پر ماشومانو د ملګرتیا اغېزې 

لیکنه: محمد شفیق شرفـزی 

989
تعلقات د ماشومانو په ژوند کې د فلاح او بهبودۍ لپاره خورا اړین دي. ماشوم سره تعلقات ساتل د هغوی پر ذهن، روان، فزیکي وده او د شخصیت جوړونې په برخه کې ډېر ګټور ثابتېدلی شي. کوم ماشومان، چې د کورنۍ لخوا ورته پوره مینه رسېدلې وي هغوی تل پر خپلو تصامیمو کې بریالي ثابت شوي. پوښتنه داده، چې نوی کهول، والدین، ښوونکي او د ټولنې نورو خلکو د ماشومانو سره په اړیکو او تعلقاتو کې پر هغوی څه تاثیر پرېباسلی شي؟ اروا پوهانو  پدې اړه څېړنې کړي، چې تعلقات د ماشومانو پر ژوند څه اغېز لرلی شي. متعلقه خلک او کورنۍ پدې اړه کومه دنده او ذمواري لري او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر ژوند کومې اغېزې لرلی شي؟ څېړونکو د ماشومانو سره پر اړیکو لرلو پنځه عوامل په ګوته کړي، چې ماشومان په سمه توګه رهبري کوي. دغه عناصر په ځانګړو اعمالو مشتمل دي، چې په کورونو، ښوونځیو، ټولنو او نورو اجتماعي غونډو کې په لاره اچول کېږي.
فکر او نظر ظاهر کړه او تعلقاتو ته وده ورکړه
د فکر اظهارول د اړیکو د ارتقا بنیادي اصل دی. دا په ټوله کې د لطف او مهربانۍ د احساس له اړیکو، د ځان ښودلو او پر ځان باوري کېدو د توجو مرکز کېدی شي، چې په لاندې ډول تر مطالعې لاندې نیول کېږي.
ـ یوبل ته داسې ښودل، چې هغه څه، چې تاسې کوئ د نورو ډاډ پرې ترلاسه کړئ.
ـ هغه څه چې تاسې وایي هماغه ترسره کوئ.
ـ کله، چې مجلس کې ناست ییې، نو د یو بل خبرو ته غوږ نیسئ او متوجه کېږئ.
ـ پر یوبل باور کول، یوبل درک کول او د یوبل درناوی کول.
ـ په مینه او محبت سره ژوند کول او یوبل ته دا ښودل، چې تاسې سره په يوځی اوسېدو خوښ یم.
ـ د کوښښونو او بریاؤ لمانځل او پدې ډول د یوبل حوصله افزایي کول.
کور او نورو ځایونو کې له نورو سره د کړنو او رویي لکه محبت، عاطفه، شفقت او همدردۍ ښودلو سره حوصله افزایي کېدی شي. د والدېنو کړنې د کوچنیانو لپاره تجربه شي لکه هغوی موږ سره څنګه روغبړ کوي په غېږ کې مو نیسي، د محبت او عاطفې ښودنه یې او د هغوی د همدردۍ احساس، چې له زړه نه یې ښایي نه داچې یو فرضي احساس وي.
نشونما سره تعلقات مخکې یوسئ
یو بل ته درناوي او احترام متقابل سره ژوند مخکې وړلو سره تعلقات ښه کېږي او په کور او ټولنه مثبت تاثیر اچوي، چې په نتیجه کې به یو مهذبه او درنه ټولنه ولرو. د تعلقاتو د نشونما او پرمختګ لپاره تاسې دغه کړنې ترسره کولی شئ:
ـ له یوبله د ښه والي هیله لرل ترڅو هرڅوک د خپلو امکاناتو او صلاحیت مطابق ژوند تېرکړي.
ـ د پرمختګ لپاره د یوبل هررنګه ممکنه مرسته کول.
ـ یوبل ته د خپلو کړنو د ځواب ویلو او مسؤلیت منلو وړتیا لرل.
ـ پر ناکامیو فکر کول، ترڅو ترې زده کړه وکړئ. خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره د نورو خلکو ترغیبولو کې موږ ته مرسته رسېږي، کله چې څوک د خپل هدف لپاره د خپل صلاحیت مطابق کار نه شي کولی نو موږ تعمیري او سازګاره لارې چارې وړاندې کوو.
مرسته وکړئ، چې تعلقات مو محکم شي
په ستونزمن حالت کې یو دبل مرستې ته دانګلو سره د تعلقاتو او اړیکو ټينګولو کې بهتري راځي.
ـ د خپل ژوند د ښه پر مخ بیولو لپاره پر یوبل اعتماد کول.
ـ د اړتیا پر وخت یو دبل وکالت کول یا تر څنګ درېدل.
ـ یوبل ته د پرمختګ لارې چارې ښودل.
ـ ځینو ځوانانو لپاره د کاریابۍ پلان او مالي ملاتړ کول.
تعلقات لا پسې عمیق کړئ
په هره اړیکه کې یو متحرک طاقت وي، پداسې حال کې، چې موږ یې په اړه فکر هم نه وي کړی. په ارتقایي لحاظ سره د ماشومانو نشونما په خاطر مو دا مسؤلیت دی، چې د هغوی سره تعلقات ښه او بهتره وساتو.  لاندې خبرو سره په عملي کېدو اړیکې کلکېږي:
 ـ یو دبل احترام کول، او ښه سلوک غوره کول.
ـ په کور کې ځینو کارونو کې واک ورکول.
ـ د مسائلو په حلولو او موخو ته د رسېدو په موخه یو د بل  لاسنیوی کول.
ـ یوبل ته د کار کولو او قیادت زمینې برابرول.
ـ پر خپله پیاوړتیا د غرور پر ځای عاجزي ښکاره کول او د بل درناوی کول.
ـ د تکبر برعکس عاجزي نورو ته د قدر سره سره خپل ځانته حدود ټاکل تر څو ترې نه خپله سرغړونه وکړې او نه بل څوک. دې سره به هم ته نورو سره د همکارۍ جوګه شې او هم به نور وهڅېږي. دغه راز یوبل ته په درناوي سره په نورو خلکو کې د مسؤلیت احساس او د مسائلو د حلولو روحیه پیاوړې کېږي.
-امکاناتو ته پراخوالي سره اړیکو ته وسعت ورکړه
ماشومان په داسې کچه جوړېدل غواړي په کومه اندازه چې پرې اعتماد کېږي. دغه شان هغوی ته د راتلونکي امکاناتو د کتلو مرسته کوي دا د هغه خبرو په مرسته کېدی شي د کومو په واسطه، چې امکانات ښه کېږي. لکه:
ـ د راتلونکي امکاناتو کتلو لپاره یوبل تشویقول
ـ یو بل د نوي فکر، تجروبو او منابعو سره آشنا کول.
ـ یو بل دداسې خلکو سره ناستې ته بلل، چې دوی ته د زده کړو لارې چارې وښایي.
په حقیقت کې د نوي شیانو سره مخ کول او د خپل ځان سره همغږي کول د کړنو د پرمختګ او شناخت لپاره یو ښه مهارت دی. امکاناتو ته وسعت ورکولو سره د پلټنې او تجسس د احساس په پېداکولو کې مرسته کوي، ځکه د هغوی ذهن د نوي شیانو د پلټنو موقع ترلاسه کوي او د هغوی زړه او فکر د موجوده امکاناتو سره جوړجاړی کوي.
مشروطه آزادي ورکول
په ځینو کارونو کې ماشومان باید خود مختاره وروزل شي، تر څو راتلونکي کې د ښه فکر، تصمیم نیولو، پرېکړې او د مشرولۍ وړتیا ځان کې پېدا کړي. د بېلګې په توګه کله، چې تاسې غواړۍ ماشوم ته جامې واخلئ، نو ماشوم مو د ځان سره دوکان ته یوسئ او ځینې واکونه ورته ورکړئ لکه د رنګ انتخاب. شاید هغه ښه رنګ غوره نه کړي یا پداسې جنس لاس کېږدي، چې ستا له عهدې بره وي، خو دې وخت کې باید د ښه مهارت څخه کار واخلې او د هغه ټاکنې څخه یې منصرف کړئ. شاید ټول ماشومان داسې نه وي او نه ټول لباسونه داسې وي، چې طفلانه رنګ ونه لري. دې ته ورته ډېر مثالونه شته، چې موږ سره د ماشوم د خودي آزادۍ په اړه مرسته کوي.
چال چلند کې له نرمۍ کار واخلۍ
انسان د الله تعالی داسې مخلوق دی، چې د هر رنګه حالاتو سره تطابق کوي، که پرې سخته راشي هم ځان ورسره عیاروي او که راحت پرې راشي هم. دغه راز که موږ د خپلو ماشومانو سره کوم رنګه چلند غوره کړ، نو هغوی هم موږ سره هماغه شان ځانونه عیاروي که مو له سختۍ کار واخست او تل مو پرې هر کار د لختې په زور کاوه نو هغوی هم ستا د ګوزار د زور مطابق چلند غوره کوي او که مو له اوله له نرمۍ کار اخستی وي نو سم کار مو کړی، هو! خوشحال بابا خو دا خبره د شعر به ژبه کړې، چې؛
په خوله قهر په زړه مهر زوی ته وایه
څه ښه وایي چېــــرته ډب هلته ادب
خو داسې هم نه ده، چې ډب او غب دې هره ورځ خېږي او اولاد درنه د محبت پر ځای متنفره وي او تل کوښښ کوي، چې ګوښه وي درنه.
د اولاد پر سر باید د لختې سیوری وي خو ګوزار نه، هغوی باید ستاسې د قهر په اړه تشویش ولري. هغه ماشومان چې عمرونه یې د لسو او اتلسو کالونو ترمنځ وي اروا پوهان وایي، چې له دوی سره باید د ماهیګیر په شکل چلند وشي.  ماهیان، چې کله ماهيګیر نیسي د ډېر مهارت څخه کار اخلي کله چې ماهي په جال کې راشي نو په احتیاط یې رانیسي ځکه له یو پلوه ماهي خویه وي او له بله پلوه نرم او په عین وخت کې خورا تیز وي که احتیاط ورسره ونه شي یا ترې تختي او یا ورته صدمه رسېږي. دغه راز ددغه عمر ماشومان هم د ماهي مثال لري، که په احتیاط ورسره چالچلند وشي نو هېڅ زیان به ونه ویني او که له احتیاطه کار وانخلو او فشار پرې راوړو نو له لاسه به مو لکه د ماهي ووځي، چې خدای ناخواسته ښې پایلې به ونه لري.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.