خپګان څخه د خلاصون یوه لاره بغاوت

792

د ډیپریشن یا ژور خپګان څخه د خلاصون یوه لاره بغاوت یا اواره ګردي ده.
ـــــ ـــ ـــــ ــــ ــــ

زه د ارواپوهنې په علم نه پوهېږم، خو دومره پوهېږم چې خوږ علم دی.

څه موده وړاندې دقیق مې په یاد نه دي، د دې علم کومه ټوټه مې د مسنجر په سټوري کې لیکلي وه.
یوۀ ملګري راته ریپلی کې لیکي ول ” څنګه کولای شو خپل ذهني حالات تغییر کړو او له ګډوډیو یې ځان راوباسو؟ “

حال دا چې کله کله بلکې هر کله که ووایم سم به وي، چې له ځانه سره هم مرسته نشم کولای.
خو دوی ته مې ناڅاپي ځینې خپلې تجربې وویلي:
که کله دې غلا نه وي کړې، غلا وکړه، له یو چا څه وتختوه او ځینې نور خارق العاده کارونه…
هلک حیران شو .. دا څه وایي؟ دا کارونه ځینې جرایم او ځینې ټولنییز و اخلاقي و کلتوري نزاکتونه ماتول دي؟!
ومې ویل، همدا کارونه نه کول زموږ په درون کې بندي دي، چې زموږ د ځورېدو لامل شوي دا باید ازاد کړو، باور وکړه د تازه ساه اخیستلو احساس به ورسره وکړي.

ـ پوهېږم ، تاسي به هم نیوکه کوئ، خو زه یې درسره څو بیلګې شریکوم:

ـ یوه ورځ یوه لاروۍ پیغله زموږ پر کاله راننوتله اودس مې کاوه، دیوال ته تکیه ودرېده.
ملنګه نه وه نه هم په خیرات پسې راغلې وه، بس خپلې ورکې پسې راخیستي او بې لورې طرف باندې رهي کړې وه.. له ښې کورنۍ معلومیده، په جامه لږ خواره وه خو په سترګو کې یې غم مستۍ ته په غیږه وروستۀ، دا پدې حقیقت پوهېده چې دا سیالي کومه ګټه نه ورته کوي یوازې د څو شېبو ساعت تیري نه سیوا نور څه نه دي، خو بیا هم دې د څو شېبو لپاره له دې ساعت تیری و سیالۍ خوند اخیسته،راحت یې ورکاوه. د دې مستي که هر څو طوفانې وه خو غم یې نشو چپه کولای پرته له مشغولولو.اصلاً دې غوښتل که غم له منځه وړلای نه شي، ستړی کولای خو یې شي.

ښکته پورته یې له سترګو تیره او نظر یې زما پر مړوندونو او ګتمو تم کړ، خورا په مطمیین و سنجیدګی یې زما په لاس ګوتمو ته وکتل او بیا یې وویل، ګوتمې غواړم!
ما ویل، څه.. څه.. څه…؟؟
ګوتمې؟
هو، ګوتمې!
د چا او د څه ګوتمې دا خو دوکان نه دی؟
بنګړې هم غواړم!
دا ته څه ګډې وډې وایې کوم دي؟
ـ ستا په لاسونو کې
ـ عصاب دې خراب دي؟ څه پرې کوي؟
عصاب مې خراب نه دي! په لاس کوم یې!
ګوره محترمې، که اوړه ډوډۍ یا بل څه غواړي، در به کړلی شي، ګني… ځه خورې چې زما خپل ذهن ګډ وډ دی.
راته یې کړل؛ ګډ وډ ذهنونه انسان په ګډو وډو لارو بیایې، ګډ وډ کارونو ته یې هڅوې، تر هغې چې په ګډو وډو لارو مزل ونه کړې او ګډ وډ خلکو سره مخ نه شي، منظمولای یې هم نه شي…
ـ پوه نه شوم؟
په یو وخکې مسکۍ شوه او همداسې بې ځوابه او بې څه اخیستلو په وره ووتله…
***
مغازي ته لاړم
شپاړس کلن هلک ډوډۍ ته ناست ؤ مخې ته یې په شوروا کې ماته شوې ډوډۍ چې په سر یې دوه الوګان او یو پوټی غوښه ایښي وه.
زما په لیدو یې وویل،
ـ څه مو پکار دي خور؟
پرته له څه ویلو یې تر څنګ کېښناسم، او د ماتې شوې ډوډۍ په خوړلو مې ورسره پیل وکړ. د هلک ژامي ودرېدي او په لاس کې بله جوړه شوې مړۍ حک پاتې شوه .. پرته د هغه شاک شوې څهرې ته له کتلو غټي غټي مړۍ مې وکړي لکه فراري چې له یوې اوونۍ د غرونو او ځنګله له پلي منډو او اوږد مزل څخه چیرته د اوبو ویاله یا د خرماؤ ونه موندلي وي..د څو لیونیو مړیو وروسته مې د اوبو غوښتنه ځنې وکړه، هلک لکه څوک چې یې په اوږه لاس ورکېږدي ویې خوروې زر پاڅیده د کولر له سره ایسټېل ګلاس راواخیسته اوبه یې راکړي نیمې مې وڅښلې او په پاتو مې د دوکان مخې پیاده رو کې غوړي ګوتې کنګال کړې چې مور و ورور مې مخې ته ودرېدل.. ته چیرته ناڅاپي ورکه شوې راځه هغه بل ځای مو جامې پیدا کړي.
***
له ډاکټره د فېس پیسې تخښتول:
مشهور او که په ساده اصطلاح ووایم قصاب ډاکټر و. تر اوږده انتظار نوبت راغی، معاینات او نسخه یې راته ولیکله د دې توصیه به یې هم کوله چې دوا باید د دوی د توصیه شوې درمتلون څخه واخیستل شي. ورته مې کړل، وبخښئ ډاکټر صیب بهر د درملتونه به دوا هم راواخلم او له نارینه نه فیس هم.. بهر مې له درملتونه درمل راواخیستل او هماغسي مخ په کور روانه شوم، ملګرې راته کړل فیس؟
مال پکار خو دا وه چې د ۵۰۰ پر ځای یې ۳۰۰ فیس اخیستلی، خو ته یې کیسه کې مه اوسه، دا درمل دومره شفاء نشي راکولی لکه څومره خوند و ارامتیا چې له دې ډاکټره د فیس تښتول راکوي…

****
زما د دفتر ترانسپورت چوک کې کلچه پزې وه، خوندورې تودي جلبۍ به هم پخېدلي، د ښکته کیدو پر مهال به مې کله کله ځنې کور ته ګرمي جلبۍ هم وړلي. یوه ورځ مې همکارې راباندې غږ کړ چې ماته هم تول کړه او یوه دانه ځنې راکړه، یوه مې ورکړه، وه یې خوړه، موټر حرکت وکړ .. مال صبر.. ویل زما د خولې خوږولو لپاره دغه یوه کافي وه دوکاندار باندې یې غږ کړ نه یې اخلم همدا یوه مې پکار وه، ډېر خواږه نه خورم ریژیم مې نیولی.
له هماغي ورځې، به مې ورته کار هر خوږو پلورنځي کې کاوه، یوه یوه کلچه و چاکلیټ به مې چک کړ نوره به له سټوره ووتلم.
د جلبیو والا نو زیاتي عادت شو زما له دې عمل سره د کړایي له سره به مې یوه جلبۍ ځنې وړله او پر لار به مې خوړله.

****

آئینې ته درېدل:

آئینې ته درېږم، خبرې ورسره کوم، هغه خبرې چې درون کې مې بندي وي، کول او له یوه چاسره یې شریکول غواړم ټولې آئینې سره په ځانګړې انداز شریکې او وکړم. کله چې غواړم وژاړم. وایم اوس نو وژاړه، چې خوله ورانه کړم خپلې ورانې خولې ته په کتو دومره بدرنګه ښکاره شم چې ژړا مې هېره زر خوله راټوله کړم
په ورانې خولې او بدرنګۍ پسې مې خندا راشي، وخاندم ورپورې هغه زما په کتو ما پورې وخاندې، دغسې موږ دواړه د یو و بل پسې ښه ډېر یو بل ته وخاندو،ورته کړمه، نیونۍ، او ځنې روانه شم.

نو ځکه په همدې هکله “فریډریک نیتشي” وایي:

«د ډیپریشن یا ژور خپګان څخه د خلاصون یوه لاره بغاوت یا اواره ګردي هم ده. په یوۀ ځای کېناستل او ژوند ته په تمه مۀ پاتې کېږئ. بهر ووځئ، په ازاده هوا کې ساه واخلئ، اسمان ته لاس ورکړئ، ځان په هغه څه کې مصروف کړئ چې ستاسي خوښېږي، بیا وګورئ چې ژوند څومره لوی نعمت دی.»

WorldMentalHealthDay

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.