د غڼې ځاله ناول ته لنډه کتنه

کره کتونکی: حمدالله صالحی

274

د غڼې ځاله ناول د کیسې لنډیز

طاهره د یو قمار باز سړی لور ده په قمار کې یې پر یو هلک بایللې وه، هغه هلک واده وکړ سخت له کړاوونو ډک ژوند یې لره، طاهرې به تل وهل خوړل کومه ورځ چې به یې سترګې تورې کړې وې په هغه ورځ به یې خاوند د کوڅې ټول هلکان د دې ملګري بلل په همدې سختیو کې یې د ژوند څو کلونه تېر شول یوه لور او یو زوی یې پيدا شول. یوه ورځ طاهره په پخلنځي کې لوښې وینځي خاوند یې ورځي او پر سر یې وهي، هغه همالته لوېږي او په وینو کې چټله وي. یوه بله ورځ یې خاوند نېشه کړې وي طاهره هم راپورته شي او د شرابو په بوتل یې پر دا سره ووهي او د لوښو ډکه المارۍ پرې راوغورځوي تر سهار هماغسې پروت وي کله چې طاهره ورشي بیا یې ووهي او ټوله توره توره کړي، نوره دا هم په وهلو کې پخه شوې وي دومره اثر پرې نه کوي.

یوه ورځ یې خاوند د برق په لینونو کې لاس وهي چې برق یې ونیسي طاهره ورته ګوري او دی رپېږي تر دې چې سا یې وخېژي ایله د طاهرې زړه پرې یخ شي. کله چې یې د مېړه خیرات تېر شي نو لېور یې راځي او له دې سره د واده د کولو هوډ لري. طاهره هم ورته سپینې خبرې کوي او دا خبرې یې ردوي. طاهره د شور بازار په سیمه یوه کرايي کور کې ژوند کوي. د خاوند له مړینې وروسته د دوه درې میاشتو کرایه پرې پاتې وي د کور څښتن یې ډېره په تنګ کوي، د کور څښتن نوم ملک عبدالقدوس دی.  ملک عبدالقدوس یو ډېر بد انسان دی، دی هڅه کوي چې له طاهرې سره لار ونیسي، یوه ورځ یوه بشکه غوړي، چای، مینو او وریژې ورته راوړي خو طاهره یې بېرته په لاس کې ورکوي، بله ورځ بیا راځي او طاهره ورته وايي چې دشپې دولس بجې راشه. طاهره خپل اولادونه ویده کړي او له خونې بهر راووځي غولتون ته ځي هغه اوږده تیږه لرې کوي او د څاه سر خلاص پرېږدي بېرته راځي په برنډه کې کښېني دوه بجې وي چې دروازه وښورېږي طاهره ورشي دروازه خلاصه کړي له واره قدوس له طاهرې څخه لاسونه تاو کړي نرم عطر یې وهلي وي، شونډې د طاهرې شونډو ته وروړي هغه یې د خولې بوی حس کړي طاهره ورته ووايي له دې څخه په یو بغل پرېواته ښه نه دي قدوس یو څه ځان وښوروي طاهره یو ګام شاته شي قدوس یې د پښو قط ته لاس وروړي په همدې وخت کې د قدوس یو لاس د طاهرې له ملا څخه خطا شي او د بل ګوتې یې طاهره په لاس کې ونیسي بیا یې پورې وهي او د غولتون په څاه کې یې چړپو چړوپ پورته شي. طاهره په منډه لاړه شي د اولادونو په منځ کې ځان وغورځوي تر یو څه وخت یې غوږ نیولی وي هماسې ویده شوې وي کله چې سهار راویښه شي د غولتون څاه سر ته ورځي ګوري چې د څاه په څنډو کې د منګولو ځایونه شته خو سړی وتلی دی.

طاهره خپل د کور شیان خرڅوي یواځې یو فرش پرېږدي سهار وختي له شور بازار څخه ځي او په کمپنۍ کې یوه کوټه په کرایه نیسي هغه کور کې یوه کونډه ښځه وي او طاهره هم خپل کور ورولي، د ژوند شپې او ورځې همداسې تېروي موچیتوب پيل کړي د کمپنۍ عمومي سړک په منځ کې د څو نورو موچیانو سره کښېني، یوه ورځ یو ځوان موچي ورته راشي او له دې ځای څخه یې شړی په اصل کې د موچي غوښتنه بل ډول وي طاهره هم ورته په قهر شي موچي ووهي او له دې ځای څخه یې وشړي. دلته یې کوټه نمجنه وي له دې ځای څخه یو بل ځای ته لاړه شي هلته د کوڅې خلک په بده سترګه ورته ګوري تر دې چې له هغه ځای څخه یې په زور سره ولاړوي او دا هم راځي نیازبیک کې د عمومي سړک پر غاړه کور نیسي او د ژوند شپې او ورځې تېروي، له سهارونو څخه یو سهار یوه زړه ښځه راشي طاهره یې بوټان رنګ کړي له هغې ښځې څخه بټوه ولوېږي طاهره هغه کور ته وېسي هلته یې د لور او زوی په مخکې خلاصه کړي دولس سوه دالر او یو دوه کارتونه په کې وي، لور یې طاهرې ته شله کېږي چې دا باید بېرته ورکړو هماغه وي چې د کارت شمېرې ته تلېفون وکړي هغه ښځه راشي او بټوه ورکړي.

هغه ښځه طاهرې ته د کشمشو په شرکت کې کار پیدا کړي او یو څه موده هلته کار کوي، په همدې وخت کې یې لور مینه شي، طاهره ورسره یو ځای د هغه هلک لیدو ته ورشي او خوښ یې نه شي. طاهره په شرکت کې له یو سپین ږیري سړي سره لنجه وکړي او د شرکت مسؤل طاهره د چاغزیو کارتنونو د تړلو برخې ته بوځي هلته طاهره د شرکت په رئیس مینه شي، هغه کومې نجلۍ ته لاس ورواچوي د طاهرې زړه هم ترې تور شي او شرکت پرېږدي، له دې وروسته د ښځو په بڼ کې دوکان جوړ کړي هلته یې ژوند ښه شي، د چکن کمیسونه خرڅوي، دا کمیسونه یو سپین ږیری سړی له غزني څخه ورته راوړي، ژوند یې ښه شي یو څه پیسې پیدا کړي، زوی او لور یې پوهنتون ولولي، لور یې بیا مینه شي او دا ځل یې ورکړي. د ښځو له بڼ څخه کوټه سنګي ته دوکان راوړي له یوې بهرنۍ مؤسسې سره قرارداد وکړي. هغه مؤسسه نجونې په کار ګوماري طاهره هم یو لور بل ته ځي تر څو کلیوالې نجونې پیدا کړي.

یوه ورځ د ملک قدوس کورته ورشي او هغه ته یې د کور د دوه میاشتو کرایه ورکړي، بیا هغه کوڅې ته لاړه شي چې دا یې شړلې وه، لومړی هماغه ملا او ملک خپل لوڼه ورته راولي چې کار ته یې راولي، اوس د دې پسې نه ګرځي چې زموږ لورګانې ښار ته ځي لوڅ مخ ګرځي او یا به له چا سره ملګرتیا وکړي، هغه خلکو طاهره محترمه بلله هغه پخوا وخت و چې فاحشه به یې بلله او له کوڅې یې شړله اوس یې پیسې پیدا کړې وې او موټر یې لره.

په خوشحال خان کې کور واخلي ژوند یې لا ښه شوی وي، ماسپښین راووځي د انګړ په منځ کې د انګورو چیلې ته وګوري او له ځان سره ووايي:( یو سهار مې حویلۍ پاکوله، ستړې شوم، جارو مې دېوال ته ودروله، پلاستیکي څوکۍ مې راواخیسته، د انګورو د تاکونو تر چیلې لاندې کېناستم، چمن ته مې وکتل، پاک و، خو د چمن تر څنګ نرۍ سیمټي لارې جارو کیدا غوښته.

یو دم مې پورته د انګورو په پاڼو کې یوې شب پرکې ته پام شو، د غڼې په غټه ځاله کې تازه بندي شوې وه، سپین وزرونه یې رپول.

یوه غټه تکه توره غڼه پر خپل اوبدلي جال راغله، څو وارې تر سپینې شب پرکې راوګرځيده، نوي تارونه یې له ورایه ښکارېدل، د لمر رڼا په کې ګډه وه. شب پرکه یې کلکه وتړله، ماضي یو وزر یې ښورېده. غڼې نور زحمت ونه ایست، ډاډه وه کار یې جوړ لید، کراره ودرېده. دا دې ته ماتله وه چې شب پرکه له حرکته ولوېږي او ویې خوري، خو شب پرکې لا یو وزر په چټکۍ خوځاوه.

  تارونو ته مې وکتل، یو بل څه هم په کې بند وو، ورته ودرېدم، په خړو پخوانیو تارونو کې یې ماضي یو وزر پاتې و. ومې پېژندله شر پرکه وه خو اوس یې له یوه کمرنګه وزر پرته نور ټول ځان خوړل شوی و.

  نوې شب پرکې وزر واهه، اول ورو و، بیا چټک شو، د ځالې ټول تارونه خوځېدل، د اوبو غوندې موجونه یې لرل، وروسته یې دوهم وزر هم حرکت پیدا کړ، اول یې یوه پښه خلاصه کړه، بیا بله والوت.

  ژوند د غڼې ځاله ده، خامخا به په کې بندېږې، که دې واڼې ورته ووتې، یواز یو وزر به دې پاتې وي، خو که دې له حالاتو سره مبارزه وکړه، غڼو ته بېسېکه نه شوې، لاسونه او پښې دې ووهلې، نو تور تارونه پرې کوی شې.

  دنیا همداسې ده، که دې ځان کمزوری ونیو، تل به دې په حویلۍ کې د غوړو پینځه لیتره بوشکه، چارک بوره، او یو پاکټ ارزان بیه چاکلیټ ایښي وي، خو که دې تېره غاښونه لرل، مامور قدوس دوی دې د غولو په څا کې واچول، خپل ځان او خپلې کورنۍ ته سپر وې، ټول به سترګه درنه کوي.)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.