ژور خپګان او درملنه یې

757

“ژور خپګان” په وروستيو کلونو کې یو له ډېرو خپرو شوو رواني ناروغيو څخه ګڼل کېږي. په دې ناروغۍ کې انسان د خپګان او غم ژور احساس لري. که دا ناروغي ژر تشخیص او درملنه یې و نه شي، ممکن انسان د مرګ تر کومې ورسوي. که د ناروغۍ په لومړيو مراحلو کې یې تشخیص وشي، ممکن درملنه یې ژر ترسره شي؛ د درملو، مشورو، ورځنيو چارو کې د بدلون او یا هم له ځينو نورو تګلارو څخه په ګټې اخیستنې ددې ناروغۍ درملنه کېدای شي.
ځينې خلک ممکن په ژوند کې يو وارې دا حالت تجربه کړي؛ مګر بعضي نور بیا مکررا له دې حالته ځورېږي.
د نه درملنې په صورت کې دا ناروغي له میاشتو تر کلونو پورې دوام کوي. په شدیدو حالاتو کې انسان دومره ځوروي، چې کېدای شي ځان وژنه وکړي.
ددې ناروغۍ د پېژندنې لپاره اړینه ده، چې پر ځينو علایمو یې مفصلې خبرې وکړو.

د ژور خپګان نښې نښانې

د نورو رواني اختلالاتو په څېر ژور خفګان هم ځان ته ځانګړي علایم لري، چې د انسان په ورځنيو چارو کې ځنډ او منفي تغیر راولي. ددې ناروغۍ عمده نښې نښانې په دې ډول دي.

۱. د ژور خپګان احساس

لکه څنګه چې د ناروغۍ له نوم څخه معلومېږي، ددې ناروغۍ تر ټولو ستره نښه د غم او خفګان احساس دی. پر دې رواني ستونزې اخته کسان تل خفه وي او فکر کوي، کوم بد څه ورپېښ شوي دي

۲. د خوب ګډوډي

پر ژور خپګان اخته خلک په ناڅاپي توګه خوب کې بدلون حس کوي. دا بدلون په دوه ډوله دی. یا به له عادي حالاتو څخه ډېر خوب کوي او یا به له بې خوبۍ کړېږي. په شدید حالت کې یې عمده نښه سهار وخته ويښېدل دي.

۳. په اشتها کې بدلون

په اشتها کې بدلون هم د خوب په څېر دوه ډوله دی. ځينې ناروغان په ناڅاپي توګه خپله اشتها له لاسه ورکوي او ځينې نور بیا برعکس له عادي حالت څخه ډېر خواړه خوري. له همدې کبله ناروغ به خپل وزن له لاسه ورکوي او یا به هم د چاغۍ ستونزه ورپېښېږي.

۴. د فکري تمرکز له لاسه ورکول

ددې ناروغۍ په شدیدو حالاتو کې ناروغان خپل فکري تمرکز له لاسه ورکوي. همدارنګه ډېر کوچني تصاميم هم په سختۍ نیسي. آن د تلویزیون د چینل بدلولو تصمیم هم په اسانۍ نه شي نيولای. یا فیصله نه شي کولی، چې کومه جوړه کالي واغوندي، کوم کتاب ولولي او چرته لاړ شي.

۵. د انرژۍ کمښت

په عامه اصطلاح د دې ناروغانو په زړه کې زور ختم وي. تل د ستړيا احساس کوي. تل په فکرونو کې ډوب وي هيڅ کار ته يي له وسه نه کيږي چې ترسره يي کړي.

۶. د لېوالتیا کمېدل

له کارونو سره یې علاقه بېخي کمېږي. آن هغه کارونه چې پخوا یې خوښېدل او په ډېره مینه یې ترسره کول، اوس ورته ستړي کوونکي ښکاري. په ځينو پېښو کې له جنسي اړیکو سره د لېوالتیا کمېدل هم لیدل شوي دي زړه يي نه غواړي چې کورواله وکړي او نه هم د کورواله په فکر کې وي يعنې دا ناروغان د خپګان ترڅنګ جنسي خواهشات هم نه لري.

۷. پر ځان باور ختمېږي

ددې ناروغيو له نښو څخه یو هم د “پر ځان باور” له لاسه ورکول دي. “زه نه شم کولای.”، “ناکام انسان یم”، “نور تر ما تکړه دي.” او ورته نورې ځورونکې جملې یې ذهن ته راځي.

له دې ټولو سره ـ سره ځينې نور علایم هم لري. لکه:

# ناهیلي
# د نوکانو خوړل
# ناڅاپه خاموشي
# د خوړو پر مهال د مړښت احساس نه کول
# له ځان سره خبرې کول

# د ژور خپګان درملنه

له ښو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ: هغو خلکو سره کیښنئ او تګ راتګ وکړئ چې مثبت او ښه خلک وي. ځکه دا ډول خلک پر تاسې اغیز لري او ددوی تاثیر خامخا مثبت او نیک وي.

ــ هغه چې بد لوري در کوي، ترې لرې اوسئ :هغه کړه وړه او لارې چارې په غلطو مو پام ور اړوي او ذهني ګډوډي درته پیدا کوي، له لیدو یې ځان لرې وساتئ. دې کې بربنډ فلمونه، پارونکي منفي خبرې، بدو خلکو سره ناسته او نور شیان راځي…

ــ منظم او باقاعده ورزش یا سپورټ وکړئ: کیدای شي دا ورزش هر سهار منډه، تر یوه ځایه تګ او نورو ډولونو سره وي.ورزش زموږ د خوشحالي او مصروفیت سبب کیږي، او پر جسمی سلامتۍ سربېر زموږ د روانۍ سلامتۍ سره ډیره مرسته کوي.

ــ د کار سطحه مو راښکته کړئ: د هغه څه له امله چې ستاسې لپاره خفه کوونکي وي یا سخت وي، لږ یې اندازه راکمه کړئ. که د ورځې ډیر کار کوئ او دا کار درباندې بوج وي، کوښښ وکړئ چې لږ کم کار وکړئ.

ــ په وخت او سم خوراک وکړئ :په ټاکلی او منظم ډول خوراک هم د ژور خفګان لمنځه وړلو کې زموږ سره مرسته کوي، موږ باید مایعات سبزیجات او مېوو څخه په ورځنې ډول ډیره ګټه واخلو.

ــ منظم خوب وکړئ : پروخت او منظم خوب هم د ژور خپګان په کمولو کې ډېر اغیزې لري. که منظم او پر ټاکلي وخت له اتو تر نهو ساعتونو خوب وکړئ، د ژور خپګان څخه تر ډیره ځان ساتلی شئ. غیرې منظم خوب د فکري ګډوډۍ او خپګان سبب کیږي.

ــ شیدې، شات، او مڼې وخورئ : هره ورځ په یو ګیلاس شیدو کې د شاتو ګډول او د مڼې سره یو ځاي خوړل مو په طبیعت کې زړه راښکونکی بدلون روالي چې په وسیله یې کولاۍ شي په ژور خفګان برلاسي ولرۍ.

ــ خپل فکر ته مو تغیر ورکړئ : منفي فکرونو ته باید ذهن کې ډېر ځای ورنه کړو، او ددې لپاره ښه داده چې خپل ذهن په مثبتو افکارو او خبرو بوخت وساتو.

ــ ټولنیزې اړیکې ډیري کړئ :څومره چې خپلې ټولنیزې اړیکې او د خپلو شا او خوا خپلوانو او دوستانو ملاتړ درسره زیات شي او څومره چې اجتماعي شئ هومره درڅخه ژور خپګان لري کیږي. پر دې سربیره د ډیپریشن د درملنې لپاره ګڼې نورې لارې هم شته. خو ناروغ باید له ډیپریشن څخه د وتلو لپاره پخه اراده، د معلوماتو د راټولولو جرات او د یو غوره ژوند لپاره هیلمندي ولري. او که په خپل ورځني ژوند کې ددې بدلونونو د راوستلو سربیره هم ښه نه شوئ، نو غوره ده چې د روانشناسانو سره مشوره وکړئ؛ د روانشناسانو سره مشوره او د ډیپریشن په اړه مطالعه له ناروغانو سره مرسته کوي چې ددې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې مختلفې لارې چارې زده کړي.

#درمل
د خفګان ضد درمل په دماغو کي کيمياوي تغيرات بيرته نارمل ته راګرځوي. له دې درملو سره عادت نه جوړيږي او نه هم خوب راوړونکي درملو له جملې ګڼل کيږي
دخفګان ضد درملو له خوړلو سره ممکن په اوله يا دوهمه هفته کي يو څه ښه والی رامنځته شي مګر بشپړ ښه والی ممکن د دوه څخه تر دریو میاشتو پورې ونه لیدل شي. که چیرې یو ناروغ د څو هفتو وروسته لږ یا هیڅ ښه والی احساس نه کړي، په داسې حالت کي ډاکتر د درملو ډوز زياتوي او يا د خفګان ضد نور درمل توصيه کوي. د درملنې په جريان کي ناروغ بايد له داکتر سره بار بار وګوري. ځينې ناروغان چې لږ ښه شې درمل خوشې کوي چې داسې کار نه دي کول په کار درمل د داکتر توصيي مطابق تر خپل وخت پورې خوړل اړين او لازمي دي. د نښو نښانو له ښه کیدو وروسته درملو ته بايد شپږ یا له دې ډیرو میاشتو پورې دوام ورکړل شي.
لاندې ځينې هغه درمل چې د ژورخپګان ناروغانو ته ورکول کيږي عبارت دي له
flouxetine
Escitalopram
duloxetine
sertraline
amitryptyline
او داسې نور درمل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.