په فرانسه کې د ناکراریو دویمه شپه

313
8 ساعتونه مخکې

په فرانسه کې پر يوه ځوان باندي د پولیسو تر وژونکي ډزو وروسته په پرله پسې دوهمه شپه ګډوډۍ دوام درلود او د وضعیت د کنټرول له پاره زرګونه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای سوي دي.

په فرانسه کې د پنجشنبې په ورځ په پرله پسې توګه د دوهمې شپې له پاره ناکرارۍ رواني وې، چارواکو په زرګونو امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي ترڅو د لا ډېرو ګډوډيو مخه ونيسي. دغه لاريونونه او ګډوډۍ له هغه وروسته پيل سوې چي یوه پوليس پر يوه ځوان باندي فاير وکړ او هغه ووژل شو.

دغه ۱۷ کلن ځوان د سه شنبې په سهار د پاریس په  یوه څنډه کې د پولیسو له خوا د ډزو په واسطه پر سینه وویشتل سو او مړ سو.

د دغه تنکي ځوان مړینه د چهارشنبې په شپه د پاریس په څو برخو کې د اور اچوونکو موادو سره د نښتو او بریدونو لامل سوه چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۴ پولیس ټپیان سول. د  لاریونونو په لومړۍ شپه ۳۱ کسان ونيول سول.

د چهارشنبه په شپه، لاریونونه په نانتر او د پاریس په لویدیځ یوشمیر نورو سیمو او همدارنګه د دیيون ختیځ ښار، هغه ولسوالۍ کې چې ځوان پکې وژل سوی وو دوام درلود.

د ایسون په سیمه کې، د مسافرینو یوې ډلې یو بس وتښتاوه او بیا یې اور ورته واچاوه. يو شمېر لاريون کوونکو موټرونه هم سوځولي دي.

د فرانسې په تولوز ښار کې مظاهرې
د فرانسې په تولوز ښار کې مظاهرېانځور: Timothee Forget/REUTERS

په تولوز ښار کې موټرونو ته اور واچول سو او پولیسو او اور وژونکو چې وضعیت يې کنټرول کاوه لاریون کوونکو پرې بريد وکړ.

په پاریس او شاوخوا سیمو کې د وضعیت د کنټرول له پاره شاوخوا دوه زره پولیس ګومارل سوي او پولیسو د شپې پر دوه نیمو بجو د ۷۷ کسانو د نیولو اعلان هم  وکړ.

مکرون: د نه بخښلو وړ او نه بخښونکی

پولیسو په پیل کې ویلي ول چې یوه افسر دغه ځوان ځکه په ډزو وواژه چې هغه خپل موټر د افسر پر لور روان کړی و. خو یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره سوې او د رویټرز او فرانسې خبري آژانس له خوا تایید سوې ده  چې دوه پولیس افسران ښیې چې د یو دریدلي موټر څنګ ته ولاړ دي او یو یې پخپل ټوپک موټر چلونکي په نښه کوي.

په دې جریان کې، یو ږغ هم اوریدل کیږي چې موټر چلوونکی تهدید سوی، او بیا کله چې موټر ناڅاپه حرکت پیل کړي، پر ډریور باندي په ښکاره ډزې کيږي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون جنوبي ښار مارسیل ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ځوان وژنه «د نه بخښلو وړ او نه بخښونکې» وبلله او ټینګار یې وکړ چې هیڅ شی د یوه ځوان وژنه نه سي توجیه کولای.

د فرانسې په تولوز ښار کې مظاهرې
د فرانسې په تولوز ښار کې مظاهرېانځور: Lionel Bonaventure/AFP

د فرانسې لومړۍ وزیرې الیزابیت بورن ومنله چې د پولیسو کړنې «په ښکاره ډول د پولیسو د فعالیتونو له اصولو سره سمون نه خوري.»

د توکمیزو لږکیو سره د پولیسو د چلند په اړه بحث

دې پېښې له هغو خلکو سره چې په کم عاید لرونکو سیمو کې ژوند کوي، په تېره بیا د قومي اقلیتونو له خلکو سره د پولیسو د چلند په اړه بحثونه زیات کړي دي. دې ناکراریو په هیواد کې د تاوتریخجن جرمونو زیاتوالي ته هم پام اړولی دی.

«زما ځوان قرباني ناحل دی». د هغه مور په ټیک ټاک کې د هغه د درناوي له پاره د لاریون غوښتنه کړې وه.

یو ۳۸ کلن پولیس افسر چې دغه ځوان یې په ډزو وژلی، نیول سوی او د وژنې په اړه ترې پلټنې روانې دي. د ناحل وکیل، یاسینه بوزرو ویلي دي چې هغه به د هغه ناسمې شاهدۍ په اړه یو بل شکایت ثبت کړي، چې پر ناحل ادعا سوي وه چي غوښتل یې پوليس په موټر ووهي.

دویچه ویله

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.