بهرنيو هيوادونو ته تللي افغان ماشومان او شاقه کارونه

385
3 ساعتونه مخکې

په بهرنیو هيوادونو کې مېشت ځيني افغان ماشومان په سختو او شاقه کارونو بوخت دي. دوی چې د کار پیدا کولو په نیت له هيواده بهر وتلي، ډېر یې په ایران، پاکستان او ترکیه کې له خپل توان پورته کارونه کوي.

په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت او کاري فرصتونو د نشتوالي له کبله له کلونو راهیسې ډېر افغانان د کار موندلو له پاره ګاوڼدیو هیوادونو تر ډیره ایران او ان د ایران له لارې ترکیې او اروپايي هیوادونو ته ناقانونه مهاجرتونه کوي.

دغه سخت سفر ان د دغه ډول مهاجرینو چې زیاتره یې تر اتلسو کلونو کم عمر لري، د ژوند په بیه هم تمامیږي. پنځلس کلن زبیر چې اوس د ایران په مشهد کې په یو ساختمان کې کار کوي، وايي دریم منزل ته د سمټو بوجۍ په شاه خېژوي. دی وايي، له مجبورۍ اړ شوی چې هر ډول سختې ومني.

زبیر چې اصلاً د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، وايي سپین ږيري پلار یې ایله دومره پیسې درلودې چې دی تر ایرانه پورې ورسوي. هغه اروپايي هيوادونو ته دتګ هیله لري؛ خو پوهیږي چې غربت به یې تر څو کلونو دا ارمان پوره نه کړي.

نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «کار مو سخت دی، خو مجبور يم چې ویې کړم، بله لار نشته، دلته ایله زه دومره پیدا کوم چې کور پرې وچلوم، چې ډېره خواري وکړم، نو یوازې لس یا دولس زره افغانۍ برابرولای شم.»

نه یوازې ایران، بلکې ترکیه بل هغه هيواد دی چې ډېر افغانان پکې مېشت دي. د دې هېواد په مختلفو ولایتونو کې د افغانانو کورنۍ هم ژوند کوي، خو ډېری هغه افغانان پکې په کاروبار بوخت دي چې نورو اروپايي هېوادونو ته د تګ په انتظار دي. څوارلس کلن سلیم چې په غير قانوني لارو ترکیې ته تللی وايي، هیڅ یې فکر نه کاوه چې له دومره ستونزو سره به مخ کېږي.

په دې وروستیو کې ایران ته د افغانانو تګ ډیر شوی خو ورسره هم مهاله ایران د ناقانونه افغان کډوالو اخراج ته هم زور ورکړی دی.
په دې وروستیو کې ایران ته د افغانانو تګ ډیر شوی خو ورسره هم مهاله ایران د ناقانونه افغان کډوالو اخراج ته هم زور ورکړی دی.انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

دی وايي، ورسره راغلي ملګري یې اروپايي هېوادونو ته ورسېدل، خو له ده سره نورې هیڅ پیسې نه وې، نو ځکه یې په ترکیه کې کار ته ملا وتړله.

سلیم چې د ترکیې په استانبول ښار کې کباړ ټولوي وايي، له ډېر لرې ځایه د کباړ بورۍ کارخانې ته راوړي چې نور یې له وس پورته دي. نوموړی وايي، په کم عمر کې د ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرستي ورترغاړې شوه، نو ځکه اړ شو چې بهرني هيواد ته د تګ اراده وکړي.

د هغه په خبره، دا یې د مسافري لومړنۍ سخته تجربه ده او د خپلې کورنۍ د نفقې له پاره اړ شوی چې شاقه کارونو ته اوږه ورکړي: سلیم زیاتوي: «پلار مې معیوب دی، له يوه قاچاقبر سره يې خبره وکړه او زه ترکيې ته راغلم. اوس مجبور يم، چې کار وکړم. نور کارونه څوک نه راکوي. همدا د کباړ ټولولو کار مې شروع کړی. دلته ډیر نور افغانان هم دي چې کباړ ټولوي او سخت کارونه کوي.»

ګل محمد بیا هغه پلار دی چې خپل کوچنی زوی یې ترکیې ته لېږلی، دی وايي، زوی یې شاوخوا یو نیم کال وړاندې ترکیې ته لېږلی چې اوس مهال هلته په یو فابریکه کې کار کوي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې ورته کار نه پیدا کېده، نو اړ شوي چې خپل ۱۵ کلن زوی ترکیې ته ولېږي. نوموړی زیاتوي: «ما شاوخوا دوه کاله وړاندې خپل زوی ترکیې ته ولېږه، په ډېرو تکلیفونو لاړ، اوس هلته په یوه فابریکه کې کار کوي، د میاشتې ایله لس، پنځلس زره افغانۍ رالېږي، ټوله ورځ کار کوي، سهار شپږ بجې ځي او ماښام اته بجې راځي، زما زړه ورسره وخوړل شو، خو څه وکړو، بله هیڅ چاره نه لرو.»

بل لورته د ماشومانو د حقونو فعالان وايي، طالبان باید په کور دننه خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو افغانان بهر ته د خپلو کوچنیو بچیو لېږلو ته اړ نه شي. د ماشومانو د حقونو فعال بلال خروټی وايي، نړۍ د کاري بشرې قوې له کمښت سره مخ دی او افغانان د دوی له پاره ارزانه او پریمانه وسیله ده. دی وايي، په ماشومانو شاقه کارونه د ټولو نړيوالو کنوانسيونو خلاف عمل دی.

په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت او کاري فرصتونو د نشتوالي له کبله ډېر افغانان د کار موندلو له پاره ایران او ان د ایران له لارې ترکیې او اروپايي هیوادونو ته ناقانونه مهاجرتونه کوي.
په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت او کاري فرصتونو د نشتوالي له کبله ډېر افغانان د کار موندلو له پاره ایران او ان د ایران له لارې ترکیې او اروپايي هیوادونو ته ناقانونه مهاجرتونه کوي.انځور: Reuters/U. Bektas

نوموړی له بهرنیو هېوادونو غواړي چې د ماشومانو حقونو ته پام وکړي: «نور هيوادونه همدا غواړي چې ارازنه کاري قوه پیدا کړي، افغانان غریب خلک دي، نو ځکه په بهر کې د خپلې غریبۍ له پاره هم درانه کارونه په ځان مني، د دې ستونزې د مخنیوي له پاره یوازینۍ لار همدا ده چې طالبان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، که داسې ونه شي، نو ښايي دا ستونزه نوره هم زیاته شي.»

په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، هڅه کوي چې په بهر کې ټولو افغان کډوالو ته اسانتیا رامنځته کړي. دی زياتوي، چې يو شمېر افغانان د فقر او بې وزلۍ له امله مجبور شوي دي چې په نورو هيوادونو کې په خپلو اولادونو شاقه کارونه وکړي.

حقاني زیاتوي: »د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چې وخت په وخت باندې د کوربه هېوادونو له استازو سره ناستې کړي. د مهاجرينو د نورو ستونزو تر څنګ له دوی سره دغه ستونزې هم شريکې شوي او ترې غوښتل شوي چې د دې کارونو د مخنيوي له پاره اقدامات وکړي.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د بې ‌کارۍ کچې د لوړېدو له امله زرګونه افغانانو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړې. د طالبانو د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې اوس ۳ ميليونه افغان کډوال په پاکستان کې، درې ميليونه په ایران او شاوخوا ۵۰۰ زره نور په ترکيه کې مېشت دي.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.