د سید اباد ولسوالۍ اختریز دودنه

سلما بدري

297

 زموږ د سیمې( د وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ) د اختر له دودونو څخه یو هم د اختر په شپه لمبه کول و. په کلي کې به هر یوه کور د اختر په شپه لمبه کوله. خلکو به دې لمبه کې بوټي، وچې پاڼې، ټیرونه، لرګي سوځول. دا د اختر یوه نښه هم وه چې خلک پوه شي چې سبا اختر دی. دا لمبې ډېری وخت د غرونو په لمنه کې کېدې. اوس وخت کې دغه لمبې نه کیږي.
* زموږ د کلي( سید اباد ولسوالۍ) د اختر بل دود د وچې مېوې ټولول دي. د اختر په لومړی ورځ چې کله به د اختر لمونځ وشو، ماشومان به د کلي هر یوه کور ته تلل او اختري مېوې به یې ټولولې. دغه مېوې نینې( ډاډه شوي غنم او بنګ دانې) و. هغه کورونه چې اقتصادي وضعیت یې ښه و، هغو به په نینو کې یو یو نقل هم ګډ کړی و. ځینو کورنیو به بیا یو یو چهارمغز هم په مېوه کې ماشومانو ته ورکاوه چې ماشومان به ډېر پرې خوشاله شول. د اختر په لومړی ورځ به لویانو هم اختر مبارکي ټولوله. دوی ته به بیا کوربه یوه یوه جوش کړې هګۍ ورکوله. دغه هګۍ به ډېری وخت سور او ژېړ رنګ شوې وې.
له نېکه مرغه دغه په زړه پورې دود اوس کابل کې هم رواج شوی. د اختر په لومړی ورځ ټول ماشومان د اختری مېوې د ټولولو لپاره کورونو ته ورځي.
* د اختر په لومړی ورځ به د کلي نجونو د کلي په یوه ستر بڼ کې زانګو اچوله. دغه زانګو به د سترو ونو په ښاخونو کې د پړي په واسطه ټینګه وه. د پړي په منځ کې به یې ماله( تخته ډوله کلک لرګی) اېښودله او د مالې په منځ کې به پینځه شپږ نجونې کېناستې. دوې به د زانګو مشرانې وې. یو بل ته به مخامخ ولاړې وې او د زانګو حرکت او کنټرول به د دوی په لاس کې و. نورې نجونې به د دوی دواړو تر منځ ناستې وې او له زانګو به یې خوند اخیست. دغه خوندور دود اوس کلي کې نشته او نجونې هم د کور نه په یوازې توګه بیرون ته تګ ته زړه نه شي ښه کولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.