په نړۍ کې روانه لوږه

محمدسليم سليمان

411

د خوړو د نړيوال پروګرام (ډبليو،ايف،پي) د راپور له مخې هر شپه شاوخوا ۸۲۸ ميليونه کسان په نړۍ کې وږي کېږي او په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۵ميليونه کسان د خوړو د خونديتوب food security له جدي ګواښ سره مخ دي؛ يانې په دې مانا چې په ياد شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره لاس وګرېوان دي.

موجوده نړيواله لوږه د منځنۍ امريکا د لويې وچې له څنډو راپيل د منځنۍ افريقا هېواد تر پولو، جنوبي سوډان او په اسيا کې تر يمن ، سوريې او افغانستان پورې یې زورورې څپې را رسېږي.

د ملګرو ملتونو اوسنی تازه راپور چې د ۲۰۲۳ په مې مياشت کې خپور شو افغانان له جدي قحطي سره مخامخ ګڼلي او په راپور کې راغلي چې داسې لوږې سره افغانان په تېرو ۲۵ کلونو کې نه دي مخامخ شوي لکه اوس چې مخامخ دي. ۹ ميليونه وګړي په جدي ډول خوړو ته اړتيا لري او که یې غم ونه خوړل شي ښایي شديد بحران رامنځته شي.

د کرونا وايروس پر مرګونې څپې او اقليمي بدلونونو سربېره ددې نړيوال بحران يو لامل د روسيې او اوکراين تر منځ وروستۍ شخړه او د روسيې او اوکراين له بندرونو څخه د غلو دانو نه صادرېدل ګڼل کېږي. د روسيې ، بلاروس او اوکراين هېوادونه چې د نړۍ د اړتیا وړ غلې دانې توليدوي ، د افريقا او اسيا شپږدېرش هېوادونه چې زياتره یې بې وزله هېوادونه دي، خپل د ضرورت وړ غلې له نيمايي زياته برخه له له روسيې او اوکراين څخه واردوي. خو لويديځ (ناټو او امريکا) په سياسي استفادې او اقتصادي بنديزونو د روان کال په لومړنيو مياشتو کې د روسيې پر صادراتو بنديز ولګاوه او نړۍ يې د لوږې د بحران طرف ته يوګام نوره هم ورټېل وهله. خو له ښه مرغه وروسته له هغه چې د تېر جولایی په ۲۲ مه د ملګرو ملتونو او ترکيې په هلوځلو، منځګړتوب او نظارت روسيې او اوکراين تر منځ يو تړون لاسليک شو او په پايله کې یې غلو دانو او کيمياوي سرې ته اجازه ورکړل شوه چې د روسیې او اوکراين له بندرونو دې نړۍ ته صادر شي يو ښه مثبت زېری شو خو بيا د جنګونو له امله کله کله دا بهير ودرول شي او کله بيا روان وي.

خو سره له دې چې د غلو دانو دا صادرات د تور سمندرګي له لارې پیل شوي،خو بيا یې هم د ايکسپورټ غټه پيمانه یانې ۳۵ فيصده اروپايي اتحاديې او يوازې ۳ تر ۵ فيصده یې غريبو او اړمنو هېوادونو ته انتقالېږي. يانې له ۹ نيم ميليونه ټنو غلو دانو څخه یې ۶اشاريه ۱۵ ميلیونه ټنه اروپايي اتحاديې او ترکيې ګرځولي او پاتې يې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ رښتوني هېوادونو ته رسېدلي دي. نو په همدې بنسټ د روانې (جون) مياشتې په نيمايي کې کېدونکی د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم چې د جدي بحثونو لپاره یومهم پلیټ فارم دی. ګډونوال به یې د اقتصادي همکاريو پر دوديزو مسايلو سربېره د نړيوال خوراکي امنيت پر ستونزو هم خبرې وکړي. په تیر کال کې دا ډول ستونزې په ځانګړې توګه ډېرې شدیدې وې.

پداسې حال کې چې پخوا د وچکالۍ، د خاورې کمښت، د نفوس زیاتوالي او د اقلیم د بدلون له امله د خوړو خوندیتوب له ګواښ سره مخ و، اوس د لویدیځو هیوادونو لخوا د سوداګرۍ محدودیتونه اضافه شوي. په ډیرو برخو کې وضعیت بحراني حالت ته نږدې دی. د روسیې پر اقتصاد د اروپايي ټولنې او امریکا فشارونه خورا محسوس دي.

روسیه د نړۍ بازارونو ته د غلې دانې او سرې لوی صادروونکی دی، خو د لویدیځ بندیزونو نړۍ ته د غلو د اکمالاتو لړۍ ټکنۍ کړې ده. خواړه او کيمياوي سره ټولو اړمنو کسانو ته نه رسېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(ايف، اې ،او)  ۲۰۲۲ کال له «ناورين ډک » کال بللی وو.

د جون له ۱۴ مې څخه تر ۱۷مې پورې د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم به د دې وضعیت څخه د وتلو لپاره د ګډو ګامونو په اوچتولو او د حل لارو په موندلو باندې بحثونه وشي .  که څه هم دا مسله لا دمخه د فورم د اجنډا د مهمې برخې په توګه ياده شوې ده. د خنډونو له منځه وړلو او بې وزله هېوادونو ته خواړه رسولو لپاره، د نړیوالو هڅو پیاوړتیا ته ضرورت دی.

نو هيله داده چې د اوکراين، بلاروس او روسيې بندرونه به نړۍ ته د غله جاتو د رسولو لپاره پرانستي ساتل شوي وي ترڅو نړۍ ته د غنمو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه په کافي اندازه غلې ورسېږي او که خدای ناخواسته د غلو دانو د صادرېدلو په مخ کې خنډونه پيدا شي او مخه يې ونيول شي په راتلونکو مياشتو کې به حالت لا پسې خراب شي   او د غذايي مصونيت د نه درلودونکو انسانانو شمېر به له لا پسې ډېر شي  په عراق، افغانستان، تونس ، يمن، سوريې او نورو غريبو افريقايي هېوادونو کې به قحطي پراخه شي او د لومړنيو موادو د نشتون له امله ډېرې هغه کارخانې چې په غنمو چلېږي او هغه توکي چې غنم وراضافه کېږي بند شي او په زيات شمېر خلک چې په دې کاروبارونو بوخت وو ،وزګار او بېکاره پاتې شي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.