ویره څنګه وژلی شو

406

دا بايد مونږ ټول ومنو چې وېره شته، کله چې منفي خيالونه موجود وي، نو طبعأ چې وېره به هم وي، ځکه وېره د منفي فکرونو زېږنده ده.
کله چې مونږ او تاسې د ورځينيو کارونو په کول اقدام کوو، د کارونو له پيل کېدو مخکې يو ډول وېره را پيدا کيږي؛ چې دا وېره د پرمختګ لومړى دوښمن دى. که دا وېره د کار له پيل کېدو مخکې ډب نه شي، هيڅ کله به خپلو کارونو کې بريالي نشو. په پيل کې دا پوښتنه را ولاړيږي. وېره څنګه وژلى شو؟

راځئ ویره ووژنو:
ډېوېډ شوارتز خپل د لوى فکر جادو کتاب کې ليکلي: (( د پراشوټ يوه روزونکي راته کيسه کوله چې خپله راټوپ کول دومره سخت نه دي، له دې ټوپ کولو وړاندې حالت سړى خوري. زه هڅه کوم چې له ټوپ کولو وړاندې وخت ډېر زر تېر شي. زياتره وخت خلک د دې ټوپ په پايلو دومره فکر وکړي چې وېره ورته پيدا شي او له کاره يې وغورځوي.
که مونږ يې دې کار ته تيار نه کړو چې راتلونکي پرواز کې ټوپ کړي، نو ښايي بيخي دا کار پرېږدي. څومره چې تاسې د ټوپ او الوت شېبه ځنډوئ، هومره در باندې وېره ډېره سپرېږي.))
د وېرې ختمولو او په ځان باور پيدا کولو لپاره هر کار چې پر وړاندې مو وي پيل يې کړئ، لټي او بهانې پرېږدئ؛ ځکه چې بهانې او لټي خپله وېره رامنځته کوي.
که غواړئ د وېرې ( ډار ) مخه ډب کړئ لاندې مهارتونه پيدا کړئ، کېداى شي ښودل شوي مهارتونه ستاسې وېره ووژنئ

د کار پر وړاندې ژر اقدام:
دا په ياد ولرئ تر څو چې د کار پر وړاندې ژر اقدام ونه کړئ، هيڅ وخت به د وېرې مخه ډب نه کړئ.
که ژر اقدام ونه کړئ، د وېرې پر مهال هر څومره انرژي او ډاډ چې لرئ هغه هم له منځه ځي، ځکه وېره انرژي ختموي او د انرژى تر څنګه ستاسې ډاډمنتيا هم د وخت په تېرېدو له منځه ځي.
د وېرې ختمېدو په پاره ښه به دا وي چې تاسې ژر اقدام وکړئ، ځکه اقدام مو وېره وژني.
زما يو ملګرئ و، د خپلې څلورکلنې تحصيلي دورې د پاى ته رسېدو په پاره يې له موضوع څخه دفاع کوله، ډېر وېرېددلى و. د موضوع له دفاع کولو څو ساعت مخکې يې له ځان څخه ځينې پوښتنې کولې : په تالار کې به د ښوونکو او نورو زده کړيالانو پر وړاندې څنګه موضوع تحليل کوم؟
زما مونوګراف به د ښوونکو پر وړاندې ښه وارزول شي!؟ آيا زما مونوګراف به ومنل شي؟… دې ته ورته نورې پوښتنې يې هم تکرارولې. حال دا چې دا رنګه پوښتنو دده وېره لا زياته وله، ملګرى مې تر دې اندازې راغئ؛ غوښتل يې چې د وېرې ختمېدو لپاره ګولى وخوري .
کله چې د مونوګراف د دفاع لپاره د دريځ مخې ته لاړ، په پيل کې د موضوع د پېژندګلوى په وړاندې کولو کې ښه و، خو د موضوع په تحليل او د پوښتنو په ځوابونو کې پاتې راغئ.
هيڅ کله مه وېرېږئ، د وېرې پرځاى اقدام وکړئ ځکه ستاسې وېره تاسې ته حرکت نشي در کولاى بلکې ستاسې اقدام تاسې ته حرکت درکولاى شي.

پر ځان باور:
څنګه چې غواړئ همغه شان جوړېږئ که ماته احساسوئ بې له شکه چې ماته به خورئ او که برى احساسوئ، نو بريا ته رسېدل به هيڅ ستونزمن نه وي، ان شاءالله چې رسېږئ به.
که غواړئ وېره ووژنئ د کار له پيل کولو مخکې پر ځان باور پيدا کړئ، ځکه باور ستاسې وېره وژني او د وېرې وژلو سره سره تاسې لا د خپلو کارونو پر وړاندې ځواکمن کوي.
همدارنګه کله چې تاسې پر ځان باور ولرئ؛ همدا باور بيا تاسې ته د وېر په مقابل کې د کار کولو او بريا ته رسولو انرژي درکوي.
د حل لارې په لټه:
د کومو کارونو په وړاندې چې وېره لرئ د وېرې پر ځاى يې د حل لارو په لټه کې شئ؛ ناممکنه خبره به وي چې د يو کار حل لار دې پيدا نشي.
که تاسې وغواړئ د ستونزو په پاره حل لارې پيداکړئ، حتمن يې پيدا کولاى شئ. برعکس که حل لارې پيداکول ونه غواړئ نو هيڅ کله به يې پيدا نه کړئ.

تل کوښښ وکړئ چې د وېرې مخ ډب کړئ که د وېرې مخ ډب نه کړئ، هيڅ کله به تاسې پرې نږدي چې له شته فرصتونو ګټه واخلى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.