هنر یعنې څه؟

بشیر دودیال

516

هنر (art) یعنې څه ؟

 څه کم دوه کاله مخکې؛ د وروستي سیاسی بدلون څخه لږ وروسته، کابل پوهنتون کې د هنرونود پوهنځي په اړه بحثونه پیل شول، ورپسې په مجموع کې  په میډیا کې د هنر په اړه پوښتنې پیدا شوی. د کابل پوهنتتون څخه د مهاجر شویو استادانو په ډله کې د هنرونو پوهنځی دوهم ردیف کې راځي. خو چا ځواب ونه وایه چی هنر څه ګناه لري؟ اصلاً د هنر په هکله شکونه ډیر دي او هنر خو لاڅه چی دا کلمه (هنر) بیخي بیدني ګڼل کیږي. همدا انګیزه د دې لامل شوه چی د هنر  په هکله دغه لنډه لیکنه، چې یوه  یادونه یې بللای شو، خپریږي:

هنر د انساني فعالیتونو هغه مجموعه او آثار دي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې لرونکي او ځانګړې معنا او مفهوم لیږدوي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی. ځینې هنرمندان حرفوي دي او د هنر او هنري آثارو د پنځولو له لارې ژوند کوي، ځینی نور بیا د ذوق او هنری احساس له مخې اماتور هنرمندان دي.  یعنی هنر او هنری تخلیقات تل لکه د کار په شان یواځې د مادي مقصد او مالي ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت؛ معنوي مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا لاښکلی کول دي. په دې توګه هنر د طبیعت له زېږنده ښکارندو(پدیدو) څخه توپير لري او د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات په هنر کې شمېرل کیږي. بیلابیل هنرونه شته لکه؛ انځورګري، پږ توږل، ګرافیکي طرحې، ودانۍ جوړول، موسیقي، مناقیب، شعر، تیاتر، تذهیب، خطاطی، سینما، ترانې ویل او نور.

هره هستونه هنر نه دی، نه هم هر ایجادی او تخلیقی اثر هنر دی، بلکې هنر او هنری اثر تر ټولو سخت او ستونزمن کار او د ډیرو معیارونو لرونکی دی. پخوا هنر په دوو برخو ویشل شوی و: ښکلي هنرونه او بل یې ګټور هنرونه.

ښکلي هنرونه هرومرو د مادي موخې او مقصد لپاره نه دي، بلکې یو شمیر د ذوق له مخې دي، چې پایله یې ارزښت هم لري لکه انځورګري، خو ګټور یا ګټه لرونکی هنر له هنري ارزښت پرته یوه بله موخه هم لري لکه سینګار شوي لوښي. نن ورځ دغه وېشنه له منځه تللی ده. هنر په عمل باندې د نظري معرفت تطبیق کول دي. هغه هنرونه چې هم ښکلا تجسم کوي او هم ګټه ولري او د هنریت تر څنګ د یو شمېر اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم وي، نو د هغو محصول تکرار کېدونکی او په هماغه یوه بڼه وي چې دې ته هنري صنعت یا صنعتي هنر وايي، خو هغه چې موخه یې یواځې او یواځې د انسان د ښکلا خوښونې د تندې ماتول وي، نو دې ته ښکلي هنرونه وايي. ښکلي هنرونه د دې له مخې چې آیا د هغو اغېزه د انسان په ذهن باندې د کوم حس له لارې واردیږي، یا په بله وینا آیا دا چې د انسان د ښکلا خوښونې احساس په کومه طریقه پوره کوي، په بېلابېلو ډولونو وېشل کیږي لکه: د پلاستیک هنر، فونتیک، بصري هنر، تجسمی، سمعي هنر او داسې نور. پلاستیک یا بصري هنرونه هغه هنرونه دي چې د انسان په ذهن باندې د هنر اغېزې د باصره حس یا سترګو له لارې واردیږي، نو ځکه له مادي او ثابتو عناصرو څخه جوړ شوي دي لکه: معماري، حجاري،انځورګري، سمعي یا فونتیک هنرونه لکه موسیقی، ترانې، مناقیب او د شعر دکلمه او د ادبی اثر هنرمندانه لوستل. نن ورځ ټول هیوادونه او ملتونه د خپلو خلکو د متعالی ارزښتونو د پاللو او د دوی د عواطفو دتلطیف او د خپلو کلتوری بډاېینو د ځلا او په ټولنه کی د معنوی او هنری ابداعاتو او تخلیقاتو د ودې لپاره ځانګړي ادارات لري. یوه بیلګه یې د هیوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه، دسینماتوګرافۍ ادارې، ملی ګالریګانې او دې ته ورته نورې ادارې دي. د هنری او فرهنګی ارتقا مسئولیت تر ډیره د دولت په غاړه لري.

موږ به هغه وخت ښه هنر او منلی هنرمند ولرو، چې حرفوي زده کړې ولري او د هنر په فلسفه پوه وي.په همدې موخه کلونه کلونه مخکې په شیرشاه مینه کې د صنایعو ښوونځی جوړ شو، وروسته بیا پوهنتون کې د هنرونو پوهنځی تشکیل شو. تېرو کلونو کې موږ د ډیرو عالی هنری آثارو د تخلیق او ایجاد شاهدان وو. له ډیر پخوا زموږ پتمنو خلکو جوماتونه ښایسته کول، د محراب خواوې به یې په نقشونو سینګارولی، جومات ته به یې ښایسته مناره جوړوله، په ښکلی خط به یې ایتونه لیکل او داسې نور. آڼ داچې کلیوالو میرمنو به دتنور غاړه، برغولی، د اوړو کندو او نور خټین لوښي ښایسته کول. د کمیمسونو غاړې او لستوڼي د ټیکری او خولۍ ښایسته ګنډل او هغو کی مرۍ او ښيښې لګول او ډیر داسې نور مثالونه د هنری کارونو دي.

په دې ډول سره د هنر، تعلیم او مکتب د اصطلاحاتو په اوریدو باید د بیدنی شک پیدا نشی.د ټولنې دبی ثباتي او ګډوډیو بهیر کې، له بده مرغه افغانان دومره اندیښنو اخیستی چی د هرڅه په لیدو او اوریدو د عقیدې د سستېدو ویره ورته پیدا کیږي. دا اندېښنې د دوی خپلې نه دي، بلکې له نورو ځایو دوی ته  پیدا کیږي. یوه بیلګه یې داوه چې د ښوونځیو د بندیدو پرمهال څو ځله غږ اوچت شو چې: تعلیم اومکتبونه د افغانانو کلتور کی نشته. بل ځل هم افغانستان کې  تعلیم، سواد او  هنر ته په اشارې وویل شول: … افغانی  ټولنه  یوه قبیلوی محافظه کاره ټولنه د ه کار پرې مه لرئ!

ترڅو به موږ قبیلوی او محافظه کار بلل کیږو او د (کار پرې مه لرئ) په بهانه به مو په هرڅه لوبې روانې وي؟

خبره تر هنره راغله؛ نو هنر، ښوونځی، تکنالوژي، برېښنا، روغتون، واکسین، ټولنیزموسسات، …دتمدن لاسته راوړنې، یوهم د چا په عقیده کار نلري. ایمانداري، تقوی او د آخرت چارې فردي او قلبې موضوع ده، اقتصادی او ټولنیزپرمختګ، تعلیم، هنر او ذوق د هیچا عقیده باندې کار نه لري. موږ ډیر لایق استادان او پروفیسران پېژندل اوپیژنو یې چې ډیر ایماندار او متقی وو او دي، ډېر هنرمندان پیژنو چې  ریښتینی، صادق او باتقوا مسلمانان دي. باید هېر نه کړو چې: منکرات او بیلارۍ له ناپوهي، جهل، لوږې او بیوزلۍ را پیدا کیږي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.