د رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟

277

د موضوع معرفي

د رسنیو ازادي د هرې ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه شمیرل کیږي. د ازادو رسنیو په چاپيريال کې روڼتيا، عمومي ګفتمان پياوړتيا او د حساب ورکونې روحيه پياوړې کېږي او په پايله کې ژورنالستانو او رسنیو ته واک په لاس ورځي، چې د سانسور یا جبر له ویرې پرته د پراخو موضوعاتو په اړه راپورونه چمتو کړي. که څه هم د رسنيو ازادي يو نړيوال اصل دی، خو د نړۍ په ځينو هېوادونو کې يا خو د يوه شعار په توګه پاتې او يا هم د افغانستان په څېر هېوادونو کې د رسنيو ازادي تر جدي محدوديتونو لاندې ده او په دې هېواد کې د طـ.البـ.انو وروستیو اعمالو څخه يو هم د رسنیو د ازادۍ په وړاندې د جدي خنډونو رامنځته کېدل دي.

د مطبوعاتو د ازادۍ ګټې

روڼتیا او حساب ورکونه: ازادۍ رسنۍ د اداري فساد په افشا او د دولتي چارواکو د حساب ورکونې او د دولتي ادارو د اغېزمن فعاليت په يقيني کولو کې مهمه ونډه لري. د کره او بې پرې معلوماتو په وړاندې کولو سره رسنۍ د عامه پوهاوي تر څنګ د واکمانانو په سرونو باندې د څارونکي رول هم لوبوي او چارواکي جرئت نشي کولی چې اداري فساد ته زړه ښه کړي.

باخبره اتباع: عام خلک د هغه کره او متنوع معلوماتو پر اساس اګاهانه پرېکړې نیولی شي، چې د ازادو رسنیو له لورې ورته مهیا شوي وي او په پايله کې خلک په سیاسي پروسو کې د ګډون تر څنګ، په ټولنيزو مسایلو باندې د رغنده بحثونو لپاره په غوره توګه چمتو کېږي.

د نظرونو تنوع: هغه رسنۍ چې محدوديتونه پرې وضع شوي نه وي، اجازه او جرئت لري چې متنوع نظرونه او ليدلوري منعکس کړي. د نظرونو او ليدلوريو دغه کثرت يو پياوړي عمومي ډيالوګ (ګفتمان) رامنځته کوي او ورسره يوې سالمې حکومتولي ته لاره هوارېږي.

د لږکیو د حقونو ساتنه: ازادې رسنۍ دا توان لري چې هغې ننګونې رابرسېره کړي چې محرومې طبقې ورسره مخ وي او په دې توګه د محرومو طبقو په اړوند په عامه کچه د خواخوږۍ او همدردۍ حس لوړېږي. د هغه خلکو د غږ په اوچتولو کې چې د خپل محروميت له وجې غږ نشي پورته کولی، رسنۍ ډېر لوی او اغېزمن رول لري.

د طـ.البـ.انو لخوا وضع شوي سانسورونه او ناوړه پايلې يې

که څه هم طـ.الـ.بان په ظاهره له رسنیو سره مخالفت نلری او د خپلو ایډیالوژیکو افکارو او موخو د خپراوي لپاره له ځینو دولتي رسنیو لکه ملي راډیو تلویزیون، باختر خبري آژانس، کابل نیوز اخبار او نورو استفاده کوي. خو ددې علاوه په رسنیو نور محدودیتونه یې ددې لامل شوي چې لسګونه وړې او غټي رسنۍ خپل دفترونه وتړي او پاتی فعاله رسنۍ هم په جدي توګه ګواښي.  دوی په دې شکل د رسنیو آزادي له منځه وړي او دا چاره په اوږد مهال کې لاندي زیانونه لرلی شي.

د سیاسي جریانونو ځپل : طـ.الـ.بان د رسنيو په سانسور سره دوی د خپلې واکمنۍ پر وړاندې هر ډول اپوزېسيون او مخالف خاموشوي او په دې توګه له خلکو څخه د متفاوتو مسایلو د څرګندولو حق اخیستل کېږي او نه هم حق ورکول کېږي چې د طـ.البـ.انو کړنې او پاليسۍ تر پوښتنې او ننګونې لاندې راولي. په داسې حال کې چې سولیز سیاسي مخالفت د خلکو حق دی کیدی شي یو څوک او ډله د هیواد دآبادي لپاره تر طـ.البـ.انو ښه پلانونه ولري.

دویم: په معلوماتو کې لاسوهنه؛ په رسنيو باندې د طـ.البـ.انو په کنټرول سره رسنۍ خپل محتویات د طـ.البـ انو د روایاتو سره سم تر خلکو رسوي چې په دې توګه ناسمو معلوماتو او پروپاګند شونتیا زياتېږي او په پایله کې خلک د حقیقي او کره معلوماتو له لاسرسي څخه بې برخې کېږي. اوس وخت کې دطـ.البـ.انو دې سانسور دومره بده اغیزه کړې چې که چیرته یوه بله رسنۍ د طـ.البـ.انو خلاف حقیقت خبره هم خپره کړی خلک فکر کوي دروغ دي.

دریم د بشري حقونو څخه سرغړونې؛  د طـ.البـ.انو له لورې د رسنیو سانسور د بشري حقونو له پراخو سرغړونو سره تړاو لري. د رسنیو په ځپلو سره په اسانۍ د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو او توکمي لږکیو سره خپل چلند له نړيوالې ټولنې څخه پټ ساتلی شي دوی هیچاته او هیڅ رسنۍ ته اجازه نه ورکوي ددوي وحشتونه او جنایتونه تر خلکو ورسوي او په دې شکل د رسنیو په محدودیت کې خپلو بشري ضد جنایتونو ته ادامه ورکوي.

څلورم: خلاقيتي او کلتوري خنډونه؛ په مطبوعاتو باندې د طـ.البـ.انو سخت کنټرول نه یوازې سیاسي ډيالوګ محدودوي بلکې هنري او کلتوري اړخونه هم زيانمنوي. دغه ډول خنډونو سره د ټولنې خوځښتي، تنوع او کلتوري بډاينې خاصيتونه کمزوري کېږي. دوی په رسنیو او عامو ناستو کې په موسیقي رقص اتڼ او نورو بندیزونه لګوي او رسنۍ یې هم هنر او موسیقي اړوند خپرونو له نشر منع کړي چې دا په نهایت کې د افغاني هنر او موسیقي د زوال لامل کیږي.

پايله
د رسنیو ازادي د سالمې ټولنې مهمه او اړینه برخه ده او په دې سره حساب ورکونې، روڼتیا او په سیاسي پروسو کې د خلکو باخبره ګډون ته وده ورکول کېږي. د طـ.البـ.انو له لورې د رسنيو د ازادۍ محدودول او ورباندې سانسورونه وضع کول ملت ته يو لوی زيان بللی شو . که څه هم نړیواله ټولنه په افغانستان کې د وضعیت څارې، خو موږ ټولو ته پکار ده چې د رسنیو د ازادۍ او د نړیوالو ارزښتونو د بیا رغولو ملاتړ وکړي. هر افغان حق لري د تولنې د هوساینې او پرمختګ په اړوند خپل سیاسي نظر شریک کړي.

 

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.