د هوسۍ په ناول کې د داستاني عناصرو شننه

لنډیز او شننه زلمی ذاهد د ژبو ادبیاتو د دریم ټولګی زدکړیال

346

د هوسۍ په ناول کي د داستاني عناصرو شننه

کیسه ، کرکټر ایزیشن، منظرکشی، تلوسه

انځور: ( لیکوال محمداجان یار)

لنډیز او شننه زلمی ذاهد د ژبو ادبیاتو د دریم ټولګی زدکړیال

ښاغلی سهار او آغلي هوسۍ :

ښاغلی سهار دګران هیواد جنوبی ولایت کنړ اوسیدونکی چی په پلازمینه کابل ښار کی د یوی مطبعی لپاره ده جمعی د شپی داستا نونه ،

او د ځینو خبرونو په لیکلو کرکتنه کوی ، یوه ورځ چی په خپل کاری دفتر کی په کار بوخت دی ، د مطبعی ساتونکی د ده دفتر ته ورځی

او ورته وایې یوه جینی غواړی چی له تا سره ووینی ، که ستا خوښه وي. دلته دفتر ته به یې راولم ، ښاغلی سهار اجازه ورکوی چی هغه

جینی دی راشی ، په لومړی پیل کی روِغبړ کوی. د روغبړ په پای کي ښاغلی سهار ورته وایی خوری څه کار دی را سره دی ؟

هغه جینی ځان داسی ورپیژنی چې نوم می هوسۍ ده، او په اصل کي د پګتیکا ولایت اوسیدونکي خو اوس مهال په پلازمینه کابل ښار کی

اوسیږو . او د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځۍ د څلورم کال محصیله یم . ستا د جمعی د ورځی داستانونه اورم . نو له ځانه سره می

دا پریکړه وکړه چی یو ځلی دی له نږدی ووینم . ستا په لیدلو ډیره خوښه شوم . او د شنکی آسمان د ستورو په شان مننه کوم .چی وخت

دی راکړ . ښاغلی سهار هم غرونه غرونه مننه تری کوی ، او د جینی پستو خبرو خوشحال کړ‌، هوسۍ نوره اجازه تری اخلی اوځی ..

خپل د کور لوری ته ، خو ښاغلې سهار ته وایې چې سبا له خیره چیرته سره ووینو . غبرګ دواړه په یوه خوله په دی خبره راضی کیږي

چی زه به د مطبعی په مخکی ولاړیم ، سبا چی کله آغلی هوسۍ راځی، ښاغلی سهار له ځان سره بیایې د کابل په بیلابیلو پارکونوکی

چکر وهي، بلاخره غبرګ دواړه د شپږ میاشتو پرلپسې چکرونو څخه وروسته دی پریکړی ته رسیږې کوژدن کیږی .دواړه له یو بل سره

واده کوی ، د آغلی هوسۍ پلار د خپلي لور لپاره په پلازمینه کابل ښار کې کور را نیسې او ښه په مینه محبت د ژوند شپی او ورځي

تیروي، له یو څه وخت وروسته د ظاهر شاه پاچاهی را نسکوره کیږي ، اودي پریکړي ته رسیږی . چی نور باید له دغه ځای ولاړشو

اوخپل پلارنئ ټاټوبی کنړښار ته .کله چی کنړته رسیږی د یو څه وخت وروسته جنګ جګړي ډیریږی اوځان سره پریکړه کوی له کور

څخه وځي د ډیر سخت جنګ په منځ کی را ښکیل کیږی ښاغلی سهار زخمی کیږی . زوی یې په سیندکی لوییږی او یواځی آغلی هوسۍ

پاته کیږی ، هوسۍ په تیاره کی تر یوه کلی ځان رسوی . په هخه کلي سخت بمبار وي ، او ډیر کسان مړه وي .د دغه کلی وګړو سره

یوځای ګاونډی هیواد پاکستان ته روانیږی . چی د لاری په اوږدو کی د تنظیمی جګړه مارانو سره مخ کیږی او قومندان یی خپلو عسکروته

په لاس ورکوی . چی دغه جینی هوسۍ نومی زمونږ کور ته ورسوی ، خو د غزیدلی سړک لاری لنډه وی دلاری په اوږدوکی یو تن

عسکر په زور سره جنسی تیری ورباندی کوی اوبیایی دخپل قومندان کور ته بیایی قومندان آغلی هوسۍ غواړی چی ځان ته په نکاح

کړی ،هوسۍ په زړه راښکونکی غږ دا نه منی .او د شپی له خوا پټه د نارینه په جاموکی په تیښته بریالۍ کیږی خپل ځان پیښورته

رسوی، هلته د ګاونډی هیواد پاکستانی پوځیانو له لوری نیوله کیږی . او په لس کاله زندان محکومه کیږی ، کله چی له زندان څخه

خلاصه شی . د یو ځایې طالب په واسطه ننکرهار ته راستانه شی . او د ښاغلی سهار کورته ورځی ، چې هغه پخوانی خلګ هیڅوک

هم نشته .یواځی یو کس یي پژنی او ورته وایې چی ته دهغه ښاغلی سهار میرمنه یې چې هره جمعه به یې داستانونه خپرول ، او بیا

د هغو کلیوالو په مرسته د ښاغلی سهار قبرته ورځې کله چییې قبر ووینی بیسده کیږی ..!!

د پلاټ ارزښت:    ډیالوک:

د ناول دهنریت ارزښت د پلاټ ترتیب دی                        ترډیره ډراماتیک ادب ځانګړړنه ده

تلوسه :

په داستان لیکنه کی هغه کشمکش او لانجی مخامخ کوي او دا احساس ورکوی چی ژرتر ژره نور داستان ولولی او په هغه کی خپل

د پوښتنی ځواب ، یا خپل ذهنی سکون ومومی … تلوسه : د داستان په دریو برخو کی اړینه ده . پیل ، منځ،او پای،

پیل په همدی ډول دی ،ریښتیا چی خپله ځالګۍ ،مینه ، او ټاټوبی څومره خوږ ارزښت ور ته لري، زه له کلی نه پخوا راوتلی وم .

ډیر وخت می په ښار کی وه . کله کله به په اخترونو او رخصتیو کي کور ته تللم ..!!   او نور ..

منظر کشی:

هر داستان د صحنوړټولکه ده چی یوه پیښه په کوم زمان او مکان کي پیښږی ، هغه ځای او وخت ته منظر کشی وایی .او دا منظر کشی

دري ډولونه لري ، چی ده هغوی له جملی څخه یوه هم ټولنیزه منظر کشی ده .چی ده هوسۍ ناول زیاتره برخه په ټولنیزه منظر کشی

را څرخیږی ، د بیلګی په ډول :: د کوټی کړکې او دروازي بیخي ډانګې دیوال ته پرته وه . د لمر وړانکې په کرکې راننوتلې وي ،

هواه دومره پاکه وه چی زره ګرد هم د لمر په  وړانکو کی نه لیدل کیده .ځان می ښه کړکی ته ور نږدی کړ.. او داسی نور..!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.