ملګري ملتونه له طالبانو سره د ښوونځيو په هکله غږيږي

185
1 ساعتونه مخکې

د م.م. د ماشومانو څانګه وايي چې له طالبانو سره د »مهال وېشونو او عملي اقداماتو« په هکله خبرې کوي. دا خبرې د ښوونيزو پروګرامونو پر سر کيږي.

مرستندويه ټولنې وايي طالبانو ورته اشاره کړې ده چې نړيوال سازمانونه نور په ښوونيزو پروژو کې برخه نه شي اخيستلی. ملګرو ملتونو پر دغه کار باندې انتقاد کړی دی، خو د طالبانو چارواکو په دې هکله څه نه دي ويلي.

يونيسف وايي چې د ښوونې او روزنې وزارت څخه يې ډاډ تر لاسه کړی دی چې د دوی ښوونيز ټولګي به دوام پيدا کوي په داسې حال کې چې د موضوع په هکله خبرې لا دوام لري.

د افغانستان له پاره د يونيسف وياندې، سمنتا مورت، رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي: »د دې له پاره چې د ماشومانو په زده کړو کې ځنډ راکم کړل شي، مهمه ده چې ملي غير دولتي ټولنو ته يې سپارل په ستراتيژيکه توګه وشي چې هر اړخيزه ارزونه او د وړتياوو روزنه پکې شامله وي.

د طالبانو يوه وياند د دغې موضوع تائيد ته حاضر نه شو او د ښوونې او روزنې وزرات هم په ښکاره توګه د دغې تګلارې پخلی نه دی کړی.

طالبانو چې په ۲۰۲۱م کال کې قدرت ته رسېدلې دي، ډېری ثانوي ښوونځي یې د نجونو په مخ تړلي دي، ښځينه محصلانو ته يې پوهنتونونه بند کړي او له مرستندويه سازمانونو او ملګرو ملتونو سره يې د ښځو د کار کولو مخه نيولې ده.

نړيوال سازمانونه تر دې دمه په افغانستان کې د ښوونې په برخه کې ډېر فعال ول چې يونيسف چارواکي: په شمالي وزيرستان کې د نجونو ښوونځي په بمونو الوځول شوي

مخکې له دې چې طالبان قدرت ته ورسيږي، له هغوی سره حتی د ښوونځيو د چلولو په هکله يو هوکړه ليک امضا کړی و.

دوو سرچينو رويټرز ته په روانه مياشت کې ويلي دي چې مرستندويه آژانسونو ته امر شوی چې نړيوال سازمانونه دې له ښوونيزو پروژو څخه لاس واخلي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو وياند وويل چې دغه ګام به »يو ناوړه شاتګ« وي. يونيسف دامهال په ځايي ټولنو (کمونيټي) کې داسې ښوونځي چلوي چې ۳۰۰ زره نجونې پکې ګډون کوي. دغه ښوونځي اکثراً په کليوالو سيمو کې دي.

دویچه ویله

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.