غزل

عبدالهادي هادي

255
یوه ونه، سمندر او ستا یادونه مې یاران دي
نور څه نه شته ، تنهایي او ماښامونه مې یاران دي
له سهاره تر بیګا مې، پر خپل زړه زخمونه شمارم
خپل زخمي زخمي وجود او پرهرونه مې یاران دي
ستا هر لفظ مې را په زړه دی، ستا خندا مې را په یاد شوه
هڅوي مې ژوندانه ته ، ستا لوظونه مې یاران دي
له څپو سره همغاړې، زما چیغې وړي جانانه
د دې پورې سمندر، یاغي موجونه مې یاران دي
خدای خو هسې ته رانه کړې، دعاګانې راسره وې
ملنګان زموږ د کلي، زیارتونه مې یاران دي
هر غزل مې یاره واخله، خپل تصویر دې پکې ګوره
جوړوم دې، ورانوم دې ستا خیالونه مې یاران دي
څوک چې ستوری رانه پوښتي، ستا تصویر ورته ښکاره کړم
ستا د زلفو په شان ښکاري، دا تور غرونه مې یاران دي
مشالونه دي، فردا دی که ټکور دی که نظیف دی
تر رستمه هادي شکر څراغونه مې یاران دي

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.