ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوې

237
13 ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر واېې، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر یو ځل بیا لوړ شوی دی. یاد سازمان ویلي چې اوس په دغه هیواد کې د اړمنو کسانو شمیر ۲۸،۸میلیونو کسانو ته رسیدلی دی.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمیر کي څو سوه زره نور کسان هم ور زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې وویل چې د اړمنو کسانو ټولټال شمېر د جنورۍ په میاشت کې ۲۸،۳ میلیونه کسان وه خو اوس دا شمیر ۲۸،۸ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی.

په ملګرو ملتونو او مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز په دغه هېواد کې کړکېچ نور هم زیات کړی دی.

آرشيف انځور: ډېر شمیر افغانې کورنۍ له لوږې له کبله کړیږي
آرشيف انځور: ډېر شمیر افغانې کورنۍ له لوږې له کبله کړیږيانځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو لپاره خپله پلان شوې بودیجه له ۴،۶ میلیارد ډالرو څخه ۳،۲ میلیارد ډالرو ته راټیټه کړه. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې د طالبانو لخوا د لګول شویو بندیزونو له امله د خپل کار» عملیاتي شرایط بدلوي«.

د یاد سازمان د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د ناوړه وضعیت لرونکي بشري ناورین سره مخامخ هیواد دی.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې کله چې طالبانو پر یاد بې وزله او بې ثباته هېواد واک ترلاسه کړ، د دویم ځل لپاره ېې سخت قوانین وضعه او په سیستماتیک ډول یې پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو له امله پراخ محدودیتونه او فشارونه وضع کړل.

تر اوسه ملګرو ملتونو او هیڅ کوم بل هیواد د طالبانو حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه دي پیژندلي. خو بل لوري ته دغه سازمان د افغانستان له خلګو سره لاهم خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

دویچه ویله

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.