن پورتال» او «ویکیـپـیدیا» کې ترلاسه کېدای شي.

نور مې ډیر فوکس د نوي نسل د روزلو په برخه کې دی، ځکه زما له نظره د افغانستان ټولې ستونزې د تعلیم له لارې حل کېدای شي، چې نوی نسل تعلیم یافته شي او په پرمختللي ډول وروزل شي. په دې اړه مې یو کتاب ده چې «د تعلیم ډېوه او د نوې نسل روزنه» نومېـږي، دا په ۲۰۱۹م کال کې انلاین شوی دی.

بله موضوع چې ډیره محسوسه ده او اوس هم روانه ده، د افغانستان له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي مسلٔه ده چې پر دوی څومره ظلم کېـږي، موږ یې خپله زېـږو او خپله پرې ظلم کوو، د دې لپاره مې دوه کتابونه لیکلي او په انلاین بڼه مې خپاره کړي دي.

دغه راز ما د دنمارک په ټولنه کې چې ژوند کړی دی، د دنمارک د ټولنې او دنمارکیانو په باب چې ما څه لیدلي دي هغه مې هم لیکلي دي چې په دوو ټولگو کې مې خپلې مقالې راټولې کړي دي چې اول ټوک ته مې «د دنمارکي فرهنگ څو غوره بېلگې، لومړی ټوک» عنوان ورکړی دی او په دویم ټوک باندې یې کار روان دی.

زما بله څېـړنه دوې برخې لري:

ــ «ژوندي یادونه»،

ــ «د تللو یادونه».

د ژوندیو لېکوالو په باب زما د لیکلو مقالو دوې ټولگې دي. په «ژوندي یادونه»، کې زما د دوستان،  استادان او د فرهنگ د لارې ممتاز لارویان شامل دي. «د تللو یادونه» کې مې خپلې هغه مقالې راټولې کړي دي چط ما د افغانستان د وفات شوو فرهنگیانو په باب لیکلې دي چې دوه ټوکه یې خپاره شوي دي.

او د لېکنو وروستۍ برخه د ښځو په باب زما مقالې دي، چې د «ښځگُلې» نوم ایښی دی، دوه ټوکه یې خپاره شوي دي او دریم ټوک باندې یې کار روان دی. البته د مورنۍ ژبې په باب مې هم یو کتاب خپور کړی ده چې «مورنۍ ژبه، تعلیمي نصاب او څو نورې مقالې» نومېـږي.

زما د انلاین شویو کتابونو نوملړ په دې ډول دی:

پوښتنه: استاده، اوسنۍ بوختیاوې مو څه دي؟ فارغ وختونو کې په کومو کارونو ځان مشغولوۍ؟ 

ځواب: زه د خپل عادي ژوند په اړخ کې چې ډیر متنوع دی، ډیره مطالعه کوم. کله، کله لېکل کوم، بل ډول ورزش نه کوم، یواځې پلی گرځم، یعنې ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته که د خوب لپاره بېل کړم، او پاتې ۱۶ ساعتونه مې ټول په مثبتو فعالیتونو ډک دي، ډیری کسان شته چې «دپریشن» یې نیسي هغه ځکه چې خپل فارغ وخت په مثبتو شیانو نه شي ډکولی.

په «افغان جرمن پورتال» کې زه د هئیت تحریر غړی یم او هره ورځ له دریو نه نېولې تر پنځو او شپـږو مقالو پورې هلته اصلاح کوم او خپروم یې، هلته یو قاموس (د افغانستان لوی قاموس – قاموس کبیر افغانستان) باندې هم کار کېـږي چې زه یې غړی یم – دري په دري قاموس دی. دوه ستونه نور هم لري چې یو یې انگلیسي دی او بل یې پښتو، چې زه دري لغتونه پښتو ته ژباړم . د دې هر کار یادونه مې چې وکړه هر یو یې، څو ساعتونه زما وخت نیسي.

دغه راز زما بل مصروفیت د خپلو لېکنو سمول او تنظیمول دي. په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو، د نجونو د تړلو ښونځیو او د لوږې د څونامي په ارتباط مې گڼې مقالې خپرې کړي دي، چې دا هم زما روزمره بوختیاوې دي، دا کار ډیر وخت ته اړتیا لري، زه پر هرې موضوع باندې پراخ کار کوم، مواد ټولومه، ځان سره یې خوندي کوم، بیا موضوع څو ځایه مطالعه کوم چې هغه سم وو، پس له هغې یې د یوې مقالې په بڼه له خپلو تجاربو سره یوځای کوم – ستونزې په گوته کوم او لېکم چې حل لارې یې کومي دي، ما چې کومې لیکنې کړي او خپرې کړي مې دي، د هرې یوې ځوابگوی یم او هرې مقالې باندې کولی شم زه جلا، جلا بحث وکړم او له هغه څخه دفاع وکړم. تر همدغې شیبې چې زه تاسې سره خبرې کوم، یواځې په «افغان جرمن پورتال» کې زما ۱۵۵۱ مطالب انلاین دي، په دې کې لڼد او اوږده – مقفا او غیر مقفا شعرونه، اوږدې او اوږدې مقالې او ۲۴ ټوکه کتابونه انلاین دي.

پوښتنه: استاده د مرکې په دې برخه کې به وطن ته یوځل سر ورښکاره کړو، څنگه وطن مو یادیـږي؟ په څه شي پسې یې ډیر خفه شوي یاست؟ 

ځواب: اوس ته ولاړې نستالژۍ ته، دې ته نستالژي وايي چې سړی یوه له لاسه تللی وخت یا له چا نه څه پاتې شي پسې افسوس او ارمان کوي. پرما باندې واقعاً کله، کله داسې نستالژیکې څپې راځي چې د ژړا تر بریده مې هم رسوي. پرون مې خپل «هارد دسک» خلاص کړی و، یو عکس پسې گرځېدم، د هغه عکس د لټولو په ترڅ کې مې څو نور داسې عکسونه ولیدل چې زه په بام ولاړ یم گودی پران بازي کوم. دا هغه عکسونه وو چې په ۲۰۱۷م کال کابل ته د سفر په ترڅ کې اخیستل شوي وو، هلته مې وریرونو په ټینگار سره بام ته جگ کړم او گودی پران یې لاس کې راکړ او ویې پوښتلم چې دلته درېدلی وې که نه؟ گودی پران بازي دې کړې ده کنه؟

ما وویلې: په همدغه ځای کې درېدمه، چرخه یې راته ونیوه، بیا مې گودی پران جگ کړ، ما ورته وویلې: زه اوس شرمېـږمه، راته ویې وویل: شرمېـږه مه، نسلونه بدل شوي دي، دا گاونډیان دې یو هم نه پېـژني.

زه د کابل په چهاردهي کې زېږېدلی او لوی شوی یم، کوم غرونه چې له چهاردهي راتاو دي د یوې کلا غوندې، د دې ټولو نومونه زما زده دي، د ټولو سرونو ته ورختلی یم، حتی د یادو غرونو پر سرونو او څوکو باندې گرځېدلی یم، وړاندې به یې له چهلستونه راشروع کړمه، هغه د چهلستون له ماڼۍ نه پاس کومه څوکه چې د اوښ د بوکان غوندې ده، هغه ته د «علي ملنگ» څوکه وايي. موږه چې ځوانان وو د نوي کال په اوله ورځ به د چای له ترموزونو سره هلته ورختو بیا به همغسې د همغه غره پر سر چې هاخوا چهارآسیاب ښکارېده او دېخوا ټوله چهاردهي ښکاره کېده، ننداره به مو کوله. بیا به دغسې راغلو د «ملا بزرگ» تر گردنې پورې، لاندې د «ملا بزرگ» زیارت و – پاس یې هغې سیمې ته د «ملا بزرگ» گردنه ویلې، بیا وروسته د برښناکوټ برخه ده چې یوه خوا یې د شهدای صالحین هدیره ده، بله خوا یې بیا هم چهاردهي ده، بیا به وړاندې لاړو تر شیردروازې پورې، له شیردروازې به راښکته شو د توپ غونډۍ ته، هلته به مو دمه وکړه بیا به راښکته شو گذرگاه ته او له گذرگاه نه به بیا تللو خپلو کورونو ته.

هاخوا بل اسمايي غر دی، هغه وخت چې داود خان لا تلویزیون نه و جوړ کړی، هلته هم ختلی یم او له هغه ځایه مې هم د کابل ننداره کړې ده، هاخوا دارالمان نه یې چې راونیسې د قوای مرکز پر سر چې کوم غر دی، هغه ته «کوه کورغ» وايي چې د پغمان په لوري غځېدلی ده، هغه ته هم ورختلی یم، هلته ډېرې ښې ښیځې راشنې کېـږي، پسرلي کې به موږه له هغه ځایه ښیځې راټولولې.

اوس چې د هغو غرونو عکسونه لا گورم ژړا راځي، یعنې تر دې اندازې زه د کابل په لوېشت، لوېشت کې بلد یمه، ټول کلي، بانډې او کوڅې یې راته معلوم دي، البته چې لافه او ډیر وینه د ونه شي. کله چې دوستان راته زنگ وهي او پوښتنې رانه کوي، مثلاً: یوه ورځ چا زنگ وهلی و چې دا «هندکي» د کابل په کوم ځای کې موقعیت لري؟

کېدای شي زه به یې ازمویلم، «هندکي» د چهلستون پخوانی نوم دی، پخوانیو کلیوالو خلکو به دې ته «هندکي» ویلې، دا ما د یوه بزگر له خولې نه اورېدلې چې د ځوی واده یې و، ځوی یې عابدین نومېده، دی پخپله گلاب الدین نومېده، موږ به لالا گلاب ورته ویلي، لالا گلاب د خپل ځوی په واده کې گډیده، د ښاروالۍ باجه خانه یې هم راوستې وه، موږ واړه هلکان وو، دا بدل مې له هغه نه اورېدلې وه چې:

بیا که بریم هندکی

پیاله سر نالبکي

چایه بُخو صُبحکی.

بیا مې وروسته په ذهن کې و، تر هغو مې چې دا پېدا کړ، نو دغسې هرځای او هره کوڅه پېژنم. زه چې کله کابل ته تلمه، کرار نه کښېناستم، ادې مې د خدای وبښي، هغې به راپسې غږ وکړ چې بچیه! ډوډۍ چېرته ونه خورې، کورته راځه – د هغې منظور دا و چې زه په ښار کې ډوډۍ ونه خورم چې مریض نه شم او زه به راتلم. زما ملگري څوک وزیران وو، څوک رئیسان، څوک مُعینان – زه د هغو دفترونو ته نه تلم، فقط د کابل په سرکونو او کوڅو کې به گرځېدم، کتاب پلورنځیو کې گرځېدم او هر چېرته به ودرېدم، حتی یوه ورځ وږی شوم، یوې نانوايي ته ودرېدم، پارچال واله ته مې ووېلې چې اجازه ده یوه ډوډۍ بې نوبته واخلم؟ هلته لین ولاړ و، ویلې واخله! ما چې پېسې ورکولې نه یې اخیستلې او ویل یې: نی تو مهمان هستی!

ما ورته وویلې ته ما څه پېژنې؟

ویلی: قواریت میگه که تو مهمان هستی.

ما نو پېسې ورته کېښودې، لس روپۍ وې، زه ترې راوخوځېدم، په ډوډۍ مې شروع وکړه او وچه مې وخوړه، همداسې روان وم د سینما پامیر خوا ته، بیا همغسې پلی تلمه ان خپل کلي دهمراد خان ته. نو د نستالژیکو یادونو خبره دا وه، بیا خصوصآ چې سړي ډېره موده په مسافرۍ کې تېره کړي وي، زه په ۱۹۹۳م کال کې له وطنه راوتلی یم، اوس ۲۰۲۳م کال ده، یعنې زما د مسافرۍ تقریباً ۳۰ کاله کېـږي.

پوښتنه: د وطن اوسنی وضیعت څنگه ارزوۍ؟ واکمنو ته مو پېغام څه دی؟ 

ځواب: اوسنی وضیعت خو معلوم دی، یوه بلا لاړه، بله راغله. یوه بلا یې تېر پرځېدلي ټوپکیان او جگړه وه چې هغه یو څه خاموشه شو، بله اوس د لوږې څونامي او د بېکارۍ بلا راغلې ده. موږ البته خدای همدې ته پېدا کړي یو چې له بلاگانو څخه خلاصی نه لرو. اوسني واکداران دې خېر یوسي چې دا جنگ یې ودراوه، جنگ دوی خپله کاوه چې ویې دراوه، بیا دې هم خیر یوسي چې د جنگ اوس څوک نشته چې وې کوي، یو مسلح اپوزیسیون دی چې هغوی مبارزه د فیسبوک په څپو کې کوي.

له نویو واکمنانو څخه مې هیله دا ده:

که زما څوک مني او دار ته مې نه جگوي، دا اوسني واکداران دې خپل اصلي ځای ته چې هغه جومات دی، ورستانه شي؛ دا سیاسي او اداري کارونه متخصصینو او ملي خلکو ته پرېـږدي، دا به ډیر ښه وي، دوی جومات سره ښه ښکارېـږي، همغه دیني مسائلو سره ښه ښکاريـږي چې پرمخ یې یوسي او جوماتونه سمبال کا. البته دا د دې مانا نلري چې پخواني واکداران دې راشي، زه په هېڅ وجه د هغوي پلوی نه یم، ځکه هغوی هم شل کاله له عسکري بوټونو سره د خلکو پر ستونو باندې، پر سینو او پر خېټو باندې ولاړ وو، هر چا خپله برخه وکړه او ولاړل، خلک یې په ډاگ پرېښودل.

اوس خلک وچه ډوډۍ نه لري، دا د لوږې څونامي مقالې چې زه لېکم، ټول مستند مواد راټولومه چې کوم هېواد څومره مرسته وکړه؟ څومره خلک وږې دي او ولې وږي دي؟ او له دې ستونزو نه د وتلو لارې کومې دي؟ زه له دغه نه هم رنځ گالم.

بل یې دُنیاوال نه پرېـږدي، پخوا افغانستان د بیلابیلو وسلو پوليگون و، وسلې یې پرې ازموېلې، اوس د فکرونو او پردیو استخباراتو پولېگون دی، چې څه به کېـږي؟ سړی هېڅ وړاندوینه نه شي کولی.

پوښتنه: استاده له مرکې یوه نړۍ مننه، اخر کې به دا وپوښتم چې د ژوند لویه هیله مو څه ده؟ 

ځواب: له تاسو نه مننه! زما د ژوند لویه هېله دا ده چې ټول انسانان، خصوصآ د افغانستان رنځېدلي خلک با تعلیمه او د یوه ښه ژوند خاوندان شي، دا پنځه څلوېښت یا پنځوس کاله یې د باروتو بوی تنفس کړ، بېلابېلو مرمېو د دوي بدنونه سوري کړل، اوس حق لري یو څه د ارام احساس وکړي. بل یې دُنیاوال هم دا خپل حالت ته پرېـږدي، له دې خاورې او خلکو نه دې ناوړه استفاده نه کوي، لږ دې په کراره پرېـږدي، زما ارزو دغه ده چې دوی ارام شي.

له استاد آصف بهاند سره د بنډار د ښه پای لپاره به، د ده څو هغه ویناوې د بېلگې په توگه راواخلم چې د نوي نسل د روزلو لپاره د ده طرز تفکر غوره نمونې گڼل کېدای شي:

ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي

 ــ دا ښه په یاد ولرئ: تر څو نوی نسل په نوې او مدرنه بڼه په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ

 ــ د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کیږي

 ــ که په یوه ټولنه کې زدکړي لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي

 ــ په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک

 ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ

 ــ زموږ د گلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترگې او څیرې موږ ته وايي: موږ د  ژوند په هغه پړاو کې یو چې نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ څپیړې ولگیـږي، موږ نه غواړو چې د مثبتـو لوستونو او موزیک د اوریدو پر ځای د ټوپک او بمونو درزا واورو

 ــ د ماشوم د حقونو په رڼا کې، که د افغانستان ټولنه په اوسني وخت کې و ارزول شي، داسې باید وویل شي چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

پای

عبدالعزیز نایبي

ستاکلهم، سویدن

2023-06-05

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.