د خوست اختریز دودونه

ځولۍ لمن

362

‎کلې کې مې تر ماشومتوبه د میرګن ( میرګند) دود وو چې تنکي ځوانانو به میاشت مخکې د کیکر، سپنګورو ونې ، او اغزې له ټولولو وروسته په کورونو کې جمعه کول تر څو یې د اختر په شپه د کلې میدان منځ کې سره يو ځای او اور ورکړي، یاد مې شي چې د اور لمبو ته به هلکانو ټوپونه وهل ځوانانو به اتڼې کولې او مونږ نابلغه نجونو ، به چې موټو کې لمدې نکریزې نیولې وې ، له دوی لږ اې خوا اختریزې سندرې زمزمه کولې..
‎او د اختر لپاره معمول دا وو چې ټولې واده شوې لوڼه خویندې پلارګنۍ کره راتلې او په یوه کور کې به له پیغلو سره را ټولې شوې نکریزې به یې لګولې .
‎یاد مې شي چې اخترونو کې به غرمنۍ له عادي ورځو وخته تیاریدو ، په میو زېږې وریژې ( ډنډکۍ) کنډک مستې او د غوا زېړ غواړیو به بېل خوند وو.
‎پیغلې به له غرمنۍ وروسته په نوي جامو او ښې سینګار شوې ډول، زیارتونو ته تللې، دا تګ به د دعا یا زیارت کولو په موخه نه وو بلکې یوه میله غوندې بلل کیده ،
‎خو اوس خبرېږم چې میرګن، او زیارتونو ته تګ ډیری خلک د زردشتیانو دود او بدعت ګڼي، چې ورو ورو په ورکیدو دی.

‎بل هغه څه چې ممکن له نورو سیمو زمونږه بدل وي، دا وو چې مونږ یوازې کوژدن شوې جیلکۍ او زوم ته د برخې وړلو دود نه لرو ،بلکې په اخترونو کې د نوي زوم «زوم ګیري » هم اړینه وي ، چې په دې کې هلک په اول وار د خسر کور ته ځي ، زما د ادې خبره چې د خسر کره یې ایلا پخه ور ماته شي .
‎نو زوم ګیري چې اکثر وخت د اختر اولې نه پس دوو درو ورځو کې وي، د کلې ځوانان را ټولیږي او په حجره کې په وړکي او ورسره راغلې ملګرو پورې ټوکې مسخرې کوي ، زما یاد شي چې پس له ډوډۍ خوړلو به وړکی له حجرې کور ته راوست ، نو د کلې ټولې شوخې شوخې نجونې به ورته مخکې له مخکې را ټولې شوې وې ، ځینو به ترې بوټان پټول ، ځینو به په غوړ شوي جام کې پرې اوبه څښلې ، او ځینو به به پرې ټوکې او مسخرې کولې ، او اخر کې به یې ورته شکور را وخیست چې له خوږو ، ممپلو بادامو به ډک وو او هلک به له حجرې وروسته نجونو ته هم پکې پیسې وچولې چې ، هغه به وروسته ټولو نجونو په خپلو کې سره وویشلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.