دلته خدایان خوشاله دي(ناول)- شپږمه برخه

لیکوال : ع . رشــــید

502

(۱۹۹۵ ـ ۲۰۰۱) کــلونـــه

نـوی ډیـلی

 

(۱۰ )

 یوه اوونۍ لانه وه تیره چې دزړې شهزادګۍ پوښتنه مې پر مغزوباندې درنه درنه کیده، له لکشمي سره مې دجمعې مبارکه شپه وټاکله چې دجمعې له لمانځه وروسته به دواړه دهغې کورته ورځو، ما په زړه کې داجوړه کړې وه چې هم به یې دحال پوښتنه

وکړم اوهم به یې هغه پوښتنه چې هغې ته ځواب ورکول په دغو شپوکې ګرانه خبره وه یوڅه ړنګه بنګه ځواب کړم،هغه چې په تیرځل لیدوکې یې له ماکړې وه:

ـ داحمدشاه اومحمود دبریمنو غازیانو په خیلخانه او ټاټوبي کې یوداسې سړی نشته، چې نن سبا دغه خلک اودغه ملت له دغې بدمرغۍ څخه وژغوري؟

زه خو دزړې شهزادګۍ دغې پوښتنې په رښتیاهم له یوه څرګند ګواښ اوانديښنې سره مخامخ کړی وم، دې په دغه ټکي ټینګارکاوه چې که په افغانستان کې ددغې ګډوډۍ لړۍ اوږدیږي، دابه پرنیمه وچه اونړې باندې دتورتم یوپیرړ سیوری راټیټ کړي،

د نیمې وچې مسلمانان هسې هم دلته داوبوځګ شوي یو، که هلته هم دغه حال وي بیانو موږ هم ختم دربوله.

رښتیا خبره خوداوه چې ما داډیره موده په دغه اړه په ذهن کې ډول ډول ځوابونه جوړول اوهیرول، کله به په زړه کې راتیره شوه چې ورته ووایم:

ـ نورهلته څوک نشته، هغه دبابا خوبونه نورله یاده وباسه…

بیابه مې زړه ته راتیره شوه:

 چې سود و زیان دې په کې نه وي غمازه ولې بدوې دخلک زړونه

ځکه به مې داله ځان سره جوړه کړه:

ـ ځنګل بې زمریه نه وي… شته یاران شته، ځوانان شته، راځی… خو اوس دم درحال به دادخداي رضاوي…

خوزه پوهیدم چې زما داډول نانیولې زرګونه مرغۍ به هغه راسره ونه مني اونه به

د هغې دروان تسل له پاره یوپوخ پټم شي… همداوه چې زه په دغو ورځو کې ددې دغې پوښتنې سره ړنګ وبنګ کړی وم، داسې چې دخپلوعادي درسونو لړۍ یې راته دړې وړې کړې وه…

زه دپنجشنبې په ورځ په خپل پخواني دود کالج ته لاړم، استاد لاهم ټولګی ته نه و راغلی، زما له راتګ سره سم زموږ ټولګیوالو نجونو اوهلکانو په لکشمي پسې یوې اوبلې خواته سترګې اړولې چې څنګه تراوسه نه ده راغلې، یوه دوو خو له ماڅخه دهغې پوښته وکړه، خوما دواړو ته داسې ځواب ورکړ لکه چې تاسې نه یاست خبر زه هم نه یم خبر، نه پوهیږم چې ولې؟

تریوه وخته خو مې فکرکاوه کیدای شي ګاډی یې وران شوی وی، خو وروسته وروسته معلومه شوه چې هغه رانغله، رښتیا دالومړی ځل و، چې هغې ما ته دخپل نه راتګ په باره کې څه نه وو ویلي، کله چې تیره غرمه کورته راورسیدم ګاونډۍ مې راته وویل چې نن ډیرزیات تلیفونونه درته راغلل…

ما لا خپل کالي نه وو اغوستي چې بیاهم هغسې تیززنګونه راغلل، زرمې غوږۍ واخیسته اوغوږته مې ونیوه چې دلکشمي چغه مې ترغوږ شوه:

ـ زه یم، لکشمي… زما انا… نوره له اوپروالا سره یوځای شوه…

د دې په دغه دردمن غږ ماهم د درد احساس وکړ، دیوه ژور درد، هغه درد چې انسان یې هروخت نه شی کولای… اوخپل دریغی مې په درد کې ورته څرګند کړ… هغې غوږۍ کيښوده، سترګې مې په یوازې کوټه کې دیواله ته ونیوې، لږ ګړۍ وروسته مې ښه پام شوچې اوښکې مې راغلې، راتویې شوې، چې په دغه شیبه کې دهغې پوښتنې ځان راته راغبرګ کړ:

ـ داحمدشاه اومحمود دبریمنو غازیانو په خیلخانه او ټاټوبي کې یوداسې سړی نشته، چې نن سبا دغه خلک اودغه ملت له دغې بدمرغۍ څخه وژغوري؟

ددې هغه مینه رایاده شوه چې دې د دولت خان له نامه سره درلوده، له هغه نامه سره چې هغه دسوري شیرشاه د زوی اودخان جهان لودي دپلار زیب و، هغه نوم چې دهند دموسیقۍ پلار تان سین دهغه ( دشیرشاه د زوی دولت خان ) ترسیورې لاندې وځلید اووغوړید… اوزړې شهزادګۍ په هغه نامه باندې ان په شلمه پیړۍ کې هم و ویاړل… دهغوتیرو اتلولیو، میړانو اوپښتو ته یې په خپل هغه چاپیریال کې چې څوک نه پرې پوهیږي اویانه غواړي ځان لکه یوشمیرپیښوري اردو ژبي او کابلي فارسي ژبې پښتانه پرې پوه کړي درناوی وکړ…

زماله پاره دهغې دمرګ غږزما دموردمرګ ترغږکم نه و، زرمې خپل کالي بیرته واغوستل، تکسي ته مې تلیفون وکړ، هغه هم راورسید، ډیره شیبه لانه وه تیره چې د زړې شهزادګۍ کورته، هغې ښکلې بنګلې ته چې نژدې دیوې نیمې پیړۍ رزمو اوبزمو ته یې په خپله غیږه کې ځای ورکړی و، هغې بنګلې ته چې دیوه پښتون نومیالي پرتم یوروښانه څراغ اوس هلته په کې په خاموشۍ سره غزیدلې و اوددغې نړې درنګارنګ ګلونو وروستۍ غاړه کۍ یې دغاړې پرځای ترتابوت راچاپیره شوې وه… هلته چې نورڅوک نه پوهیدل چې بیا به دلته هم څوک دهغه تیربرم اوپرتم کیسې له چا سره زمزمه کړي… په مړاوې څیره ورسیدم.

هلته مې د هغو ګلونو په منځ کې دهغې پښتنې شهزادګۍ چې احساس یې دژوند تروروستۍ سلګۍ پورې پښتون و، وروستۍ ننداره وکړه اودزړه له کومې مې خپلې اوښکې اودعاوې دهغې په وړاندې چې اوس یې د خپل خالق رضاته ځان سپارلی و، وښندلې،هلته زما یوشمیرټولګیوال چې خبرشوي ووهم راغلي وو، پوجا مې ولیده، چې پرما پسې یې سترګې اړولې، رانژدې شوه، راته ویې چې ما نن څوڅو ځلې تلیفونونه دروکړل، په کورکې نه وې… ماخپله خبره ورته وکړه، خودې راته وویل چې ماښام زما له لیدو پرته ولاړ نه شې، زه اوته به ګډ ځو…

 جنازه د بنګلې ختیزته جومات ته څرمه ترسره شوه، په سلګونو تنه چې دلته راغلی وو، ټول دهغې په بدرګه له هغې سره هدیرې ته چې ډیره لرې نه وه روان شول،دهغې په جنازې کې ډیروخلکو برخه اخیستې وه، ډیره ګرانه وه چې سړی پوه شي چې څومره یې خپلوان اوڅومره نوریې دوستان وو، ما خویوازې دلکشمي پلاروپیژاند، چې راغلی و، خوهیچا ته نه ښکاریده چې هغه به پښتون نه وي،هغه په رښتیاهم ډیر خواشینی و، هغه دزړه له کومي د زړې شهزادګۍ په مرګ ژړل، اودهیچافکرته هم نه ورتله چې مدن لال هندو اومیم صاحبه مسلمانه ده، هلته نورو هندوانو اومسلمانانو په ګډه دهغې په مرګ ژړل، هلته سړي ته ښکاریده چې انسانیت اوسړیتوب ترهرډول ګروهې اړیکو لوړدي، دانسان غم دانسان غم دي، دانسان مرګ دانسان مرګ دی، اودانسان خوشالۍ دانسان خوشالی ده،انسان ژبه، ګروهه، کالی،کور کلی اوهیواد بدلولای اوله لاسه ورکولای شي خوڅه چې نه شي بدلولای، هغه دده غم، خندا، ژړا،مینه اوعاطفه ده چې دې دژوند له پیله ترپایه په هرځای اوهررنګ کې یوشان بدرګه کوي… مرګ سره له دې چې هرڅوک اوهره ډله هغه ته په کرکه ګوري، په کرکه یې یادوي، نه یې خوښیږي خو یوه ورځ داسې راځي چې باید دخپل ژوند قیمتی مرغلره په همدغه بدغوني سوداګرباندې وپلوري… دژوند وروستی سوداګرهم دی دﺉ او هغه له هرچا په هرډول اوهره بیه چې وي اخلي، خو هیڅوک نه پوهیږي چې څه یې کوي اوپه څه برخلیک یې له هغه وروسته ور اړوي…

موږ لا په هدیره کې وو چې لمرولوید، لمر، هغه چې دهرڅه اوهرچا رازونه اویادونه ورسره دي، هغه چې هغه ورځ یې هم په یاد وه چې دغه شهزادګۍ په هغه ورځ دلوي نواب په کورکې په څه شان اوشوکت سره وزیږیده اوڅه خوشالۍ نه وې چې په هغه ورځ یې ددوې محل په سر نه و اخیستی، لمرهغې هستۍ چې نه یې په هغه ورځ د دې له کورنۍ سره په هغو پرتمینو خوښیوکې برخه واخیسته اونه یې نن هم دیوې شیبې له پاره دیوه ساده اخ په نامه شاته راوکتل، هماغه لمر، هماغې رڼایي پرهغه مهال ولویده اوموږ ټول ساړه ساړه لکه بایلي جوارګر خالي لاسونه، یو یو، دوه دوه، درې درې او…له هدیرې بیرته راروان شو.

کله چې محل ته بیرته راغلم بوچا دبنګلې په دروازه کې وه، نیغ یې دلکشمي مورته وروستم، کله یې چې سترګې راباندې ولګیدې راته په کوکو شوه، داسې لکه چې په رښتیاهم زه ددوی دکورنۍ کوم مهم اونژدې غړی یم، اوپه رښتیامې کومه ډیره نژدې څوک له لاسه ورکړي ده، هغې زه په غیږکې ونیوم، اوپه چیغو چیغو کې راته وویل:

ـ دولت خانه زویه، زما شهزادګۍ مور خو ستا په لیدو سره دهندوستان ټول درانه درانه غمونه له یاده وایستل، کاشکي ته خو څوکاله پخوا راغلی وای… پرهغې ته څومره ګران وې اوتاته څومره خوشاله وه…

لیلې ته مې هم تسل ورکړ، هغه له خپل خاوند سره چې نن سهارله خارج څخه دخپلې مورپه مړینه راغلی و، ولاړه وه اوهغه یې ماته راوپیژاند، نواب رحمت الله خان… چې اوس یې په کوم هیواد کې دهند داستازي په توګه دنده درلوده…

له هغوی سره مې خپله خواخوږي وښوده، لیلې په نیولي غږ راته وویل:

ـ د ببو وروستۍ شیبې وې اوستا نوم… په هغه شپه چې تاسې ولاړﺉ څو څوځلې یې له ماپوښتنه وکړه چې:

ـ د دولت خان عزت وشو که نه… ما هغه ونه لید…

د هغې خاوند چې له څیرې یې پرتم ښکاریده دخدای پاماني په وخت کې په غیږ کې ونیوم اوراته وویل:

ـ مور خو ولاړه، لکه چې یوازې یې پریښودو هیله من یو چې ته مویوازې پری نږدی، پښتانه څه وایی؟ زما اوس فکرکارنه کوي… کیله راځه کیله به زه… (نورنه پوهیږم )….

ما تراوسه ژړلي وو، خوداسې نه چې غږ مې د زړه له اولکې دباندې ووزي، خو کله مې چې د رحمت الله خان داخبره واوریده، نو نه یوازې مې تسل ورنه کړ بلکی په ژړا مې هم زړه ښه ورسره تش کړ… ښایسته شیبه ورسره ودریدم، څه خبرې مې هم ورسره وکړې… په تلوتلو کې یې بیا ترغوږ راتیره کړه چې هغه سندره څنګه ده؟ خوله مې یې غوږ ته ورنږدې کړه اوله هغې سره سم مې دم ګړۍ خدای پامانی ورسره وکړچې:

مینه په تلو راتلو زیاتیږي    کله راځه کله به زه درځم مینه…

 

(۱۱)

ماښام تیاره و، ما اوپوجا دواړو له لکشمي سره هم خدای پامانی وکړ، هغه بیرته پرمحل ننوته، ما بوچا ته وویل چې همدلته ودریږه،زه زر یوځل ترزړې ونې لاندې قبرته ورغللم، زر مې یوه دوه رکعته لمونځ وکړ، دعا مې وکړه، په تاخچه کې ایښی دروند کتاب هغه چې کرښې یې تراوسه هم لکه مرغلرې روښانه وي مې ښکل کړاو زربیرته راغلم، دهغې په څنګ کې کیناستم اودواړه دزړې شهزادګۍ له کوره راووتو… ماپه همدغه مهال پوجا ته ووې چې زه سیده خپل کورته ځم ځکه چې هم خواشینی یم اوهم ستړی، خو دې پرته له ځنډه ځواب راکړ:

ـ سمه ده ځان آرام ونیسه، هم هلته دې بیایم…

دغه شپې دمیاشتې وروستۍ شپې وې، ځکه نوشپه زرتیاره کیده، زه هسې هم په دغه ښار کې نابلده وم، دشپې به چې په موټرکې وم نه به پوهیدم چې چیرې ځم اویاپه کومه خوا روان یم، په دغه ماښام هم پوجاموټرته داسې پونده ورکړې وه، چې یوه خواهم سمه نه راته بریښیده اونه پوهیدم چې دا کوم ځای دی اوپه کومه خوا روان یم…هم یې موټرچلاوه اوهم دڅه په باره کې راته ګډه وه خو زه نن په خپل حال کې نه وم، یوازې سرمې ورته ښوراوه، لاسونه یې لکه دځوښ شویو شیدوڅپه له خبروسره همداسې راپورته پورته کیدل. په دغه شیبه کې ماته زموږ دکلي دخدای بښلي ملا سحرګل خبره رایاده شوه چې کوم کال غزنې ته راغلی وهلته یې کومه ښځه داخلي که خارجي لیدلې وه چې موټریې چلاوه، کله چې بیرته رشیدانوته راغی نوټولو ته به یې همداویل چې:

 ـ آخره زمانه شوه، په غزنی کې مې ښځه ولیده چې موټریې چلاوه، خدای ترې وساتلم که نه دې خو غوښتل چې سم دم یې راباندې راوخیژوي…

 داچې څومره به یې رښتیاوې خدای به ترې خبرو، څوجمعې یې ډوډۍ خیراتوله چې خدای دې ترې بچ کړې و، آخرهم له خره راولوید اومړشو، زامنویې هم خیرات پسې ونه کړ…

اوس چې پوجا موټرچلاوه ماته زما دماشومتوب همدغه کیسه رایاده شوې وه، په همدغه سوچ کې وم، چې پوجا خپل موټردیوې بلې خورا ښکلې خو په زاړه انګریزي ډول جوړې بنګلې مخې ته ودراوه، دګراج دروازه په اتوماتیکه تنڼۍ خلاصه شوه،، پوجاخپل موټر وردننه کړ، ما په زوره ورته وویل:

ـ دخدای له پاره دادې چیرې راوستم ما هیله هم درڅخه وکړه چې ما…

دې راته وخندل:

ـ یوسری انسان یې ستایې له کورسره څه، چې چیرې ښه هلته شپه…

یوځل مې بیا هیله ترې وکړه چې زه ستړی یم، زه نه غواړم چې نورڅوک راسره سرګردانه اوخواشیني شي… خو دې هیڅ هم نه ویل، راته موسکۍ وه، چې په همدغه شیبه کې دوو نوکرانو له دوو خواووزموږ دموټر دروازې پرته له دې چې موږ یې کلپ ورخلاص کړو خلاصې کړې اوزموږ هرکلی یې وکړ، ماهغې ته ووې چې دانوڅنګه کیدای شي چې هغوی دکلپ دروازه چې دننه خوا څخه ورخلاصه نه شي خلاصه کړي، دې اول راته وخندل،خو وروسته یې راته وویل چې داموټر یې پلارپه دې ورځو کې له خارجه راوستی دی،هغه کوم کمپیوتري حساب لري چې دبلدوکسانوپه لاس اوغږ باندې پوهیږي…

دلته هم لوی کورو، لویه بنګله وه، داسې لکه دلکشمي داناغوندې دننه اوباندې یې څراغونه روښانه وو، لوی ډنډ یی په منځ کې و، پاکو اوبویې په پاکۍ سره په منځ کې ځان په آرامۍ سره غوړولی و، ډیرخلک ننه کښته اوپورته کیدل، داسې چې سړی پوهیده دلته یوڅه اویا یوه لویه پیښه شوې ده. زه اوپوجا دواړه دماڼې دننه شو،هلته یې مور، پلار، مشرورو اوکشره خور ټول داسې ولاړوو لکه چې دمیلمنو هرکلی کوي، زه پوجا دوې ته په یوه لنډه جمله کې وروپیژندلم:

ـ دادولت خان دی، له افغانستانه څخه راغلی، دلته له موږ سره په یوه کالج کې درس وایی…

پلاریی لومړی ما اوبیا خپلې لورته موسکی شو:

ـ ډیرښه، ډیرښه، زموږ پټان ورور دی؟

ـ پوجا زرځواب ورکړ:

ـ پټان نوښه پټان دی، که څه هم چې پټانان هندته هرمهال راغلي، هغوی ددې خاورې شوي،هرڅه یې له لاسه ورکړي، خو دې لکه چې داسې نه وي، په دې چې دې غواړی هم غازي شی اوهم بیرته پټان خپل وطن ته ستون شي…

هغه ورته وخندل اوورته ویې ویل:

ـ داپه رښتیاهم زما تربوردی…

ټاکر پیاری لال دپوجا پلار و، دې هم راجپوت هندو و، ځان یې راوپیژاند اوویې ویل چې دې له هغو جنرالانوڅخه دی چې جنرال نیازی اودهغه پوځ یې په ډاکه کې کلابند کړ، دهند اوپاکستان په نورو جګړو کې یې هم برخه اخیستې وه. په خنداکې یې خپله داهم ترغوږ راتیره کړه چې، دتره زوی دې هم ډیرې جګړې کړې دي…

له همدغې ورځې وروسته به جنرال زه په نامه نه یادولم تل به یې دتره زوی بللم… ځکه ده به راته ویل چې یووخت دهند په ټوله نیمه وچه کې دوو قومونویوبل په ویاړسره یادول، چې یو پټان و اوبل راجپوت، دوې سره له دې چې له یوه اوبل سره دجګړو اونښتو خورا ترخې کیسې لري، له یوه اوبل سره ډیرنژدې اودیورنګه ځانګړتیاوولرونکي قومونه هم وو…

زما اودپوجا دپلارلنډکۍ کیسه لاپای ته نه وه رسیدلې چې دنورو میلمنو یواوږد لام پردالان راننووت، نارینه اوښځې، ځوانان اونجونې، زړې اوپخې، په څو شیبوکې دغه سالون دچا خبره لکه رستورانت داسې راډک شو، زه دسالون په برسرکې وم، خلک سم نه راته ښکاریدل، خو چې پوجا اولکشمي زما پرخوا راروانې وې په زړه مې غله راګډ شول، اودا په ذهن کې راتیره شوه چې ګواکي ټول دوې سره خپل دي، چې ښه ځیرشوم اوشاوخواته مې نورهم وکتل، ډیرې څیرې، ډیرخلک پیژندګلوي وو، لیلا خان هم له خپل خاوند اودوو بچیانو سره راغلې وه، دلکشمي کورنۍ اود دوی نورخپل خپلوان هم ګرده راغلي وو، په همدغه مهال چې کله پوجا اولکشمي دواړې راغلې اوزما څنګ ته کیناستې، دوی ماته داخبره دلومړي ځل له پاره په ډاګه کړه چې دوې دواړې سره سکنۍ ترلې دي. دامعلومه شوه چې دوی دواړې په یوه کورنۍ پورې اړه لري،ډیرڅه یې له یوه اوبله نه یوازې پټ نه دي بلکی هرڅه یې سره یورنګه دي. دوې چې کله داخبره راته وکړه ما په هماغه ځای کې خپل تندي ته ټس ورکړاوله خدایه مې شکریه وکړه چې کومه ورځ مې د دوی په منځ کې دیوې اوبلې په باره کې څه نه دي ویلي… لاسونه مې لاهم داسې په تندي باندې نیولي وو، په دغه شیبه کې ما ته هغه زموږ ددفتردهمکارې شیرنې خبره رایاده شوه، چې یومهال یې راته کړې وه چې: دروسي یرغل په شپوورځوکې په پیښورکې دافغانانوله پاره ډیرې مرستندویی ټولنې جوړې شوې، چې دهغو له برکته موږپیښوریانو ته هم په کې کارونه میلاو شول، ماهم په یوه موسسه کې کاروموند څوکاله وچلیده خو وروسته دپانګې دنشته والي له امله په ټپه ودریده، په دغه موسسه کې ډیروافغانانوکارکاوه، مافکرکاوه چې دوی به دافغانستان له بیلابیلوسیموڅخه وي… دموسسې له رنګیدو څوکاله وروسته چې دافغانستان په لوبه کې سرویس تبدیل شو، زه جلال آباد ته لاړم، چاراته وویل چې زموږ دهغې پخواني موسسې دامرپلار مړشوی، زه هم له نوروپیژندګلووسره بهسود وته ورغلم، هلته مې ټول هغه دموسسې ملګري ولیدل چې تاوده تاوده یوې اوبلې خواته ګرزیدل، بیامې هم فکروکړ چې داخودعا ده،دوی به هم لکه ماغوندې خبرشوي وي ځکه راغلي دي، له یوه دوو مې پوښتنه وکړه چې څنګه خبرشوې چې دلته نن راغلئ، هغه راته وویل چې دا آمرخو زماوروردی، بل راته وویل چې زما دتره زوی دی، خبره ان دماما اونورو خپلوانوترزامنوپورې ورسیده… لنډه داچې راته روښانه شوه چې هغه زموږ موسسه ټوله یوې کورنۍ چلوله خو هلته یې ناسته پاسته داسې سره جوړه کړې وه چې هیچاهم فکرنه کاوه چې ددغې موسسې غړي به له یوه اوبل سره پیژني…؟

پوجا څه شي ته پورته شوه، لکشمي مې لاس له تندي راکښته کړ، په غمجنه څیره، په داسې څیره چې خواشیني له ورایه ترې ښکاریده راته موسکۍ شوه اوراته ویې ویل:

ـ څه خبره وه، که دې څه ویلي هم واي، څه به دې ویلي وای؟ موږ خوڅه تاسې غوندې نه یوچې دیوې دومره وړې خبرې له پاره هم تندی په تیږه ماته کړو… خوماهغې ته دشیرنې کیسه وکړه، هغه داسې په خنداشوه، چې اوچت غږیې په دغه حال کې زیاتروخپلوانو واورید. خو زریې ځان راخوندي کړ، مایې دانا دمړینې له امله خپله ژوره خواشینې یوځل بیا ورته څرګنده کړه، ددې په سترګوکې اوښکې لکه چې پرګلاب باندې باران واوري اوبیایوناڅاپه پرې لمرشی اوس دتالاربلورینو څراغونو ته سلامي شوې وې، داسې چې زما سترګې یې هم ناچارې کړې چې باید لکه ددې دهغوپه شان شي. خونه، په همدغه حالت کې یې ستونی راډک شو اودې هم هماغه تیره خبره راته وکړه:

 ـ کاشکي څوکاله مخکې راغلی وای، پرهغه مهال چې زما انا دغه ناروغي نه درلوده، هغه ستاپه راتګ دومره خوشاله وه چې هغې به تل ویل ته خدای ددې له پاره هندوستان ته رالیږلی یې… ان چې کله کله به یې ما ته هم ترغوږ راتیره کړه چې له دولت خان سره… په دې چې په اوسنې نړې کې که په انسانانوکې دوفا، باور اورښتیاینې بیلګې پاتې وي هغه به په پټانانوکې ترنوروخلکوزیاتې وي…

خومایې زرځواب ورکړ:

ـ هو، هغه ډیره مهربانه وه، ما ته هم داسې ښکاریده لکه زما مور، هغه یوازنۍ څوک وه، چې ما یې په څیره کې دخپل پښتون ژوند یوه اوږده لړۍ ولیده، مایې دروښانه څیرې په هنداره کې دخپل تیربرخلیک د آواره وریځو درنې درنې لړۍ ولیدې… اوهغه یوازنې څوک وه، چې په شلمه پیړۍ کې یې دشپاړسمې پیړې دپښتنې مینې اودرنښت هنګامه له ځان سره ژوندۍ ساتلې وه… خودریغه چې مایې هغه پوښتنه ورځواب نه شوای کړای، هغه پوښتنه چې رانه کړې یې وه:

 ـ داحمدشاه اومحمود دبریمنو غازیانو په خیلخانه او ټاټوبي کې یوداسې سړی نشته، چې نن سبا دغه خلک اودغه ملت له دغې بدمرغۍ څخه وژغوري؟

 نن هم شپه ډیره ناوخته شوې وه، موږ په هغه شپه دپوجادوې کره وو، هلته دلکشمي اودهغې نورخپلوان ټول راغلي وو، دپوجا پلار زموږ په دود نن شپه دوې ته ( ویروسي ) کړی و، پرما هم ناوخته شوی و، پوجا بیاځان رادمخه کړاو راته وویې ویل چې زه دې کورته رسوم، مایې غوږ ته خوله وروړاندې کړه چې داځل مې په دې نیمه شپه کې په بله خوایونه سې، خو دې راته وویل:

ـ نه داځل دنیغ کورته رسوم، زه هم له ځان سره یوچوکیدارڅوک چې له هغې خوا یوازې نه وم بیایم،…

په همدغه دغه کې راووتو، دپوجا موټرهلته وړاندې دانګړباغچې ته نژدې ولاړو، ما له کوربنوسره خدای پامانې کاوه چې دا خپل موټر ته ورغله، زه اولکشمي هم وروړاندې شو، کله چې دې غوښتل دموټر دروازې ته لاس وراوږدکړي، دمخې دټایرله څنګه یې یوه برابرمار ځان ورښوراوه اوددې پرخوا یې ځان راوخوځاوه، چیغه یې وکړه، لږرادیخواته وچه کلکه لکه لرګې ودریده،د لکشمي دلته زما په څنګ کې واړې وختې اوما ته یې وویل چې وړاندې ولاړنه شم…دپوجا هغه ژبه چې لکه بیاتې داسې به چلیده اوس ګونګۍ شوې وه، حالت یې ډیرخراب و، ماپه آرامۍ له لکشمي څخه پوښتنه وکړه چې که زه دامارووژنم څوک خو به پرما بدنه وایي؟ هغې راته وویل چې وړاندې ورنه شې داستاکارنه دې، زه چوکیداران رابولم چې هغوی یې مړکړي، خو مارهمداسې دپوجا پرخوا راروان و، په څنګ کې مې دسیمټو یوه ټوټه پرته وه، هغه مې راپورته کړه، په ډیره آرامۍ سره مې دهغه سرپه نښه کړاوپرهغې مې وویشت، یو دوه لټه واوښت راواوښت، نورهمالته له حرکته ولوید. پوجا له ډاره لړزیده، هرڅه یې له لاسه ورکړي وو، خوکله یې چې ولید مار ما وویشت، یوڅه سره آرامه شوه، ترلاس مې راونیوه اومارته مې نژدې ودروله چې یوازې لکۍ یې ښوریده، دې ته مې تسل ورکړچې هغه نوردخوځیدو نه دی،خو هغه داسې ډاره شوې وه چې رنګ یې زموږ دخلکو په وینا دڅراغ پلته شرموله، مایې دمخ خولې په خپل دسمال ورپاکې کړې،له هغه وروسته یې پلارا ونورخپلوان اوڅوکیداران له اوږدو اوږدو لکړو سره راورسیدل، پلاریې پوجا په غیږکې ونیوه، په سریې لاس ورتیرکړ، ورته په موسکا شو:

ـ غټ پیاوړې پټان دې په څنګ کې دی ته له ماره ډاریږې… زموږ نیکونو به تل موږ ته ویل چې که ملګرتیا کوﺉ نوله پټان سره به یې کوﺉ، که هغه درسره وي دزمانې بدې بلاوې خوڅه کوې چې دځنګلونو زمریان به هم لاردرڅخه چپوي، شیرشاه زمری نه و وژلی چې دولت خان به یوه مارته سزا ته ورنه شي کړای؟ دلکشمي پلار خپل موټروان ته غږوکړ، چې راشي اوماخپل کورته ورسوي، پوجا اوس ایله لږآرامه شوې وه، لکه چې باوریې نه کیده راته ویې ویل:

ـ ته مارهم وژلی شې؟

ماورته وخندل:

ـ ولی څه شک درته ښکاري؟

ـ داچل دله چا زده کړی، چې په یوه وارسره دهغه ځای پرځای کړ.

ـ زموږ خلک وایی ماردښمن دی… ددښمن په وړاندې باید سړی ناګاره نه وي…، هغه هیڅ چل نه غواړي…

ـ نه، نه مطلب مې دادی، چې دماروژلو درس دې لوستې، چادرښودلی که څنګه؟

ـ هو، ما ته دماروژلوچل زما نیکه خدای دې وبښی راښوولی دی، هغه موږ ته ددښمن داکه ماروي، که زمرې، که لیوه اوکه یرغلګرانسان له دغوټولوسره دمقابلې چلونه راښودلي دي…

ددغې لنډې پیښې له دړدنګه وروسته،مې بیاله ټولوسره هغوی چې دلته ولاړ وو خدای پامانې وکړ، پوجا اولکشمی له څیرو ښکاریدې چې ښې ډارې شوې وې،ځکه یې اوس نه ویل چې موږ به دې ورسوو، زه ترې موټرته وختم، دپوجا زړه صبرونه کړلکه چې عادت یې و اوورستۍ خبره یې تل ځانته ساتله رانژدې شوه،ترغوږ یې راتیره کړه:

ـ ځه خدای دې مل شه، نوربه دنیکه ته هم دعا کوم چې تاته یې دا چل درښوولی و، اوکه نه نونن شپه به زما هم له ارواښادې ببوسره وه، خو لږناوخته…؟؟

پاتې لري

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.