بوډا او د لېوانو پلونه (ناول)

ادبي کره کتونکې: ګل اغا خوشحال

345

بوډا او د لېوانو پلونه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

ادبي کره کتونکې: ګل اغا خوشحال
1. د نصیر احمداحمدي ناول په ۱۳۸۵ ل کال کې چاپ شوي ده. دغه ناول اجتماعي جوړښت لري. اجتماعي ناول هغه دی چې دیوې یا بیلابېلو انساني ټولنو، ټولنپوهنیز مسایل په خپله لمن کې رانغاړي،لکه ځانګړي دودونه، رواجونه، طبقاتي توپیرونه، فرهنګي جوړښتونه او ټولنیزې ښېګڼې، بدګڼې او…
د ناول د جوړښت بنسټیز توکې.
لومړي: کیسه: د بوډا او دلېوانو پلونه ناول مرکزي کرګټر (بوډا) نومېږي چي اصلي نوم یی مالک ده بوډا دژمې په موسم کې د یو کلې جومات ته ځي هلته ماشومانو ور باندي ملنډې وهي او دلیونې لیونې اوازونه پوسي کوي. وروسته یو ماشوم کور ته ځي او خپل مشر ورور ته وایی چي جومات ته لېوني راغلي ده د ورور دخبري په اوریدلو سره جومات ته ځي کله چي بوډا وینې له هغه سره روغ بړ کوي ډوډۍورته راوړي. خو کله چي سهار کیږي ځوان دکور بامونه له واوري څخه پاکوې د تره زوی ورته غږ کړې چي هغه لري یو څه ښکاري، دوه کارغان هم ورته ناست دي. ځوان ته تېرې شپې مسافر ور په زړه کېږي اوهلته ځې بوډا پر شاه راوړي خپلي کوټې ته کله چي بوډا پرحال راځي او دا ناره کوي انوره زویه! وروسته پر همدي کوټه کې څو شپې تېروي. او دژوند ټوله کیسه ورته کوي د خپل پلار مرګ له هغه نه وروسته واده کوي څو کاله وروسته یو ماشوم پیدا شي. ښځیه یی مړه شي یوازي زوي ژوندي پاتې کیږې مېره یی نوم انور ور بانديږدي ځکه دا نوم یی مور خوښ کړي وي. بیلاخره ددا خیلې جنګونو له امله بوډا انور او خپله مېره پاکستان ځي هلته ژوند تیروي انور درسونه خلاص کړي او ډاکتري ته کامیابه شي. مېره یی په پيښور کې مړه کیږي بوډا او انور کابل ته راځي دلته بیا ډاکتر ی شروع کوي. وروسته انور په یوموسیسه کې کار کوي. په کابل کې له یوي پیغلی سره واده کړي. او له څه وخته وروسته دانور زوي پیدا کيږي انور خپل پلار ته څوکیداري ور پیدا کړي او له خپله پلاره پټ کاناډا ته ځې بوډا چي کله خبر شي ډیر غمګینه کیږي بغیر له انوره نور څوک ندي ورپاتي بیرته اصلی ځاي قرباغ ته ځي د استوګنې ځای نلري او جومات پر جومات ګرځي. وروسته چې خبر شې چې غوندۍ کلی ته له کاناډا څخه یو مسافر راغلي ده. بوډا سهار وختي له کوټي څخه حرکت کوي. او دشمال پر لور دغونونډیو خواته ځې کله چي ځوان ور باندي خبریږي د بوډا په پلونو پسې ځې دغونډۍ په لمن کې له ختیځ لوري نه ديوې ډلې لېوانو پلونه راغلي وو د بوډا پر پلونو تیر شوي وې خو پلونه بېرته لنډ راګرځېدلي او دبوډا له پلونو سره جوخت شمال لور ته ختلي وي.
په دې ناول کې اصلي کرکټر په خپله ژبه کیسه بیانوي او ناول دلومړي شخص یا متکلیم له لیده بیانیږي.

دویم: پلاټ
د پلاټ تعریف: پلاټ دعلت او معلول پر اساس دپېښو نه شلېدونکي تړا ته وایي چې مر کزي کرکټر داوج تر پړاوه دژر رسېدو مخنوي کوي. (دعلت اومعلول تړاو یعني دا چې هره پېښه د مخکینۍ پېښې معلول او دراتلونکي پېښې علت وي.) لکه دمالک دپلار وژل کېدل له هغه وروسته د خپل پلار د قاتل خدایداد له لور سره نکاح کول دملک زوي پیداکیږي کله چي انور له ډاکتری نه خلاص شي. کاناډا ته ځي نو دا ټولې هغه پېښې دي چې له یوې نه بله پیداکېږي.
په دغه ناول کې منظم پلاټ کارول شوي دي. ځکه چي دکيسې ترکیبي اجزا یوپه بل کې داسې نغښتي او غوټه شوي دي چې کمزوري او جلاوالی نه پکې لیدل کیږي. د ناول ټولې پېښې سره تړلې دي.

دريم: کرکټر

بې کرکټره کیسه نه جوړیږي. پر همدي ناول کې مرکزي کرکټر مالک ده چي ټوله کیسه ور باندي راڅرې.
دکرکټر اړخونه:
لومړي جسمي اړخ : په تېزي سره یې مخ راواړاوه، دڅراغ روڼا یې پر نیمايي څیره ولکیده اود څېرې په روښانه برخه کې یې د ژورو ګونځو سیوري ښکاره شول سړی بوډا و‌،خړه لونګۍ یې تر سر تاو وه او دږیرې دښي اړخ سپین ویښته یې رڼا ته ځلیده…
رواني اړخ: بوډا ژړل… کله به يې انور ته ورچیغه کړه اوکله به يې شېرینو ته دخپل زوی له لاسه یې ګیلې کولې، داسې لکه هغه چې ور ته مخامخ ناست وي او دده خبرې اوري، بوډا اوښکې تويې کړې او تر روحي فشار لاندي و
څلورم: منظر کشي
دناول دکیسې پېښه یاپېښې چې په کوم زمان او مکان کې پېښېږي، دهغه ځاي او وخت تصویر وړاندې کولو ته منظرکشي وایي. په دي ناول کې منظر کشي په ډیر ښه شکل سره وړاندي شوي ده. دداخیلي جنګونوله امله دغزني له قرباغ څخه پیښور ته مهاجر کیدل او دژوند ډیره موده يې هلته تېره کړه پر انور باندي یې زده کړي وکړي کله چې له پاکستان څخه کابل ته راځي په کابل کې ژوند تیروي. بیانو انور له پوهنتون څخه فارغه شي له یو څه وخت وروسته واده وکړي. د واده له امله دانور او پلار تر منځ بیلتون راځې. کله چي انور کاناډا ته ورسید پلارهم په ډېري ناهیلي سره خپل اصلي ځای قرباغ ته ځې او د ژوند پاتې برخه هلته تېروي.
په دي ناول کې متحرکه منظر کشي کارول شوي ده.

دلومړي ځل لپاره مې دهغې له خولې نه د زوی ټکی واوېد. زړه مې درد وکړ اود سکه مور مینه مې پې راغله،بې اختیاره مې دهغې سر په ټتر پورې ونیو دمیرې. له خولې یوه کوکه راووته. زما پر اوږه يې لاس کېښود او په لنډ وخت کې مې ټټر دهغې په اوښکو لوند شو . میرې مې دماشوم غوندې ژړل او چیغې وهلې. زما پلار يې پر هماغه ورځ خاوروته وسپاره او ما قسم یاد کړ چې دده قاتل به ژوندی نه پرېږدم. دمنظر کشي په دي ډول کې تصویر په خوځند اومتحرک حالت کې بیانیږي.

پنځم: تلوسه
لاس مې دانور له اوږې نه وښويېده. داسې راته وایسېده، لکه دژوند امسا چې رانه لیرې شوې وي. د بدن انډول مې ونه شو ساتلای او کیڼه سترګه مې پر هغو چړو ور ټیټه شوه، چې په ګیلاس کې نېغي ولاړې وې. په سترګه مې یو درد احساس کړ، یو نری او سوځونکی درد. بیا مې کیڼ بغور تود شو او وروسته په هیڅ هم نه یم پوهیدلې، خو کله چې پر هوښ راغلم، نو په چت کې یوه پکه په تیزه سره تاوېده. نېغ کېناستم، ما یوازې خپل ښي لور ته پراته شیان لیدلای شوای او کله چې مې دکیڼې سترګې د خلاصیدو هڅه وکړه، یو نری درد ورباندې راغی. لاس مې وروړ. پر سترګه مې یوه پټۍ تړلې وه. شا وخوا مې وکتل، یوه کوچنۍ کوټه وه او تر څنګ مې پر مېز ډول ډول مېوې پتې وې. له کټ نه ورو ولاړ شوم، لومړی مې دښي لاس په بند کې دسوزش احساس وکړ او بیا یو درب شو…

شپږم: ډیالوګ
په ناول کې موهم عنصر بلل کېږي. ډیالوګ دکرکټرونو تر منځ خبرو ته ویل کېږي. یابه له ځانه سره غږېږي یا له نورو سره. لکه ده وخندل. ورو ولاړ شو، دورسۍ تر څنګ ودرېد او په داسې حال کې چې لاندې سړک ته یې کتل، ویې ویل: ځکه مې راوغوښتې چې نجلۍ ووینې او له مور او پلار سره يې خبرې وکړې. ولاړ شوم، دانور پر اوږه مې لاس کېښود او ومې ويل: سمه ده څه چې ستا خوښه وې، هماغسې به وشي. مخ يې راواړاوه، سترګې يې له اښکو ډکې شوې. لومړی زما پر ښي لاس شونډې کېښودې اوبیا یې کلکه غېږ راکړه. دتګ په وخت کې يې په خواره خوله دپټکي دليرې کولو راته وویل دلیل یې داو چې هوا توده ده او ما د انور لپاره له هلکتوبه راهیسته په لومړي ځل خولۍ پر سر کېښوده.
1 ډیالوګ دناول کیسه ژوندۍ ساتي، په حرکت يې راولې او له یو رنګه والي څخه یې ساتي.
2 ډیالوګ دکرکټرونو په انځورولو کې مرسته کوې، ځکه چې لوستونکو ته کرکټر تر خو ژوندی او روښانه نشي ښکاره کېدای، تر څو چي ده هغه خبرې وانه ورې. پاي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.